ورځپاڼو ته کتنه!
واشنګټن پوسټ: امریکا باید له طالبانو څخه ډیر شیان مطالبه کړي
واشنګټن پوسټ د مارچ پر ۱۶ پخپله سر مقاله کي لیکي د ټرمپ حکومت په قطر کي د طالبانو سره د خبرو پنځم روانډ ختم کړ. دواړه طرفونه د پرمختګ خبري کوي، مګر پوره جزییات نه وړاندي کوي. بله خبره دا ده چي لدې مذاکراتو څخه د افغان حکومت لیري ساتل سوی دی، او همدا وجه وه چي حمد الله محب غیر دپلوماتیک نارې وهلې. سر مقاله وايي د افغان د کشالې د فیصله کولو لپاره سیاسي مصالحه ښه لاره ده. خو د کابل حکومت حق لري چي اندېښمن وي. ځکه د خلیلزاد له ټویټونو څخه ښکاري چي متحده ایالات به د سولي د پروسې تر شروع کولو مخکي له افغانستانه راووزي. او ښايي د امریکايي قواوو د راایستلو او سیاسي روغي جوړي تر مینځ هیڅ ارتباط نه وي.
که چیري داسي وي، دا به خطرناکه وي، او د کابل د حکومت سقوط حتمي کوي. ځکه که څه هم طالبانو په ځینو سیمو کي خپل روش نرم کړی دی، خو لا هم حاضر نه دي چي یو دیموکراتیک سیاسي نظام ومني، او د غني له حکومت سره قدرت شریک کړي. فعلا، د طالبانو مشران ځانونه فاتحان تراشي، او وايي چي باید د دې فتحي ثمره تر لاسه کړي.
د خلیلزاد د مذاکراتو ستراتیژي به د جمهورریس ټرمپ د لومړیتوبونو سره پوره اړخ لګوي، خو د سولي او سیاسي مصالحې په نه موجودیت کي د طالبانو پر خبرو او وعدو باندي باور کول ساده ګي ښيي. د سیا پخوانی مشر په همدې اخبار کي لیکي ول،«د دې خبرو مسلمه نتیجه به د طالبانو راتګ وي.»
اساسي خبره دا ده چي د خلیلزاد کوښښونه باید دوام پیدا کړي. خو امریکا باید پر دې ټینګار وکړي چي طالبان به د امریکا د قواوو د راایستلو تقسیم اوقات مني، او دا پروسه باید څو کاله په بر کي ونیسي نه څو میاشتي. طالبانو ته باید په زغرده وویل سي چي د امریکا آخري عسکر به تر هغه وخته پوري له افغانستانه و نه وزي تر څو یوه سیاسي روغه جوړه نه وي ترلاسه سوې. په عین زمان کي، د ښاغلي غني حکومت باید د خبرو له جریانه پوره باخبره وساتل سي.
د افغانستان د فاطمیونو پرابلم
د یکانومیسټ مجله د مارچ پر ۱۴ له هراته لیکي ۲۳ کلن علي رضا خپل پلار ته ویلي دي چي په ایران کي یې مزدوري کوله، خو واقعیت دا دی چي هغه د فاطمیون د لوا یو غړی وو او په سوریې کي د بشار الاسد د رژیم په حمایت جنګېدی. یو وخت د فاطمیونو لوا شل زره افغان هزاره ګان جنګیالي لرل.
علي رضا غریب دی، او فقر دېته مجبوره کړ چي ایران ته ولاړ سي. بلخوا، ایران هغو افغانانو ته د اقامت اجازه ورکوي چي په سوریه کي د بشار الاسد د رژیم لپاره جنګېږي. علي رضا وايي که څه هم اکثره افغان شیعه ګان د پيسو لپاره جنګېږي، خو ځیني مذهبي انګېزي هم لري. که څه هم د فاطمیون اکثره افغان جنګیالي په ایران کي پاته سوي دي، خو ځیني يې بېرته افغانستان ته راستانه سوي دي. افغانان دا بېره لري چي ښايي ایران یو ځل بیا د فاطمیونو همدا جنګیالي د افغانستان په راتلونکو جنګونو کي وکاروي.
یکانومیسټ لیکي چي افغان هزاره ګان د اوسني حکومت سره د جنګ کولو شوق نه لري، ځکه هغوی په حکومت کي ښه پوره ونډه لري. خو ځیني مبصرین وايي که چیري په هزاره مېشتو سیمو کي امنیت خراب سي، د فاطمیونو همدا جنګیالي به د ځان د دفاع لپاره سره راغونډ سي.
یکانومیسټ لیکي علي رضا اوس بېکاره دی، او پيسې هم نه لري. البته، اوس ایران په سوریې کي کامیابي اعلام کړې ده، او په افغانستان کي د فاطمیونو د جنګیالیو برخلیک نامعلوم ښکاري.
#DPolPost
فقیري.