د عراقي اعتراض کونکو مشران وايي چي د امریکا د سفارت مخکي يې د مظاهرو بندول دېته مشروط دي چي صدراعظم عادل عبدالمهدي باید له عراقه د امریکايي عسکرو د وتلو لپاره یوه لایحه وړاندي کړي. که څه هم امریکا د صدام حسین تر راپرځولو راوروسته، په بغداد کي یو داسي رژیم نصب کړ چي…