خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

ولې ځيني کسان د نورو په پرتله ډیر خوشبخته وي؟

که تاسو په دې پوښتنه پوهېدل غواړي نو مهرباني وکړئ دغه معلومات و واياست.

 

ريچارډ (Richard Wiseman) په خپله يوه مقاله کي وايي، انسان په خپله خوښه ځان بدبخته او خوشبخته کوي.

 

ریچارډ د یو تحقيق په نتیجه کی دې پايلي ته ورسېدی، چي دا انسان خوشبختي کوم جادو نه دی او نه خوشبتی په قسمت پوري تړاو لري.
نوموړي دغه تحقيق پر ډیرو هغو کسانو چي په ژوند کي خوښ او خفه وه تر سره کړئ. تر تحقيق وروسته دا څرګنده سوه، چي هغه کسان چي خوشبخته دی، څلور کړني تر سره کوي.

د نوو فرصتونو څخه مثبته ګټه اخلي.

خوشبخته کسان چي کله يو نوی څه و ويني په هوښياري سره لومړي هغه تر څېړني لاندي نيسي ګټي او تاوانونه يې سنجوي د معلوماتو د راټولو لپاره ځانونه ستړي کوي، د فرصت تر ښې ارزوني وروسته د فرصت څخه ګټه اخلي.
بدبخته کسان چي په کوم ځای او مقام کي وي له ويری د نوي فرصت په اړه هيڅ فکر نه کوي او د ژوند تر پايه هرڅه په قسمت پوري تړي.

څه چي يې زړه غواړي هغه کوي.

خوش قسمت انسانان هغه څه کوي، چي زړه یې غواړي له چلنجونو نه بېريږي، هر کار په ورین تندي او خوښي کوي. خوش قسمته کسانو ژوند يو درس بللي وي او ناکامي يې د پرمختګ اصلي راز بللی وی. له ناکامي وېره نه احساس کوی بلکي پر ځای يې زده کړه ورڅخه کوي.
بدبخته خلګ برعکس يا له يو فرصته وېره لري يا دومره فکر پر وهي چي اخير يې فرصت د لاسه ووځي. او همداسي بدبخته پاته وي.

د بريا امېد

خوشبخته کسان هرکله چي يو کار کوي، په دې امېد يې کوي، چي بريالي کيږي. که څه هم کاميابي حتمن نه وي، مګر د دوي باور په درلودلو سره خوشبخته کسان يوه ورځ داسي کړنه تر سره کړی، چي د ژوند ټولي بدبختيو ته د سترګو په رپ کي د پاي ټکي کښېږدي. د مثبت فکر درلودونکي کسان وخت په تېرېدو سره د ښو دوستانو څخه برخمن کيږي او د خلګو مينه ورسره ډيريږي، پياد و لري چي د خلګو مينه د اوږ او خوشحاله ژوند سبب کيږي.
بدبخته کسان برعکس له چلنجونو څخه وېره لري، ټول عمر منفي فکر لري، تر څه وخت وروسته د دوی دغه منفي فکر دوی له ښو دوستانو هم بې برخي کوي. د ژوند تر پايه همداسي يواځي او له خفګان څخه ډک ژوند لري.

مثبت پاته سي
ځيني کسان تر لږ ناکاميو وروسته مايوسه سي او د مثبت فکر پر ځای و منفي فکر ته مخته کړي هرڅه ته په منفي نظر ګوری.
مګر خوشبخته کسان له کړاونو زده کړه کوي او همېشه خپل مثبت فکر ته وده ور کوي د همدې مثبت فکر په مرسته يوه ورځ خپلو هدفونو ته ورسېږي او خپله بدبختی په خوشبتي بدله کړي. کوشش وکړی چي مثبت پاته سئ.

ايا تاسو له خپلو کړنو راضي ياست؟
که غواړي پرمختګ وکړئ دا ستاسو په عمل پوري اړه لري يواځي فکر وهل هيڅ نتيجه نه ور کوي.
د دې لپاره چي د نړۍ خوشبخته انسان و اوسئ، نو د مهرباني له مخي همدا اوس يوه کتابچه را واخلئ او تر لسو ورځو پوري هر ورځ ځان ته تقسيم اوقات جوړ کړی. هغه کار وکړئ، چي تاسو ته کول په کار دی. که تاسو د سبا په انتظار ياست هيڅکله سبا نه راځي هرڅه له همدا اوس څخه را پېل کړئ.
له بدو عملونو او کړنو لکه د سګرېټ څکول، د کار نه کول د نورو او ځان وخت بې ځايه ضایع کول او بد خرڅي څخه ډډه وکړئ.
او له ځان سره و ليکي چي نن به هغه ښه کارونه کوم، چي زه یې هره ورځ د کولو په فکر کي وم. لکه: د درسونو ويل، د پيسو سپما، سپورت کول، مطالعه کول او داسي نور….

دغه بايد و منئ چي هره هغه څه چي موږ يې غواړو حتمي نه ده، چي هغسي دي وسي. په پښتو کي يو متل دی: چي يوه دروازه و تړل سي يو سل او شل نوري خلاصيږي.
که مو د يو کار کولو کوشش وکړی په هغه کي نه سواست بريالي بل کار ته مخه کړئ او د ژوند د دې روان بهير سره په حرکت کی وه اوسئ.
له بي بي سي اوردو څخه
لکوال: رچارډ
ژباړه: عبدالعلي افغان