خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

په افغانستان کي د سولي روان بهیر او چلینجونه!

لیکوال:واحد فقیري.

تېر کال جمهورریس ټرمپ د طالبانو سره د سولي د مذاکراتو زرغون څراغ ولګاوه، خو هیچا دا باور نه لاره چي د هغه حوصله به دونه دوام وکړي. زیاترو مبصرینو ویل چي ممکنه ده ټرمپ ناببره د امریکايي مرکه چیانو کارونه ور سبوتاژ کړي، او ښايي په خپل سر د امریکايي عسکرو د راایستلو فیصله وکړي، او افغان حکومت طالبانو ته یوازي او آسیب پذیره خوشي کړي.

احمد رشید د مارچ پر ۲۷ د (نیویارک ریویو اوف بوکس) کي لیکي ټرمپ په اول کال کي د امریکا د خارجه وزارت بېخ او بنیاد وکښ، ځکه ټرمپ په دپلوماسۍ باور نه لري. مګر کله چي ټرمپ خلیلزاد وټاکی، موږ ټول یې منګ کړو. ځکه خلیلزاد یو باتجربه دپلومات دی، او جمهوريپال او دیموکراتان باور پرې لري.

خلیلزاد ته په کافي اندازه منابع په اختیار کي ورکړل سوې، او حتی د دفاع وزارت هم همکاري ور سره شروع کړه. حال دا چي پنتګان تر تېر کال پوري پر تهاجمي او نظامي حل باندي باور لاره. بله ښه خبره دا ده چي ټرمپ د افغانستان په برخه کي خپل ټویټري ګرګي توب حداقل ته راکښته کړ، او د خلیلزاد په کارونو کي يې تر اوسه مداخله نده کړې. د ټرمپ دا چلن له خلیلزاد سره مرسته کوي. د دپلوماتانو په حواله، ټرمپ د افغانستان سره ډېره کمه علاقه لري.

د افغانستان د چارو نظارت مایک پامپیو ته خوشي سوی دی. ویل کېږي چي ښايي پامپیو د سولي پروسه سبوتاژ کړي. پامپیو د بین المللي موسساتو سره – لکه ملګري ملتونه، اروپايي اتحاد، او جهاني بانک – چندان جوړ نه دی. خو داسي ښکاري چي پامپیو هم له افغانستانه ځان ګوښه کړی دی.

د واشنګټن همدې نه مداخلې، د خلیلزاد لپاره د مانورې ساحه پراخه کړېده، او هغه ته یې اجازه ورکړه چي طالبانو سره په قطر کي شپاړلس ورځي دوامداره مذاکرات وکړي. لدې ستومانه کونکو خبرو څخه راوروسته دواړو خواوو د پرمختګ اعلام کړو – امریکا به خپل قواوي د یو ټاکلي تقسیم اوقات سره سم باسي، او طالبان به بیا ترورسټانو ته ځای نه ورکوي.‌ ملا عبدالغني بردار او خلیلزاد دواړو د جنګ پر ختمولو ټینګار وکړ.

اوس د بین الافغاني ډایالوګ پړاو شروع سو. دا به تر ټولو ستونزمنه مرحله وي. جمهورریس اشرف غني سخت په قهر دی، ځکه طالبان خبري نه ورسره کوي. غني باور لري چي امریکایانو او طالبانو پشلا دسیسه ورته جوړه کړې ده، څو دی له پروسې څخه لیري وساتي. د غني وسواس او اضطراب دونه شدید سو چي حمد الله محب په واشنګټن کي خلیلزاد په دسیسه کولو باندي تورن کړ. هغه وویل،«موږ وروستي خلګ یو چي له جریانه خبرېږو.»

د محب د غیري دپلوماتیکي اتهامونو اصلي هدف خلیلزاد وو. هغه وویل چي خلیلزاد غواړي د افغانستان «وایسرای» سي. لدې الزامونو څخه سمدستي راوروسته، د امریکا خارجه وزارت محب احضار کړ، او غوږونه يې سخت ور تاوو کړ، او لدې پس د امریکا سره د هر راز معاملې څخه منع کړای سو.

واقعیت دا دی چي اشرف غني په دننه کي سخت کمزوری دی، او بېس یې ورځ په ورځ شوړېږي. احزاب، سیاستوال، د مدني ټولني مشران، او جنګسالاران ورته په قهر دي. حتی د هغه پخواني ملګري دا مني چي د سیاسي مصالحې راوروسته باید غني ایسته سي. غني پدې ټولو واقف دی، او همدا وجه ده چي امریکایانو ته خښمېږي.

طالبان هم د غني پر زخمونو باندي مالګي دوړوي، ځکه هغوی په مسکو کي د افغان سیاستوالو سره وکتل. بل بین الافغاني مجلس به په اپریل کي په دوحه وي، هله به هم د کابل استازي بهر محروم ناست وي. له غني سره د طالبانو د نه ملاقات اصرار یو مهم خنډ دی. دا چي دا به څرنګه فیصله سي،‌ اوس لا نه ده معلومه.

خلیلزاد زرنګ دی، ځکه هغه وايي چي بین الافغاني مذاکرات د افغانانو کار دی، او هغوی يې باید خپله سره فیصله کړي. په داسي حال کي چي اشرف غني د امریکایانو کومک ته انتظار باسي، خو هغه حتی د خپل ځان سره هم مرسته نه ده کړې. غني نه د بین الافغاني ډایالوګ لپاره چوکاټ جوړ کړی دی، او نه يې هم حتی تر اوسه پوري یو معتبر ټیم جوړ کړی دی، البته د خلیلزاد له تشویق سره سره.

بلخوا، طالبانو خپلو حملو ته کش ورکړی دی. هغوی په بادغیس کي زیات عسکر نیولي دي، او سل تنه عسکر ترې ترکمنستان ته فرار کړی وو. طالبان قریب پنځوس فیصده خاوره کنټرولوي.

تېر ځل په جینوا کي په ۱۹۸۸ کي، د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندي یوه موافقه لاسلیک سوه چي له افغانستانه د شوروي پوځیانو د وتلو سبب سوه. د جینوا خبرو څلور کاله په بر کي ونیول. د هغه وخت راهیسي، دا لومړی ځل دی چي په افغانانو کي د سولي د راتګ امیدونه راسپړېدلي دي، او د یوې سیاسي مصالحې تمه لري. که چیري جمهورریس ټرمپ خپلي غیر عادي حوصلې ته دوام ورکړي، خلیلزاد ښايي یوه سیاسي مصالحه تر لاسه کړي.