د محلي ادارو د پیاوړتیا لپاره څه په کار دي?
د محلي ادارو دپیاوړتیا لپاره څه په کار دي؟
لیکونکی: سرور ماموند
دې ورځو کې نړیوالې رسنۍ د افغانستان د راتلونکې لپاره د بیلا بیلو دولتونو د سیاست والو او پوهانو نظریات د ښې حکومتدارۍ تر عنوان د لاندې خپروي او دا نظر پیاوړی شوی دی چې په افغانستان کې د ادارې مرکزیت کمزوری او محلي ادارې پیاوړې شي . دغه کار د افغانستان په تاریخ کې ډیر وخت شوی دی او مونږ د نایب الحکومګیو،د زونونو دریسانوتجربې لرو چې د هغو په ترڅ کې دربار او یا هم مرکزي حاکمیت ته ډیر نږدې کسانو څو څو ولایتونه او یاهم حکمرانۍ اداره کولې او یا داچې د زونونو ریسانو پوره اجراییوی صلاحیتونه اعمالول. هغه وخت چې نایب الحکومه پوره اجراییوی صلاحیت درلود نو په هیواد کې دغه اوسنې حالت نه ؤ، ولایتونو کې پوره امن ؤ او یو پولیس د لرګی سره ولسوالۍ اداره کوله، هیواد کې دومره وسلې نه وې خپرې او دومره وسله والې ډلې چې د هر ډول تخریبي فعالیت صلاحیت لري، نه وې. ترهګریزې شبکې نه وې او د بهرنیانو دومره اوږد لاس زمونږ د هیواد په چارو کې نه ؤ.د یو مرکز څخه چې هغه هم دربار ؤ امرونه صادریدل او د قدرت دومره پراخ مرکزونه لکه چې دا اوس دي په هیواد کې نه وو.
اوسنی حا لات چې امکان لري څو لسیزې دوام وکړي جنګي او نیمه جنګي حالات دي چې اوس وخت کې د چټکو اجرااتو او د احتساب لپاره مرکزیت ته خورا زیاته اړتیا ده او که په داسې حلاتو کې مرکز کمزوری کیږي نو نه خو امنیتي موخې تر لاسه کیدلای شي او نه هم دپوره احتساب لپاره کار کیدلای شي.په داسې حالاتو کې چې مرکزي واک د ډیرو ننګونو سره د مدیریت او ښې حکومتدارۍ په برخه کې مخامخ دی او ترهګران په کمین کې دي د واک ویشل او لیږد ددې مانا لري چې مونږ د انارشۍ او ګډوډۍ اور ته پخپله لمن وهو او داددې مانا نه لري چې کورني او بهرني دښمنان به ددغه ویش څخه ګټه نه پورته کوي. داددې مانا نه لري چې د مرکز د مدیریت او ښې حکومتدارۍ تشه به ددې لارې حل شي. بلکې ددې سره به د مرکز کنټرول ددې حده پورې کمزوری شی چې هیوادوال به د یو ولایت څخه بل ولایت اجازې اخیستلو ته اړ وي او مرکز به دغه نیمګړي عایدات چې اوس یې لری هم له لاسه ورکړي. د مرکز کمزورتیا د جنګ او بې ثباتۍ په حالاتو کې د انارشۍ او ګډودۍ خواته تګ دی چې په بله اصطلاح د هیواد د ځمکني تمامیت د ګواښ سره مخ کول دي چې دغه غوښتنه د هیواد د دښمنانو غوښتنه ده .
کیدلای شی چې واک او پوره اجراییوي صلاحیتونه د تاریخ په یو ټاکلي پړاو کې محلاتو ته د شرایطو د برابرتیا په صورت کې تر سره شي چې ددې لپاره تر ټولو لومړی د هیواد لپاره د پوره امنیت تأمیینول دي، دوګړو د پوهې د کچې لوړتیا او د وسله وال ځواک د بیلا بیلو مرکزونو پاي ته رسول دي. دا هغه وخت دی چې قومې،ژبني اونور توپیرونه پای مومي او د هیواد وګړی سره په وسله والو ډلو کې نه وي ویشل شوي او نه هم د تفریق او توپیر لپاره شرایط شتون ولری.کله چې ټول وګړی د کار اوا سا ن مصروفیت امکانات ولري نو په دې صورت کې وسله والې ډلې نه شي کولای ځانته جنګي پرسونل ولري او دښمن هم په لیرو پرتو سیمو کې د نفوذ امکانات نه شی در لودلای .
په اوسنیو شرایطو کې چې هیواد دډیر ستر ګواښ سره مخ دی په کار ده چې ټول د تفاهم پر لاره ولاړشو او د مرکزي ادارې کمزورتیاوې د رغنده ستراتیژیو او پروګرامونو دلارې چې په کې واک ته درسیدو لپاره د مرکزي حاکمیت کمزوری کول موخه نه وي، له منځه یوسو.د محلي ادارو د چار واکو پر اجرااتو د عامه ارزونو د لارې قضاوت وکړو. کله چې مرکز د محل د چار واکو په اړه د شوو اجرااتو په رڼا کې د خلکو نظریات اوري نو ددې سره مونږ ډیر ژر واقعیت ته رسیږو او په دې توګه په کارونو کې شفافیت را منځته کیږي.
هغه څه چې د محلي چارواکو پر اجرااتو باندې سیوري راولي هغه په قراردادونو،ټاکنو، تدارکاتو او د عایداتو د مرکزونو په برخه کې د شفافیت نشتوالی دی. د بده مرغه ددغو برخو ډیر اوږد اداري او بیرکراتیک پروسیجرونه فساد ته لاره هواروی او هغه پټې کړۍ چې په دې برخه کز فعالې دي د ناوړه مدیریت او ادارې د تشې څخه په استفادې سره د محلي چار واکو د بد نامۍ لامل ګرځي.
هغه محلی چارواکی چې په کارونو کې وړتیا ښکاره کوي باید چې د هغوي د کارونو ستاینه وشي او ددې لپاره چې په محلاتو کې د فساد لارې وتړلې شي نو په کار ده چې په قوانینو کې تغیرات راشي او په هغو برخو کې چې د رشوت او غبن لپاره امکانات شته د شفافیت د اصولوسره سم اجراات وشي. د مسلکي ادارې لپاره په محلاتو کې د اداري اصلا حاتو دغه زوړ طرزالعمل باندې د سره غور وشي.دځینو خاصو مسلکونو لپاره د ازموینو داسې بهیر وټاکل شی چې هغه کې پوره شفافیت موجود وی او په تیره بیا د ولسوالیو چارواکې او د سکټوري وزارتونو کارمندان باید پوره کاري صلاحیتونه ولري او پرې نه ږدي چې غیر مسلکی کسان دولتي پوسټونه تش په نامه د ځان کړي او هيڅ ډول لاسته راوړنې ونه لري.
په محل کې تر ټولو غوره اداره کوونکي کسان هغوي دي چې پرمختیايی چارې په چټکۍ سره ترسره کوي، کاري جرأت لري او د خلکو ستونزې پر وخت حل کوي، فساد کې اخته کسان ژر تشخیص او مجازات کوي او په قراردادونو او تدارکاتو کې وګړنیزه څارنه تامینوي.
ښه او کاري ټیم جوړول د والي او ولسوال لومړنۍ دنده ده خو دا په دې مانا نه ده چۍ د ډرایور څخه واخله تر د حاضرۍ د کارمنده پورې د خپلې خوښې کسان پر چارو وګوماري اوپه دې توګه د اولس باور له لاسه ورکړي. دلته کاري ټیم باید د کار پوه کسانو څخه جوړ شي او په هیڅ صورت محلي چارواکې باید د شخصي ګټو د تصادم لپاره زمینه برابره نه کړي. دبده مرغه تر اوسه پورې د لیاقت او مسلک پر بنسټ په محلي ادارو کې کسان نه ټاکل کیږي بلکه یا خو مصلحتونه دی اویا هم شخصي اړیکي دي چې دټاکنو لپاره اساسي ګڼل کیږي، اوهغوي چې په یو مسلک کې وارد دي د خپل مسلک څخه لیرې پاتې کیږي او په دې توګه د وګړو باور له لاسه ځي.
ډیره به ښه وي چې د محلي چار واکو د اجرااتو لپاره د محلي منتخبو کسانو په ګډون د محلي ارګانونو د ادارې د مرکز د څارنې او پلټنې ټیمونه په هرو دریو میاشتو کې خپل راپورونه بشپړ کړي او دغه راپورونه ددولت په کچه وارزول شی او د هغو له مخې د کارونو د سمون لپاره پریکړې وشی او یا هم وړاندیزونه چمتو شي. دکارونو د ارزوونې لپاره باید داسې معیارونه وټاکل شی چې دادارې او منجمنت د نوو اصولو سره تړاو ولري.
محلي چارواکي باید په محل کې د امنیت په موخه د ولایت او ولسوالۍ پر ټولو حا لاتو وارد وي او دا ورته جوته وي چې د چا له خوا محل تر ګواښ د لاندې دی او څوک د هیواد ددښمنانو سره په تړاو کې دي.دغه معلومات باید دامنیتي چار واکو سره شریک کړي او هڅه و لري چې با نفوذه مشران د ځان سره ولري.د راپورونو په برخه کې د محل ستونزې په پام کې ولري او هغوي چې یو دبل سره اختلافات لري ددغو راپورونو مرجع ونه اوسي.کیدلای شی چې د امنیتي مسلو په اړه د محل د اوسیدونکو په ګډون پرانیستې غونډې جوړې شي چې هغو کې د ولس نظر هم واخیستل شي.
په محل کې د پرمختیایی چارو لپاره باید محلي زیرمې محلي چارواکوته معلومې وي او د هغو د په کار اچولو لپاره باید د مرکز سره عملي پلانونه موجود وي ځکه پرته د هغو پرمختیايی پروګرامونو څخه چې پایښت ولري د اولس باور نه شي تر لاسه کیدلاي . محلي چار واکي باید د بهرنیو مرستو د ښه انسجام لپاره داسې اقدامات ولري چې د هغو په رڼا کې دپروژو تداوم او پایښت باوري شي. د کرهڼې په برخه کې چې د محل اکثریت په دغه برخه کې مصروف دی باید داسې اجراات وشی چې له یوې خوا حاصلات زیات او محل د خود کفایي خواته ولاړشی او له بلې خوا د اضافی حاصلاتو د صادرولو امکان موجود وي.
هیواد کې دپرله پسې وچکالۍ له امله حاصلات خورا کم شوي دي نو په کار ده چې د اوبه خور دسیسټمونو د اغیزمنتیا لپاره پروګرامونه طرح او همدارنګه د باراني اوسیلابي اوبو دزیرمه کولو په چارو غور وشي. داسې امکانات شته چې د سیلابي او باراني اوبو د زیرمه کولو سره د کرهڼیزو حاصلاتو کچه ډیره لوړه شي او ډیرې ولسوالۍ او ولایتونه د خود کفایی پر لور ولاړشي.
د محل د اوسیدونکو لپاره د چټک عدالت او قضاوت ترلاسه کول هغه اړتیا ده چې پرته ددې څخه پر دولتي حاکمیت باندې باوری کیدل ستونزمن دی. دا کار هغه وخت کیږي چې د عدلی او قضايی ادارو د خپلو حدودو د آزادیو په پام کې نیولو سره د محل چار واکي خلکوته د قضیو او دوسیو په حل کې مرستندویه رول ولوبوي او په دې برخه کې د مدافع وکیلانو د شبکو د لارې عدالت ته رسیدنه اسان کړي.
بله مهمه مسله چې د محلي چارواکو په وړاندې ده هغه د روغتیایی او زده کړې د سیسټم اغیزمنتیا ده چې په دې صورت کې محلي چار واکې باید پر دغو پروژو او پروګرامونو باندې داسې کنټرول ولري چې د خلکو لپاره یي اغیزمنتیا زیاته شي. دبده مرغه ددغو برخو د پروګرامونو او موجودو مرکزونو کار نیمګړی دی اوډیرې برخې یی سمون ته اړې دي.
رسنۍ چې دخلکو د اذهانو په روښانتیا کې زیات نقش لري باید په محل کې پر شخصي محور ونه څرخي بلکې د خلکو د غوښتنو څرګندویه وي او خلکو ته په پوره شفافیت واقعیتونه ورسوي.
د عالمانو او روحاني شخصیتونو، مدنی او فرهنګی ټولنې سره کار کول د محلي چار واکو په پوهې او لیاقت پورې تړاومومی. دهغوي سره د اغیزمن کار پرته محلي چار واکی نه شی کولای چې لازم بریالیتوبونه ولري او یا هم د مرکز پالیسی ګانې په سمه توګه عملی کړي.
د سیاسی ګوندونو په اړه باید محلی چار واکي خپله بې طرفی وساتي او د هغوي دسالمو فعالیتونو ملاتړ ولري . د محلي امکاناتو څخه باید ددې اویا هغه ګوند په ګټه استفارده ونه شی.
د بهرنیو ځواکونو او مرسته کوونکو ادارو سره داسې خپل فعالیتونه همغږي کړي چې په کې په محل کې شخصي ستونزې را نه شي بلکه پرمختیا او امنیت په متوازي توګه روان وي او د عملیاتو پر مهال ولسي وګړی زیانمن نه شي.