افغان حکومت د گټورې اوبولگونې پر سیسټم کار کوي
د افغانستان د کرنې مالدارۍ او اوبو لگولو وزیر اسد الله ضمیر وايي د افغانستان د اوبو لگولو سیسټم تر اوسه هم په ډېرو سیمو کې پخوانی دی او ۴۵ سلنه اوبه ضایع کیږي.
هغه وايي د اوبو لگولو لپاره یې کلیوالي شوراگانې جوړې کړې چې د اوبو د تنظیم، د شخړو د مخنیوي او د کرهڼې د پراختیا لپاره به کار کوي.
افغانستان که څه هم د خوږو اوبو لویې سرچینې لري خو بیا یې هم پراخې دښتې او ځمکې ناخړوبه پاته دي. د دې هېواد اقتصاد هم تر ډېره کرهڼيز اقتصاد بلل کیږي خو د کرهڼې برخې ته هغومره کار نه دی شوی لکه څومره چې اړتیا ورته لیدل کیږي.
له یوې خوا د افغانستان پراخې اوبه گاونډیو هېوادونو ته ځي او له بل پلوه په داخل کې هم اغېزناک تنظیم او مدیریت نه لري چې ویل کیږي له دې غوره طبعي سرچینې څخه سمه گټه نه ده اخستل شوې.
د افغانستان د کرنې اوبو لگولو او مالدارۍ وزیر د سه شنبې په ورځ د یوې غونډې پر مهال وویل چې په افغانسان کې کروندې ته تر رسېدو پورې ۴۵ سلنه اوبه ضایع کیږي.
هغه وویل د کرنې، اوبو لگولو او مالدارۍ وزارت یې د مخنیوي لپاره هلې ځلې پیل کړې دي.
ده وویل: «زموږ په کرهڼیز سکټور کې لویه ستونزه د اوبو ضایع ده، اوبه په پوره توگه شته دي. خو کله چې اوبه له سربند یا د کانال له خولې وځي تر کروندې پورې ډېرې ضایع کیږي. نو ویلی شو چې په دې جریان کې لږ تر لږه ۴۵ سلنه اوبه ضایع کیږي.»
وزیر وايي د اوبو لگولو ټولنې باید رامنځته او منسجمې شي تر څو اوبه تنظیم او د شخړو د مخنیوي او اوبو له ضایعاتو څخه مخنیوی وشي.
په افغانستان کې ډېر کسان په کلیوالو سیمو کې د اوبو د ناعادلانه ویش له کبله شخړو ته سره رسې چې آن مړي هم پکې کېږي.
د کرهڼې وازرت وايي تر دې مهاله په ۲۳ ولایتونو کې ۴۰۰ د اوبو لگولو ټولنې جوړې شوې چې ۴۷ زره کورنۍ یې استازولي کوي.
د کرنې اوبو لگولو او مالدارۍ وزارت وايي تر راتلونکو دریو کلونو پورې به ۳ سوه نورې ټولنې هم جوړې او وروزي.
افغانستان هغه هېواد دی چې کروند گر یې اوس هم د اوبو لگولو او کروندو له خورا پخوانیو لارو چارو څخه کار اخلي او ډېرې اوبه ضایع کوي.
د کرنې اوبو لگولو او مالدارۍ وزارت وايي وړاندې تر دې د ( اوبه په کرونده کې) پروگرام یوازې د زونونو په کچه و چې له دې وروسته به د هېواد ټولو ولایتونو ته وغځول شي.
دا وازرت وايي تر دې مهاله په ۲۳ ولایتونو کې ۴۰۰ د اوبو لگولو ټولنې جوړې شوې چې ۴۷ زره کورنۍ یې استازولي کوي.
د کرنې اوبو لگولو او مالدارۍ وزارت وايي تر راتلونکو دریو کلونو پورې به ۳ سوه نورې ټولنې هم جوړې او وروزي.
د حشر فرهنگ
وړاندې کلونو کې به د حشر په نامه د افغانستان د کلیوالو سیمو خلک سره راټولېدل او د خپلو سیمو ویالې او کانالونه به یې پاکول. خو په وروستیو کلونو کې موسسو د پیسو په مقابل کې خلک کار کولو ته هڅول چې اوس تر ډېره د حشر فرهنگ زیانمن شوی او د کرنې وزارت یې د بیا ژوندي کولو په هڅه کې دی.
اسدالله ضمیر د دې تر څنگ چې وايي بېرته به د حشر فرهنگ ژوندی کړي زیاتوي چې د یادو ټولنو په جوړېدا سره به له یوې خوا د کلیوالو سیمو اقتصاد پیاوړی شي او له بل پلوه به ښارونو ته د کلیوالو سیمو د خلکو له راتگ څخه هم مخنیوی وشي.
دا مهال د افغانستان ښارونو کې د نفوس کچه زیاته ده چې هوا یې خرابه او په ښارونو کې یې گڼه گوڼه زیاته کړې ده.
بل پلو د نړیوال بانک استازي محمد عارف رسولي په دې ناسته کې وویل چې د افغانستان اقتصاد زراغتي دی او کرهڼه هغه مهال ښه حاصل ورکولی شي چې اوبه یې منظمې تنظیم شي.
رسولي وویل: «د افغانستان اقتصاد یو کرهڼيز اقتصاد دی او محدودوونکی فکټورونه پکې همدا کرهڼیزې اوبه دي، نو که چېرې موږ اوبه سمې مدیریت کړو د هرې کورنۍ اقتصاد پیاوړی کیږي او همدا شان د ټول هېواد ملي اقتصاد هم پیاوړی کیږي.»
رسولي وايي د دې لپاره چې اوبه ښې مدیریت شي همدا د اوبو د تنظیم شبکې او د ابو لگولو ټولنې باید وروزل شي تر څو په کلیوالو سیمو کې کار وکړي.
ورته مهال میرابان یا د اوبو کلیوال تنظیموونکي وايي چې خلک ورسره همکاري لري او په یادې پروژې سره یې له یوې خوا اوبه او وخت سپمولی او له بل پلوه یې د ډېرو شخړو مخه هم نیولې ده.
د بلخ ولایت د بلخ ولسوالی د کټه خېلو میراب یا د اوبو لگولو ټولنې مشر شاه محمد په دې کنفرانس کې د نورو ټولنو په استازولی وویل: «زموږ سره ډېر خلک همکاران دي ټول ولس راسره ښه همکاري لري، موږ له چار یوه روپۍ یا معاش نه دی اخستی، پوښتنه هم کولی شئ. موږ وایو چې باید ولس ته کار وشي. پخوا به چې کومې اوبه په یوه ساعت کې رسېدلې اوس په پنځه لس دقیقو کې رسیږي، دومره اسانتیا رامنځته شوې.»
حکومت هڅه کوي چې د اوبو د مدیریت په برخه کې کوټلي گامونه پورته کړي تر څو له یوې خوا گاونډیو هېوادونو ته زیاتې اوبه لاړې نشي او له بل پلوه په هېواد کې د ننه سمه گټه ترې واخستل شي.