خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د یو بل افغان ډيپلوماټ لور پاکستانیانو لس ورځي تښتولې وه!

په اسلام اباد کي د افغان سفیر نجیب الله علیخېل د لور سلسلې علیخېل تر تښتولو وروسته په پاکستان کي پخواني او اوسني افغان ډيپلوماټانو خیسور ته د یو داسي راز څخه پرده پورته کړې ده، چي په اسلام اباد کي د یو بل افغان ډيپلوماټ لور پاکستاني استخباراتو لس ورځي تښتولې وه، چي وروسته تر سختو شکنجو یې خوشي کړه، مګر نه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او نه هم افغان ولسمشر پدې اړه پاکستانیانو ته شکایت وکړ او نه یې د خپلي لور عزت خوندي کړ او نه یې هم غچ واخیست. دوی وایې، چي که چیري افغان حکومت پر وخت د هغې خپلي لور غزت ساتلی وای نن به د سلسلې علیخېل سره داسي نه کېدای. دغه ډيپلوماټان د ملي شورا، افغان حکومت، په ځانګړې د ولسمشر غني او د ملي امنیت شورا د دفتر، د بهرنیو چاو وزارت او د افغان ولس څخه غوښتنه کوي، چي د خپلو دغو دو خوندو د عزت غچ واخلي کنې په راتلونکي کي به د ډېرو افغان خوندو عزت او په ځانګړې د افغان ډيپلوماټانو او چارواکو د کورنیو عزت په خطر کي وي.

خیسور د موضوع د حساسیت په خاطر ددغي خور د هویت له خپرولو ډډه کوي او که افغان حکومت او یا بل ارګان ددغي موضوع په اړه د اقداماتو لپاره معلومات غواړي، خیسور به یې په اړه ټوله لازم اسناد د دوی په واک کي ورکړي.