په امریکايي او غربي اخبارونو کي د افغانستان د اسنادو په اړه جدي او ګرم بحثونه لا روان دي. واشنګټن پوسټ لیکي د افغانستان په برخه کي عام امریکایان هم ملامت دي، ځکه هغوی پدې برخه کي فقط تماشاچیان پاته سوي دي. که چیري امریکایان د خپل حکومت سره مدام حساب و کتاب و نه…
مشهوره هالندۍ لیکواله، اغلې بتي ډام، پخپل ټویټر کي لیکي د افغانستان د اسنادو خپرېدو دا خبره په ډاګه کړه چي امریکا او ملګرو يې د افغانانو پر ضد یو څرګند غیر ضروري جنګ پیل کړیدی. زما سپارښت دا دی چي له افغانانو څخه د معذرت غوښتلو په منظور دي په ګرده جهان کي د…