خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

یو سندریز بلبل خاموش سو!

لیکوال: محمد ابراهیم سپېڅلی

امیرمحمد کندهاری، چي په امیرمحمد ارغنداوي مشهورؤ د کندهار له زړو سندرغاړو څخه دی.

نژدې (۸۵) کاله ترمخه په ارغنداب ولسوالۍ کي د مرحوم محمد انور په کورکيزېږېدلی دی.

نیکه يې فیض محمد نومیدی، چي له ارغستان ولسوالۍ څخه  ارغنداب ته راکډه سوی او دلته يې په کښت او کرونده د ژوند چاري پر مخ بیولې.

مرحوم  امیرمحمد تر نیمه پيړۍ ډېروخت سندریزپه سندریزو محفلونو خپل مینه وال خوښ ساتلي وو.

نوموړي زده کړي يې نه وې کړي، خو په سلهاوو ولسي سندري يې په یاد زده وي.

ترټولو ډیري سندري يې کندهار د ولسي شاعر عبدالرازق دلسوخته په یاد وې او ځان يې د هغه شاګرد ګڼی.

عبدالرازق دلسوخته هم د ارغنداب ولسوالۍ اوسیدونکی او د کندهار یوشمیر محلي سندرغاړو يې ډیري غزلي ویلي دی، چي خورا ډیر مینه وال لري.

خدای بخښلی امیرمحمد د کندهار په سندریز مکتب کي یو له هغو غرلچیانو( سندرغاړو) څخه ؤ، چي د هارمونیې په ترټولو لوړ کرج کي يې سندري ویلې.

د کندهار د اطلاعات اوفرهنګ ریاست د هنراوفرهنګ امرعبدلشکور څپاند ددغسي یو غرلچي مرګ د هنراو فرهنګ لپاره لویه ضایع ګڼي.

څپاند وايي، لومړۍ هڅه به يې دا وي، چي د دغسي وتلو سندرغاړو پيژندګلوۍ راټولي اوبیايې د امکان په صورت کي په کتابي بڼه تر لوستونکو هم ورسوو.

« امیرمحمد کندهاری په اوسمهال کي یوداسي سندرغاړی ؤ، چي دده په ډول په لوړ کرج کي لوړي سندري بل چا نه سوې ویلای او فکر کوم دا تشه به ترډېره همداسي تشه پاته وي. »

د کندهار د هنرمندانو د ټولني مرستیال او پيژندل سوی سندرغاړی ګل محمد حسرت وايي، امیرمحمد کندهاری يې نه یوازي د خوښي وړ سندرغاړی، بلکي په زیاتو سندریزومحفلونو کي يې ګډون هم ورسره کړی ؤ.

حسرت وایی، امیرمحمد د کندهاري سندرغاړو په کتارکي یو له هغو کسانوڅخه ؤ، چي ترډېره به د موسیقۍ د مینه والو په زړونو کي ژوندی وي.

« زه له ځوانو سندرغاړو غواړم، چي د امیرمحمد کندهاري اډیو او ویډیو غزلي واوري اودغه بریالۍ لار تعقیب کړي.

ما هغه له نژدې پيژندی، په سلهاو سندریزمحفلونه مو ورسره کړي، دی یو له هغو کندهاري غزلچیانو څخه ؤ، چي حساب پر کیدی او خلکو يې ږغ ډیرخوښوی. »

په کندهارکي د وړانګي راډیو د نشراتو مسؤل فیض محمد همدرد، هم وايي، د امیرمحمد کندهاري سندري له ډیره وخته اوري او هرمهال، چي ستړی سي، نو په دغه مترنم ږغ اوریدولو ځان هوسا کوي.

همدرد وايي،اوریدونکي په لیکونو او ټلیفوني اړیکو کي د خدای بخښلي امیرمحمد کندهاري د سندرو زیات فرمایشونه ورته کوي.

« زه يې له تاندي ځوانیه سندري اورم، دده اکثره سندري له راډیو څخه د خپریدو وړ دي، همدا سبب دی، چي په تفریحي خپرونو کي يې اوریدونکي ددغه مرحوم د سندرو خپریدوغوښتنه کوي. »

شاعر ملا عکاشه غمګین، چي د مرحوم امیرمحمد کندهاري له نژدې ملګرو څخه دی وايي، امیرمحمد کندهاري د شعر په انتخاب کي ډېر کوښښ کاوه اود داسي شاعرانو شعرونه به يې د موسیقۍ له پردو سره خپلو مینه والو ته وړاندي کول، چي ټولو اوریدونکو به سرونه ورته ښورول.

د غمګین په قول، امیرمحمد کندهاري د کندهار د زړو ولسي شاعرانو نومونه هم د هغوی د سندرو په بیا بیا ویلو سره ژوندي ساتلي او ځوان نسل يې په دې پوهولی ؤ، چي د کندهارد موسیقۍ ،شعر او بالاخره د سوراوتال رنګ طبیعي او په رښتیا د مصنوعیت له ګردونوخوندي دی.

« امیرمحمد کندهاری زما د ډیروخت ملګری ؤ، په اوونۍ کي به یووار خامخا د مجلس لپاره زموږ کورته راتلی او کله ناکله به يې ماته بیله موسیقۍ څخه هم شعرونه زمزمه کول.

دده لویه ښېګڼه داوه، چي د شعر په غوراوي کي يې ډېردقت کاوه او اکثره وخت به يې شعرونه د موسیقۍ له محفل څخه ترمخه له ماسره شریکول او مشوره به يې راسره کوله، چي ایا داشعر د خپرېدو وړ دی او کنه ؟ »

بسم الله غرنی، چي له تیرو پنځوسو کالو راهیسي د کندهارځینو محلي سندرغاړو ته شعرونه جوړوي، د شعر ترڅنګ په موسیقي هم پوهیږي او د کندهاري زړو سندرغاړو ډیري فیتې ( کیسټونه) لري وایی، ددغسي هنرمندانو مرګ د کندهارۍ موسیقۍ لپاره خورا لوی تاوان ځکه دی، چي دده په قول امیرمحمد کندهاری د کندهار د نورومخکنیو سندرغاړو لکه شاه محمدکندهاری، ولي محمد کندهاری، اغا محمد کندهاری، عبیدالله کندهاری او نورو… کندهاري غزلچیانوغوندي یوازي د کندهاراصل سندریز مکتب پالی، خو له بده مرغه یاد کسان یولاهم زموږ په منځ کي نه سته او ورځ تربلي زاړه سندرغاړي د عمر په تیریدو سره له لاسه ورکوو، خو داسي یوټاکلی ځای نه سته، چی دغه کندهاری سندریزمکتب دي پکښي وپالل سي او ځوان کندهاري هنرمندان دي ورجلب سي.

« ما چي د امیرمحمد کندهاري د مرګ خبر واوریدی، ډیر خوابدی سوم، باور وکړه دده له ږغ اود شعرونو له انتخاب سره زما ځانګړې مینه ده.

اوس يې هم ماته داسي فیتې پرتې دي، چي ډير کسان يې نه لري.

خو زړه مي هغه مهال نورهم درد وکړي، چي زموږ دکندهاري سندریز مکتب پالوونکي اکثره شوقیان ( سندرغاړي) د وخت په تیریدو سره مړه کیږي، مګر داسي یو ټاکلی اکډمیک ځای نه سته، چی هلته ددغه مکتب د پاللو لپاره ځوانان وروزل سي.

دولت ته په کار ده، چی دغه ټکي ته پام وکړي. »

امیرمحمد کندهاري ته د خدای ورکړي ږغ او سندریز استعداد پر بنسټ په تانده ځوانۍ کي ( کابل راډیو ) ته د ورتګ موقع هم په لاس ورغله، چي یوڅو سندري يې د ملي راډیو په ارشیف کي خوندي دي.

زموږ دغه کندهاری سندرغاړی د انقلابونو پرمهال پاکستان ته مهاجر سوی، د هجرت پرمهال يې هم د موسیقۍ لمن پرې نه ښووله او د ګران افغانستان د خپلواکۍ ناره يې په خدای ورکړي لوړ ږغ د موسیقۍ له پردو سره بدرګه کوله.

نوموړي د ژوند تروروستیو پوري سندري ویلې او دده د همزولو په خبره، چي په اواز کي يې د عمر په تیریدو سره بیاهم بدلون نه ؤ ر اغلی.

امیرمحمد کندهاری تیره پنجشنبه د ( ۱۳۹۸) کال د وري میاشتي پر لومړۍ نېټه د زړه د حملې له امله د ( ۸۵) کالو په عمر وفات اود جمعې په مبارکه ورځ د کندهارښار د نهمي ناحيې د توخو په هدیره کي خاورو ته وسپارل سو، روح دي يې ښاد او پر ګوريې رحمتونه