په څېړنه کي د(سیمه ییز مېتود) لیکوال
محمدابراهیم (سپېڅلی)
د یوې ښایستې ماڼۍ لیدل، په هغه کي ناسته ولاړه، قدم وهل، هستوګنه اوبالاخره له ټولو اسانتیاوو څخه يې خوند اخیستل دانسان پر ارواح ښه اغیز کوي او زړه يې غواړي، چي د ډېر وخت لپاره پکښي پاته سي، خو که چیري د دې ښایسته ماڼۍ هغه عکسونه وکتل سي، چي د لومړي ځل لپاره پر دغه ځای هیڅ ودانۍ نه وه یاهم زړه ودانۍ موجوده وه او بیا يې د ټاکل سوي نقشې له مخي ونړول سوه اود ماڼۍ د احاطوي دېوال لپاره مځکه وکېندل سوه او ترځانګړو لارښوونو لاندي له سیخانو ډک جالونه او د کلکوالي په موخه د دېوالونو په بنسټ کي لويي ډبري په سیمنټو کي ونیولې، نو د چا زړه ته نه لویږي، چي دا ښکلې ودانۍ دي هغه خړه شاړه مځکه وي ، ځکه دغه جوړه سوې ماڼۍ په خپله نه ده رغول سوې، بلکي ددې په جوړلو کي په لسهاوو بیلا بیلو کارګرانو پر له پسې څو کلونه خولې توی او د ماڼۍ دڅښتن د لاس په تڼاکو ګټلي پیسې يې مصرف کړې او بیا دغه ښایسته ماڼۍ تردې حالته رارسیدلې ده، چی اوس يې په لیدولو سترګي نه مړيږي.
همدغسي د یوې موضوع په اړه له خپل ځانه خبري یا له ملګرو اوریدلي کیسې د کاغذ پرمخ لیکل اسانه کار دی، مګر د یوې موضوع تل ته ورتګ همدومره ستړیا، کار او خولې تویول غواړي، ځکه په ادبیاتو کي څېړنه یو ډېر ګران، له کړاوه ډک اود هر مبتدي لیکوال کار نه دی.
محمد ولي زلمی نه یوازي په کندهاربلکي د ټول هیواد په سطحه هغه پيژندل سوی لیکوال دی، چي په لیکوالۍ کي يې د (څیړني) سخت کار ته اوږه ورکړې او زیات تیاره کونجونه يې روښانه کړي دي.
وتلی لیکوال، ژباړن، تاریخپوه او ورځپاڼه لیکوونکی محمد ولي ځلمی
د کندهار پوهنتون د پښتو ادبیاتو استاد پوهنیار مطیع الله روهیال هم د خدای بخښلي محمد ولي ځلمي د علمي، ادبي او ژورنالیسټیکي کارونو د ستایني په لړ کي همدغه خبره کوي او وايي، محمد ولي ځلمي پر سیاسي، کلتوري، تاریخي، ادبي، جغرافیايي، فولکلور او نورو اړخونو کتابونه لیکلي دي، خو په ځانګړي ډول يې د تاریخي جغرافيې لیکني ډېر ارزښت لري او په دې اړه يې ډېرکار کړی دی.
ښاغلی روهیال وايي د مرحوم ځلمي یادي څیړنیزي هڅي د نورو لیکوالانو لپاره ښه ماخذونه او د باوروړ اسناد دي.
« زلمي صاحب له تاندي ځوانۍ څخه په ليکلو پيل کړی ؤ او د ليکلو اړخ يې د پښتني تاريخ، د پښتني سيمي او د پښتنو د دود او دستور په باب ليکني کړي دي، دده ليکني په افغاني تاريخ کي بيا په مشخص ډول د تاريخي جغرافيې په اړخ کي خورا ډېر ارزښت لري، ځکه ده د افغانستان د بېلابېلو ولاياتو تاريخي جغرافيه لېکلې دي، بل زلمي صاحب مرحوم په خپل ژوند کي د دغه تاريخي جغرافيې ترڅنګ د ژورناليزم په ډګر کي خورا ډېر بااهميته کارونه کړي دي، د طلوع افغان او اصلاح جريدې او هلمند جرېدې مسؤل مدير پاته سوی دئ او په کندهار کي يې د کندهار مجلې تاسيس کړی دئ.»
په کندهار پوهنتون کي د پاچا خان څېړنیز مرکز مسؤل څېړندوی انجنیرشیرشاه رشاد هم وايي، د محمد ولي ځلمي د (کندهار) په نامه د لیکل سوي کتاب ترڅنګ د غزني، کابل، لوګر، پکتیا، ننګرهاراوکابل د جغرافیوي اثارو له لیکلو اوچاپ څخه داسي ښکاري، چي لیوالتیا يې په دې برخه کي زیاته وه.
د استاد رشاد په قول، په یادو اثارو کي يې یوازي د سیمو جغرافیه نه ده بیان کړې، بلکي د هغو سیمو پر کلتور او تاریخ يې هم ژوري څيړني کړي دي.
نوموړی د محمد ولي ځلمي د څیړنو بریالیتوب ساحوي مېتود او اسانه ژبه ګڼي.
ښاغلی شیرشاه رشاد زیاتوي، خدای بخښلي محمد ځلمي تل هڅه کوله، چي له دربارونو لیري د خلکو لپاره لیکني وکړي او همداسبب ؤ، چي په رسمي غونډو کي لږ لیدل کیدی
« په دې خاطر چي دی په ساحه کي وو نو ده ډېر کوښښ کاوه چي هغه هرڅه مواد چي وو، هغه له ساحې څخه د عملي کار او خپلو څیړنو لپاره راټول کړي، د کندهار کتاب، د کندهار د مشاهيرو کتاب، د غزني تاريخ او جغرافيه او د کابل او کندهار د زړو مساجدو په اړه معلومات راټولول، دا تقريباً د ساحوي کار نتيجه وه. »
د کندهار پوهنتون مخکنی رییس او د پښتو ادبیاتو استاد حیات الله رفیقي هم د پيژندل سوي قلموال محمد ولي ځلمي په اړه وايي، دغه علمي انسان پر خلکو باور درلود اوپرهمدې بنسټ يې غوښتل، چي د دربارونو پرځای د خلکو په زړونو کي ژوند وکړي.
استاد رفیقي وايي، ښه يې په یاد دي، چي یوه ورځ مرحوم ځلمي ته د یوې دولتي ناستي او بلني یادونه وکړه، چي استاد محمد ولي ځلمي په تونده لهجه وویل « ما پر دربارونو مه ګرځوه !!»
« یوڅو کله ترمخه همدلته (کندهار د تاریخ په اوږدو کي) مهم سیمینار ته زلمی صاحب هم د نورو مخورو لیکوالانو سره راغلی ؤ.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور مخکنی رييس ارواښاد مجيد دي خدای وبخښي هغه هم راسره، چي زلمي صاحب ته مي وویل، راځه چي ولاړ سو والي صاحب سره خبري وکو، ده داسي په غوسه وويل چي ما پر دربارونو باندي مه ګرځوئ.
ده داسي منزوي طبعه درلودل، درسته ورځ ډېر زيارکښه وو او خپله ليکوالي او نويسنده ګي يې کول.
دی ډېر نيک او ښه سړی وو خدای دې يې وبخښي.»
مرحوم محمد ولي ځلمی د عمر د زیاتوالی له امله له تیرو کلنو راهیسي د ناروغۍ پر بستر پروت و، خو بیايې هم په دې اوږده ناروغۍ کي قلم له ګوتو ونه لوید.
ویل کیږي،چي په سخته ناروغۍ کي به يې هم یاداښتونه لیکل او ځیني ناچاپ اثار او یاداښتونه يې د کورنۍ غړو ته پاته دي.
مرحوم محمد ولي ځلمي په ۸۶ کلني عمر کي زیات وخت له مطبوعاتو سره هم تیرکړی او په دې برخه کي يې د کندهار مجلې او هلمندي جریدې د تاسیس ترڅنګ د ډیرو کلنو لپاره د کابل مجلې، دطلوع افغان او اصلاح مهمو ورځپاڼو مسؤل مدیرهم پاته سوی، چي ددوی د وخت خپاره سوي مضامین تر اوسنیو انټرنیټي دورې ډېر قوي بلل کیږي.
زموږ دغه څیړنیز لیکوال، تاریخپوه، ژباړن او ژورنالیسټ استاد محمد ولي ځلمي تر شلو زیات مغتنم اثار لیکلي، چي ( کندهار، د کندهار مشاهیر، د کابل نومیالۍ ورځپاڼې او جریدې، د افغانستان او روسیې روابط، ملي مبارزې، دکابل او کندهار تاریخي مسجدونه، مجاهد افغان اونور…) يې مشهور چاپ سوي اثار دي.
د هیواد دغه ستره هستي تیرکال په خپل پلرني ټاټوبي کندهار کي د ورپيښي ناروغۍ له امله وفات اود کندهار پوهنتون څیرمه د (مشاهیرو) په هدیره کي خاورو ته وسپارل سو.
په دې وروستیو کي يې د کندهار د اطلاعات او کلتور ریاست لخوا مقبره هم په اساسي ډول ورغول سوه.