مړي او ژوندي
دا اختر يې هم پوښتني ته ورغلی وم. د تېر اختر په څېر بيا چپ وه زه يې هم و څنګ ته خاموشه ناست وم، زما هلته بس دبدن خالي خاکه پاته وه، روح خو مي سلهاوو خاطرو پر اوږو اخیستې د وخت پر مختلفو پړاوونو يې ګرځوله. څونه ژر تېر سوه دا وختونه، هيڅ يې په ځان پوه نه کړم، غلي ولاړه ؟ او که په شور … پروا نه لري چي ولاړل اما د ځان سره يې زما ډير څه ولي يوړه؟ دا زما ملکيتونه يې چور کړه که شيبو خپل جايداد بیرته وچلول. ارواوږی وخت دی څه چي يې راکړي وه لګيا دی دانه دانه هر څه بیرته راڅخه ټولوي. « ما ما اوبه راوړم درته، پر قبر يې اچوې؟» يوه تېره آوازنیمی روح د بهر نه په ثانيه کي بيرته په بدن را ننه ایستل. شا ته مي وکتل په نويو کاليو کي يو خيرن هلک ولاړ دی. – کور مو هغه دی… هغه ژړه دروازه. څو ګډوې اوبه غواړې ما ما ؟ لاس يې لوړ د غره و خوا ته نيولی وو. – اوبه؟ ـ وه، ژر يې راوړم… زما د جواب اورېدو تر مخه رهي سو. تر ژړو پايڅو يې توري خیرني پښې په سرو چپلکو کي ښه عيانه مالوميدلې. کور؟ يو کال تر مخه خو دلته هيڅ کورونه نه وه. زما ماما ويله دا مځکه د حاجي فيروز وه او د ده د وصيت سره سم يې دا مځکه هديره سوه، اول قبر هم د ده پکښي کيندل سوی وو. په دې سپېره ځای کي کور څه کوي؟ په دې هديره کي خلګ څه کوي؟ ښايي ژونديو ځای نه وي ورکړی اوس دوی و مړو ته پناه راوړې وي. زما يوه برخه اوس هم د خيال په نړۍ کي لکه چي پاته وه ، د دې کوچني په ږغ کي ښايي هغسي قوت نه وو چي ما د فکر له دلدل څخه کاملاً را وکاږي. د انا جاني ارامګاه هم د غره د لمن په سر کي وه. مخ مي بيرته را واړاوه د انا وقبر ته . و خاورو او ډبرو ته مي کتل … ګړی ورسته مي سترګي د څنګ قبر ته ور وڅکولې او ساعتکی بعده مي ديد ټوله هديره وپوښل. خاوري دوړيدې، د قبرو پر سر ولاړي سوري سوري جنډې رپيدې نور نو بس سکوت وو قراري وه. لاسونه مي پورته کړه ټولي هغه سورې مي وويلې چي همدي دينداري ښځي زما په کوچنيوالي را زده کړې وې. – ماما دا دي اوبه… تې پر پاشې کې زه پر وپاشم ؟ هلک سر ته راته ولاړ وو ورته و مي کتل ، ۱۰ کلن به وو . دوې شني ګډوې يې زما و څنګ ته کښېږدولې. مخ مي بيرته را واړوی سترګي مي پټي کړې، لاسونه مي لپه کړه د خدای په حضور کي مي خپل د مور و مور ته ټولي داسي دعاوي وکړې چي زړه ورو په غوږ کي راته ويلې. سترګي مي روڼي کړې څو اوښکي د قبر پر ډبرو توی سوې او تودو ډبرو هم داسي وسوځولې چي نابودي يې کړلې. يوه ګډوه مي راپورته کړه ، چښکه مي دې بل لاس ته ونيول ، اوبه مي پر راتوی کړې او بل لاس مي خلاص نيولی ښوروی د خاورو پر دې کوډلي تر څو سر تر پایه اوپاشي سو.د تږو کاڼو چاودلو ښونډو ته شايد دا په دې کال کي د اوبو اولي څاڅکي وې،اوبه سولې، ولمبېدلې او سره وغوړيدلې. « اې ماما! ماما اوبه غواړې؟ ژر يې راوړم … کور مو دغه دی … » يو بل هلک، چي د اختر پر نوي خړ کميس يې توره سدرۍ اغوستې وه،سره بلوڅۍ پر سراو توري چوټي په پښو، لاس بیا د غره و سر ته نيولی وو. د دوولسو کلونو په شا و خوا کي به وو. ما په جيب لاس دننه کړاو د سلو افغانيو يو کلک نوټ مي و ګډوې والا ته ورکړ. مخ پر کښته د سړک و خوا ته مي قدم وهل شروع کړه چي د سدرۍ والا ږغ مي تر غوږ سو: ـ اې، پنځوسی زما دی… – ولي ستا دی؟ اوبه زما وې… ـ په خدای که ګام راڅه واخلې چي پنځوسی را نه کې… – دا سلی دی… ـ زما څه ماتي سته … نیمی کوو يې… – ځغله ولاکې څکه وکې… مخ مي ژر ور واړاوه خو ګډوې والا ماشوم چپه وو او دا بل يې پر سينه ناست … ور پورته سوم … صدی پر مابينځ دوې ټوټې نیمی سوی پر قبر پروت او و پښو ته دقبر يې د وينو قطرې پرتې وې…
محمد سميع صديقي