خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

کندهار کې د دهلې بند د رغنیزو چارو د پيلېدو هڅې روانې دي

د کندهار محلي چارواکي وايي د دهلې بند د استملاک چارې له بشپړېدو سره به د زرګونه کرنیزې ځمکو خړوبېدو ته زمینه برابره شي.

د دغه بند د استملاک چارې په دې وروستیو کې چټکې شوې او په ځینو ساحو کې د پرتو ستونزو پر حل بحثونه شوي دي.

د والي ویاند احمد بهیر احمدي وائي چې په دې وروستیو تعقیبي غونډو کې پر همدې موضوع بحث شوی دی: “پر هغو مواردو بحث وشو چې د استملاک چارو د ټکنۍ کېدو سبب شوي وو. هڅه مو دا ده د افغانستان په کچه د دغې لویې پرمختیايي پروژې رغنیزې چارې ژر تر ژره پیل کړو چې د کندهار پر کرنه به د ۴۰۰ کلونو لپاره مستقیم اغېز ولري.”

د دهلې بند د بیارغونې او احیا تفاهم‌لیک د ۱۳۹۷ل کال د لړم پر ۱۷مه په کابل کې لاسلیک شوی و او پلان دا و چې تېر کال دغه چارې په څلورو پړاوونو کې بشپړې شي، خو د ځینو تخنیکي ستونزو له کبله دغه چارې بشپړې شوې نه ‌دي.

د بند بیارغونې ته ۴۰۰ ملیونه امریکايي ډالره ځانګړي شوي وو چې د اسیا پراختیايي بانک‌یې د ورکړې ژمنه کړې وه.

دهلې بند د افغانستان په جنوب کې د اوبو دوهم لوی بند دی چې د کندهار ښار ترڅنګ د ۷ ولسوالیو ځمکې خړوبوي.