خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

Category Archives: لوبي

کریم بېنزیما د ریکارډ جوړولو تر څنګ په ریال بازي هم وګټل. ریال ماډریډ د لالیګا په (۲۹مه) اونۍ کي د (هوویسکا) سره لوبه درلودل، چي د بېنزیما په ګول ئې په (۸۹یمه) دقیقه کي وګټل. دا لوبه چي تر هغه وخته ۲ پر ۲ مساوي وه، خو بېنزیما په اساس وخت کي ګول ولګوی او د لوبي ګټلو تر څنګ تر (هوګو سانچیز) را وروسته د لالیګا د تاریخ یوازینی لوبغاړی سو، چي پر ټولو هغو لوبډلو ئې ګول لګولی دئ، چي ور سره مخ سوی دئ. کریم بېنزیما لس کاله دمخه ریال ته راغلی او د هغه راهیسي د (۳۴) کلبونو سره لوبېدلی دئ، چي پر ټولو ئې ګولونه لګولي دي، چي دا ریکارډ نه رونالډو او نه مېسي جوړ کړی دئ. لیونل مېسي د بارسلونا سره په لالیګا کي د (۴۰) لوبډلو سره مخ سوی دئ او پر (۳۷) ئې ګول لګولی دئ، یوازي ئې پر (هوویسکا، مورشیا او کاډیز) ګول نه دئ لګولی او کریسټیانو رونالډو د (۳۳) لوبډلو سره په ریال کي مخامخ سوی دئ او پر (۳۲) ئې ګول لګولی دئ، یوازینی لوبډله (لیګانیز) وه، چي رونالډو ګول نه دئ پر لګولی. د یادوني وړ ده، چي کریم بېنزیما د فرانسې مسلمان لوبغاړی دئ، خو په ملي لوبډله کي د هغوی د روزونکي ډیشامپس له خوا د نامعلومه دلیل په خاطر نه اخیستل کیږي.

Read more

د IPL په دې فصل کي اول وار بازي سوپر آور ته ووتل

د IPL په دې فصل کي اول وار بازي سوپر آور ته و وتل. د اینډین پرېمییرلیګ لسمه لوبه د (کلکته نایټ رایډرز) او (ډهلي کپيټلز) تر مینځ وه، چي په سوپر آور کي ډهلي کپيټلز وګټل. په لوبه کي اول بېټینګ د کلکتې لوبغاړو وکئ او په شل آوره کې د (۸) ویکیټو په…

Read more

په کندهار کي د تکوندو کلبونو تر مینځ دوستانه سیالۍ وسوې.

په کندهار کي د تکواندو کلبونو تر مینځ دوستانه سیالۍ وسوې. په کندهار کي د تکواندو فدراسیون په لارښوونه د درو کلبونو (لمر، سالم او شاهي) تکواندو کلبونو د تکواندو کارانو تر مینځ دوستانه سیالۍ وسوې، چي د کلبونو د استادانو تر څنګ د کابل څخه د تکواندو کارانو د ټولني د رئیس، د پیوند…

Read more