خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د نوي اسلامي شرعي حکومت او کابينې له اعلان څخه وروسته د ا.ا د پالیسیو په اړه د رهبرۍ د مقام اعلامیه

د نوي اسلامي شرعي حکومت او کابينې له اعلان څخه وروسته د ا.ا د پالیسیو په اړه د رهبرۍ د مقام اعلامیه
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله الذي هدانا لدينه القويم، ومنّ علينا ببعثة النبي الكريم، وهدانا به إلى الصراط المستقيم، و اشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له ، و اشهد أن سيدنا محمداً عبده ورسوله. اللهم صل وسلم على عبدك ورسولك محمد، وعلى آله وصحبه، والتابعين ومن تبعهم باحسان الی یوم الدین. امابعد:
قال الله تبارک وتعالی: وعتصمو بحبل الله جمیعا ولا تفرقو . . . الایة
محترمو هیوادوالو:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!داچي د ۱۴۴۳/۱/۲۳/ هـق چي د ۱۴۰۰/۶/۹ هـش او د ۲۰۲۱/۸/۳۱نیټې سره برابره ده د بهرنيو ځواکونه ورستي عسکر له افغانستان څخه ووتل لومړی زموږ دردیدلي او غیور ملت ته د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو، د اشغال د خاتمې او د هیواد د بشپړې ازادۍ مبارکي وایم، الله تعالی جل جلاله مو دې نور هیواد د تل لپاره آرام، سوکاله او بریالی لري.
د هیواد د ازادۍ او اسلامي نظام د قیام په تېره شل کلنه جهادي مبارزه کي ټولو شهیدانو ته جنتونه، زخمیانو او معلولینو ته شفاء، بندیان شويو او ټولو تکلیف دیده هیوادوالو ته د الله تعالی له دربار څخه عظیم اجر او غمجنو کورنیو ته جمیل صبر غواړو.
د ا.ا د مؤسس مرحوم امیـ رالمـ ؤمنیـ ن مـلا محـ مد عمـ ر مجـ اهد رحمه الله لوړ عزم، استقامت، ژور فکر او نه ستړي کیدونکي هلي ځلي او د شهید امیـ رالمـ ؤمنیـ ن ملا اختر محمد منصـ ور رحمه الله قوی تدبیر، د جهادي صفوفو ښه منظم کول او قرباني د مجـ اهدینو لپاره د لاري مشال او بهترین اساس و چي غازیانو ته یې په دې لاره تګ او هدف ته رسیدل اسانه کړل.
د دې دواړو قایدینو او د دې ویاړلي تاریخ د ټولو اتلانو او قربانیانو کارنامې به د تاریخ په پاڼو کي په زرینو کرښو لیکل کېږي او ټول مسلمانان به فخر ورباندي کوي.
ا.ا به د دوی د ارمانونو د تحقق لپاره په خپل ټول توان سره کار کوي.
د دې مقدس جهـاد په اوږدو کي له ټولو هغو مسلمانانو څخه د زړه له تله مننه کوم چي په بیلابیلو برخو کي یې د مجـ.اهـ.دینو مرسته کړې
څرنګه چې د ا.ا د مقام لخوا د هیواد د اجرائیوي چارو د کنترول او په ښه ډول پرمخ بیولو لپاره یوه سرپرسته کاري او متعهده کابینه اعلان شوه او ډير ژر به په کار پیل وکړي، په اړه يې ټولو هیوادوالو ته ډاډ ورکوم چې په کابینه کې  مقرر شوي شخصیتونه به په هیواد کې د اسلامي احکامو اوشرعي قوانینو، د هیواد د علیا ګټو، د افغانستان له سرحداتو او منافعو څخه ساتنې او د تل پاتې امن، سوکالۍ او پرمختګ لپاره خورا ښه کار کوي. ان شاءالله
ــ  زموږ تیرې شل کلنې مبارزې او جهاد دوه ستر هدفونه درلودل، لومړی بهرنی اشغال او تجاوز پای ته رسول او د هیواد ازادي، دوهم په هیواد کې بشپړ، مستقل، مستحکم، مرکزي اسلامي نظام حاکم کیدل.
همدې اصل ته په کتو به په راتلونکي افغانستان کې د حکومتولۍ او ژوند ټولې چارې د سپيڅلي شریعت د قوانینو له مخې تنظیم کیږي.
ــ موږ غواړو چې یو آرام، سوکاله او پخپلو پښو ولاړ افغانستان ولرو، د همدې سترمقصد لپاره به هڅه کوو چې په هیواد کې د جنګ او فتنې ټول عوامل له منځه لاړشي، هیوادوال مو په بشپړ امنیت او خوښۍ کې  ژوند وکړي.
ــ موږ له خپلو ګاونډیو او نورو ټولو هیوادونو سره پياوړې او په متقابل احترام او تعامل ولاړې سالمې  اړیکې غواړو، له هیوادونو سره زموږ  اړیکې به د افغانستان د علیاء ګټو او مصالحو په اساس بنا وي، موږ ټولو هغو نړیوالو قوانینو او میثاقونو، پریکړو او تعهداتوته ځان ژمن بولو چې د اسلامي شریعت او د هیوا له ملي ارزښتونو سره په تضاد کې واقع نه وي، د نړۍ له هیوادونو څخه هم غواړو چې له موږ سره رغنده پياوړو او ښو سیاسي تعاملاتو، دیپلوماتیکو اړیکو او حسنه  روابطوته ارزښت ورکړي او له موږ سره همکاره واوسي.

ــ ا.ا به د بشر د حقوقو، د اقلیتونو د حقوقو او همدا راز د محرومو قشرونو د حقوقو د ورکړې په برخه کې  د اسلام د مبین دین د غوښتنو په چوکاټ کې جدي او مؤثر ګامونه واخلي.
بې له تفکیک او استثنا څخه به ټول افغانان  پخپل هیواد کې د آبرومندانه او  آرام ژوند تیرولو حق لري، د هغوی سر، مال، آبرو او عزت به خوندي وي، ا.ا به د هغوی د فرد فرد د شرعي حقوقو د ساتلو لپاره هلې ځلې وکړي او د هغوی لپاره به پخپل هیواد کې د امن او آرام چاپیریال برابر کړي.
ــ  تعلیم او تربیه د هیواد له مهمو ضرورتونو څخه شمیرل کیږي، زموږ حکومت به دنده لري چې ټولو هیواد والوته د شریعت په چوکاټ کي د دیني او عصري تعلیم سالم او مصئون چاپیریال برابر کړي.
موږ به په تعلیمي برخه کې د هیواد پرمختګ ته  زمینه مساعده کړواو خپل هیواد به په علم او پوهه ودان کړو.
ــ ټول پوهیږو چې له تیرو څه باندي څلويښتو کلونو راهیسې زموږ هیواد جنګ ځپلی او اقتصادمو سخته صدمه لیدلې ده، د ا.ا.ا به د امنیت له ټینګولو سره سره د اقتصادي پیاوړتیا، رفاه او پراختیا لپاره خپل ټول توان وکاروي، کورنۍ سرمايې به په ښه او شفاف ډول مدیریت کړي، نړیوالو پانګونو او د تجارت بیلابیلو برخوته به ځانګړې زمینه مساعده کړي، د بې کارۍ په وړاندې به په ښه ډول مبارزه وکړي او نهايي هڅه به مو دا وي چې هیواد مو هرڅه ژر  په خپلو پښو ودریږي، په مؤثر ډول بیا رغونه تر سره شي او دا جنګ ځپلی هیواد آباد کړو، ان شاءالله تعالی.
ــ  ا.ا غواړي افغانستان هرڅه ژر پرمختګ وکړي او خلکوته مو د ژوند په ټولو برخو کې لازم سهولتونه رامنځته شي، فقر او بې کاري له منځه لاړه شي، د دې کار لپاره له ملي تجارانو، سرمایه دارانو او ټولو هغو با احساسه افغانانو څخه د مرستې او ملاتړ غوښتنه کوي چې کولای شي له موږ سره افغانستان هرڅه ژر له فقر او بې وزلۍ څخه راوباسي، اقتصاد مو پیاوړی کړي، ملي شتمنۍ خوندي او بیت المال لکه څرنګه چې لازمه ده هماغسې د ملت په خدمت کې وکارول شي.
ــ رسنۍ د هیواد مهم عنصر دی، موږ به د رسنیو د ازادي، فعالیت او ښه والي لپاره کار وکړو، د رسنیو هم دا مکلفیت بولو چې پخپلو نشراتو کې د اسلام سپيڅلي احکام، د هیواد ملې ګټې او بې پرېتوب په نظر کې ولري.
ــ  ګاونډیو، د سيمې او نړۍ هیوادونو ته مو پيغام دادی چې افغانستان  خاوره به د هیڅ هیواد د امنیت په ضد او ضرر نه استعمالیږي، موږ ټولوته اطمینان ورکوو چې له افغانستان څخه هيڅ تشویش و نلري.
او له دوی څخه هم د ورته چلند غوښتنه کوو.

ــ په هیواد کې ټولو بهرنیو ديپلوماتانو، سفارتونو، قونسلګریو، خیریه مؤسساتو او پانګوالوته پوره ډاډ ورکوو چې  دوی ته به  هيڅ ډول  ستونزه نه وي، ا.ا د دوی د بشپړ امنیت  او مصئونیت لپاره خپله ټوله هڅه او کوښښ کوي، د دوی شتون زموږ د هیواد یوه اړتیا ده، نو دوی دې په اطمینان سره خپل کارونه پرمخ وړي.
ــ موږ له هیچا سره دښمني نه غواړو، افغانستان د ټولو ګډ کور دی، موږ به د دوې ټول حقوق او مشروع غوښتنې په پام کې نیسو او د هېواد په بیا رغونه کې به د دوي له وړتیاوو څخه سالمه استفاده کیږي.
ــ هیڅوک بايد د راتلونکي په اړه تشویش ونه لري، ا.ا د خپل ولس په استازیتوب ټولو هغو مشکلاتوته متوجه دی چې زموږ خلک ورسره مخ دي، لومړنۍ هڅه او ترجیح مو داده چې ټولې ستونزې د مشروع او معقولوطرحو له لارې حل شي، په عام ولس مو باور دی چي د تل په څير به له ا.ا څخه خپل کلک ملاتړته دوام ورکړي. د هغو علماءکرامو، قومي مخورو او سپين روبو اقدامات د قدر وړ دي چې د خلکو د پوهاوي په برخه کې يې ترسره کړي او تر سره کوي یې.
ولس د نظام په ساتلو او پياوړتیا کې  ډيره ستره ونډه  لري، ا.ا د خپل ولس لا دوامداره ملاتړته اړ دی،  ترڅو خپل وران هیواد بیرته په ګډه سره جوړ کړو او د اسلامي نظام تر سیورې لاندې د آرام او سوکالۍ ژوند ولرو.
ــ ټول با استعداده او مسلکي اقشار، پوهان، استاذان، ډاکټران، ساینس پوهان، انجینران او تعلیم یافته کدرونه، ملي تجاران او سرمایه ګذاران دې بشپړ ډاډ ولري چې ا.ا به دوی ته د قدر په سترګه ګوري، زموږ هیواد د دوی استعدادونو، لارښونې او کار ته ډيره اړتیا لري.
همدا راز هېوادوال باید له هیواد څخه د وتلو هڅه ونه کړي، ا.ا له هیچاسره ستونزه نلري،  ټول به د نظام او افغانستان  په پياوړتیا کې  ونډه اخلو اوله همدې لارې به خپل ویجاړ هیواد بیرته ودانوو، ا.ا په دې اړه ټولو ته ډاډ ورکوي.
ــ د بیت المال ساتنه او پالنه له موږ ټولو څخه ډیره توجه غواړي، خصوصا، نظامي وسائط، وسلې مهمات، حکومتي ودانۍ، ملي شتمنۍ او د بیت المال اړوند ټول شیان د دې ملت امانت دي، هيڅوک يې د تخریب، ضایع کیدو او د اړوندو مسئولینو له اجازې پرته  په کې د تصرف کولو حق نه لري.
والسلام
د ا.ا.ا زعیم امیـ رالمـ ؤمنیـ ن شیخ الحدیث هبـ.ة الله اخندزاده
۲۹/۱/۱۴۴۳هـ ق
۱۶/۶/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/9/7م