د بلخ والي: مزار شریف کې د تښتول شوي ماشوم په تړاو ۲۱ کسان نیول شوي

د بلخ والي وايي د یوه تښتول شوي ماشوم د موندنې د عملیاتو په لړ کې د یوې مشکوکې ښځې په ګډون ۲۱ کسان نیول شوي دي.
دغه ماشوم درې میاشتې مخکې په مزار شریف ښار کې وتښتول شو چې تر اوسهیې د موندلو لپاره هڅو نتیجه نهده ورکړې.
د بلخ والي فرهاد عظیمي وویل: “دې قضیې زیات پرمختګ کړی، تر ۲۰ زیات کسان مخکې نیول شوي وو، یوه ښځه چې موږ ورباندې شکمن وو، په وروستیو ورځو کې نیول شوې ده. هیلهمن یو د هغې په مرسته د نورو تښتوونکو څرک ولګوو.”
د تښتول شوي ماشوم عبدالرؤف پلار محمد نبي وايي، تښتوونکو ورڅخه د یو نیم میلیارد ډالرو غوښتنه کړې ده.
جمهوري ریاست تېره شنبه وویل چې ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ چارواکو ته خبرداری ورکړی، که دغه ماشوم پیدا نهکړي، ټول به له دندو لیرې کړای شي.
د تښتونې د دې قضیې په تړاو د بلخ ترڅنګ په کابل کې هم ګڼو کسانو مظاهرې کړې دي.