خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

ملت جوړونه

ګل آغا احمدي وردګ
ملت جوړونه یا Nation Building له هغې پروسې څخه عبارت ده چې د یوه هیواد د خاورې د تمامیت، خپلواکۍ، وګړو، دولت، د سیاسي نظام د څرنګوالي، ملي سرود، اساسي قانون، ملي کرنسۍ، ملي ورځو، ملي اتلانو، ملي لوبغالي یا سټیدیم، ټولینیزو آرونو، ملي ارزښتونو، هراړخیزو زیربناوو او د نوموړي هیواد د ټولو قومونو د ملي یووالي، اتباعو او ښاریانو د مساوي حقوقو د تامین څخه بحث کوي.
ملت جوړونې ته د دولت جوړول هم ویل کیږي او دولت د یوه هیواد د درې ګونو قواوو لکه اجراییه قوه ( حکومت) ، قضاییه قوه ( محاکم) او مقننه قوه ( پارلمان) څخه تشکیل کیږي چې د یوه هیواد ټولو ساکنو وګړو ته هغه اعتبارات او حقوقو تامین کوي چې د دوی د ژوندون د ښه والي له اساسي اړتیاوو څخه ګڼل کیږي.
د یوه ملت د تشکیل لپاره څو اساسي او بنسټیزو عناصرو ته اړتیا لیدل کیږي لکه د خاورې تمامیت، خلک، دولت، اساسي قانون، کورنۍ چارې، اقتصادي زیربناوې، ښوونیزې موسسې، محاکم، هراړخیزې آسانتیاوې او له بهرنۍ نړۍ سره د دیپلوماتیکو اړیکو پالل.
ملت جوړونه داسې یوه پروسه ده چې په ملي او نړیواله کچه د پیژندنې لپاره ټول دولتي امکانات په کار اچول کیږي او دغه پروسه د دولت په وسیله د اوږده واټن لپاره د یوه هیواد د ساکنو وګړو یووالی تامین کوي. د ملت جوړونې لپاره په کار دي څو داسې تبلیغاتي کمپاین په لاره واچول شي چې د خلکو لپاره د ټولنیزو بنسټونو تطبیق او اقتصادي پرمختګ په خپله لمنه کې ولري.
د ملت جوړونې پروسه په بنسټیزه توګه د هغو خلکو د کوښښونو څخه سرچینه اخلي د استعماري ځواکونو د نفوذ او تسلط څخه یې نوې آزادي په لاس راوړې وي لکه د افریقا په ټاپو وزمه کې چې ځینې ملتونو له استعماري ځواکونو څخه د استقلال اعلام وکړ او غوښتل یې چې له قومي سرحدونو څخه پرته د یوه مشترک ملت په توګه له یوه ګډ قانون، نظم او دولت څخه پیروي وکړي.
لکه مخکې چې یادونه وشوه د ملت جوړولو پروسه خپله دنده ګڼي چې د یوه ملت لپاره ځینې ځانګړي او مشخص ارزښتونه لکه ملي بیرغ، ملي سرود، ملي ورځې، ملي سټیډیم، ملي هوايي شرکت، ملي ژبې، ملي اتلان او ملي افسانې او داسې نور اړوند ارزښتونه چمتو کړي.
که د ملت جوړونې پروسې ته په ژوره او دقیقه توګه وکتل شي نو دغه پروسه غواړي چې د یوه هیواد د ټولو ساکنو وګړو لپاره یوه داسې دولت ماډل وړاندې کړي چې مختلف ګروپونه او ډلې پکې یو ځای شوي وي. د دې خبرې یادونه ضروري ده چې نوموړې له هغه مهال وروسته د نړۍ په ملتونو کې جریان پیدا کړ چې استعماري ځواکونو د (اختلاف واچوه او حکومت وکړه) تر عنوان لاندې په کمزورو ملتونو باندې خپل واک او تسلط ته ادامه ورکوله او د آزادۍ نهضتونو د خپلو آزادۍ غوښتونکو مبارزاتو په لړ کې د آزادۍ بیرغونه پورته کړل.
په نړۍ کې د ملت جوړونې نمونې
په نړۍ کې د ملت جوړونې تر ټولو مهمه هڅه په سینګاپور کې بریالۍ شوه ځکه چې د نوموړي قلمرو خلک لکه چینایان، تمیلیان، مالیزیایان، ایروشیایان او داسې نور وو چې د یوه واحد هیواد، ملت او دولت په حیث راڅرګند او د ملت جوړونې اساسات یې پر ځان باندې عملي کړل.
د ملت جوړونې په لاره کې بنسټیزه ستونزه دا ده چې زیاتره نوي دولتونه د ملت جوړونې د اساسي جوړښتونو پر ځای قبیلوي جوړښتونو ته ژمن وي او په دې لړ کې د مختلفو فکتورونو او ډلو له خوا ورته فعالیت کیږي. دغه کار کله کله د دې سبب کیږي چې د زیات وخت لپاره په دغه ډول ټولنو کې د ملت جوړونې ملي جوړښت دوام و نه کړي لکه په ۱۹۷۰ کې د نایجریا د بایفرا د قبیلې په وسیله د قومي آرونو په بنسټ د همدغه راز یوې تجزیې هڅې وشوې. همدارنګه هغه دوامداره غوښتنه یې بله ښه بیلګه ده چې ایتوپيا یا حبشې د اوګیدن په سیمه کې د ۱۹۷۰ په لسیزه کې رامنځته شوه او غوښتل یې چې د قومي آرونو پر بنسټ بشپړه آزادي ترلاسه او بیل دولت منځته راوړي.
د سوډان په جنوب کې هم د جان ګرنګ په نامه د آزادۍ یوه غورزنګ د اوږده مهال لپاره مبارزه وکړه چې په قومي او مذهبي اساساتو یې غوښتل له سودان څخه یو بیل دولت رامنځته کړي چې بالآخره یې د سودان له حکومت سره سوله او سیاسي جوړجاړی وکړ او جان ګرنګ څو وخت د مخه د الوتکې د رالویدو په یوه پیښه کې له منځه ولاړ. د همدې هیواد د دارپور په سیمه کې اوس هم د بیلتون پالنې یو غورزنګ فعالیت کوي او د نوموړې سیمې خلک په کورنۍ جګړې او طبیعي آفاتو سربیره له سختې لوږې سره هم مخ دي.
د آسیا په ټاپو وزمه کې له هندوستان څخه د پاکستان او له پاکستان څخه د بنګلدیش په نامه د دوو دولتونو د تجزیې پیښې هم د نمونې په توګه یادیږي چې په ۱۹۴۷ او ۱۹۷۳ میلادي کلونو کې رامنځته شوې. همدارنګه له پاکستان څخه د شمالي او جنوبي پښتونخوا او بلوڅانو د ازادۍ غورزنګ مسلسله مبارزه چې تر دې مهاله د یوې ناحل شوې موضوع په توګه پاتې ده بله غوره بیلګه ګڼل کیږي. په همدې توګه له هندوستان او پاکستان څخه د کشمیر د و ګړو او له ترکیې، ایران او عراق څخه د کردانو د آزادۍ غوښتنه هغه بیلګې دي چې د قومي بنسټونو په اساس د نوو دولتونو د جوړولو هڅې کوي.
له اندونیزیا څخه د ختیځ تیمور د سیمې آزادي هم ددې سلسله یوه کړۍ ګڼلی شو چې په قومي او مذهبي آساساتو له نوموړي هیواد څخه په نږدې ماضي کې جدا او د بیل ملت په توګه په نړیوالو محافلو کې مطرح شوه.
د پخواني شوروي اتحاد له استعمار څخه آزاد شوي جمهوریتونه هم د ملت جوړونې د لړۍ څخه ګڼل کیږي چې د پخواني شوروي اتحاد په ړنګیدو سره یې آزادي ترلاسه او د خپلواکو هیوادونو په توګه په نړۍ کې مطرح شول چې ځینې یې په آسیا او ځینې نور یې د اروپا په ټاپو وزمه کې موقعیت لري.
همدارنګه د پخوانۍ یوګوسلاویا څخه راوتلي جمهوریتونه لکه بوسینا هرزوګووینیا، کرویشیا، سربیا، چک، کوسووا او داسې نور هیوادونه هم د یادولو وړ دي چې له استعماري ځواکونو څخه یې آزادي ترلاسه او د نوو ملتونو په څیر د نړۍ په سیاسي، اقتصادي او ټولینزو محافلو کې مطرح شول.
ملت جوړونه او دولت جوړونه
د ملت جوړولو او دولت جوړولو د پروسې تر منځ په اساسي توګه ځینې پيچلې ټکي او ستونزې لیدل کیږي. دا دواړه بنسټونه د سیاسي علم په برخه کې په محدود ډول تعریف شوي دي ځکه چې د دولت د جوړولو په پروسه کې ملي هویت ته اعتبار ورکول کیږي او د دولت د جوړولو په هکله دوه ډوله مفکورې په نړۍ کې وجود لري ځینې خلک په دې آند دي چې دولت جوړونه د یوه هیواد په کورنیو چارو کې د مداخلې په صورت کې رامنځته کیږي او دویمه مفکوره دا ده چې زیاته علمي ښکاري او په پراخ ډول منل شوې ده زیاتوي چې د دولت جوړولو پروسه یوه طبیعي پروسه ده چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د موجودو اعتباراتو او بنسټونو په درلودلو سره عملي کیږي.
په دې ترمینالوجۍ کې نامعلومه او ستونزمنه خبره دا ده چې د ملت جوړولو پروسه باید د څو پیچلو ګامونو په پورته کولو سره رامنځته شي. په دې مانا چې د اړتیا پر مهال عسکري ځواک استعمال شي، دولت جوړ او بیا رامنځته شوی دولت د دیموکراسۍ د اعادې لپاره په اړوند هیواد کې هڅه وکړي نو په دې صورت کې ویلی شو چې د ملت جوړولو پروسه د دولت د جوړولو له پروسې سره نه شکیدونکی تړاو لري.
دغه فکر څرګندوي چې د یوه ښه او نمونه دولت جوړول زیاتې پانګونې، مناسب عسکري ځواک، منځمهالي حکومت، تبلیغاتو او ځواکمنې میډیا ته اړتیا لري څو د حکومت پالیسۍ په اغیزمنه توګه د خلکو تر غوږونو پورې و رسوي.
د ملت جوړونې په لاره کې د امریکا د متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو عملیات
د امریکا متحده ایالاتو د ۱۹۴۵ میلادي کال راهیسې د ملت جوړونې ۸ لوی عملیات تر سره کړي دي چې د دویمې نړوالې جګړې د ختمیدو څخه وروسته د جرمني او جاپان په هکله عملیات او د ۱۹۹۰ میلادي څخه را وروسته په سومالیا، هایتي، بوسینیا، کوسوا، افغانستان او عراق کې عملیات ګڼل کیږي.
د جرمني او جاپان د ملت جوړولو په پروسه کې څرګنده شوه چې دیموکراسي د لیږدولو او انتقال وړ پروسه ده او ټولنې کولای شي چې د ځانګړو مشخصاتو په رڼا کې د دیمواکراسۍ د اصولو منلو ته تشویق شي او په هغو هیوادونو کې خپلې اغیزې ثابتې کړي چې جګړې ورباندې تیرې شوې وي. خو په وروستیو ۴۰ کلونو کې داسې کمې نمونې لیدل شوې دي چې د امریکايي او غربي هیوادونو ماډل دیموکراسۍ په منلو سره دې د ملت جوړونې په پروسه کې حقیقي بریالیتوب منعکس شي.
له ۱۹۴۵ میلادي راهیسې د ملت جوړونې او د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د سولې د راوستلو په پروسه کې د ملګرو ملتونو ۵۵ لوی عملیات تر سره شوي دي چې ۴۱ دغه ډول عملیات یوازې له ۱۹۸۹ څخه را وروسته په نړۍ کې سر ته رسیدلي دي.
افغانستان او د ملت جوړونې پروسه
افغانستان سره له دې چې د تاریخ په حساسو شیبو کې د ژوند له سختو مرحلو، جګړه ایز حالت پیچلتیاوو او راز راز ګواښونو سره مخ شوی دی خو د یوه واحد ملت په توګه د دې هیواد هستوګنو وګړو ثابته کړې ده چې د ژوند د ګواښونو مقابله کولای شي او د تل لپاره به د یوه واحد ملت په توګه پاتې وي.
په افغانستان کې د ملت او دولت جوړونې پروسه کله کله ښه پرمختللې ده خو کله کله بیا له لویو ګواښونو او چلنجونو سره مخ شوې ده چې تیر ۳۱ کلونه د دې هیواد په تاریخ کې یوه زړه بوږنونکې مرحله ګڼلی شو. د ۱۳۵۷ د غوايي کودتا، په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د لښکرو یرغل، تنظیمي جګړې او طالب واکمني د دې هیواد د دولت او ملت جوړونې بنسټونو ته ډیر زیات تاوان رسولی دی چې شاید د دې لویې تشې جبران به سلګونه کلونه وخت ته اړتیا ولري څو بیرته اعاده او د ملت جوړونې په لاره کې زیان من شوي بنسټونه په سمه لاره برابر شي.
حسن شرق په خپل کتاب (کرباس پوشهای برهنه پای) کې لیکي چې په افغانستان کې د شوروي یرغل پر مهال د کمونیستي نظام واکدارانو هڅه کوله چې د خپل واک د اوږدوالي لپاره د افغانستان د وروڼو قومونو تر منځ په لوی لاس د بیلتون او بې اتفاقي تخمونه و شیندي او د هغه وخت د اسنادو ځینې نمونې یې هم په خپل کتاب کې راوړي دي چې په څه ډول یې د افغانستان د وروڼو قومونو تر منځ بیلتون او نفاق ته لاره هواروله.
افغانستان د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې په مرسته د ۱۳۸۰ د جدې له میاشتې څخه وروسته بیرته په ریښتنې مانا د دولتي واک خاوند شو او د زیاتو ناخوالو د موجودیت سربیره د ملت جوړونې په لوري بنسټیز ګامونه ایښودل شوي او نن ورځ زموږ هیواد یو داسې انتخابي حکومت، پارلمان او دولتی بنسټونه لري چې د ملت جوړونې په لاره کې ډیر ضروري دي خو د دې بنسټونو سمون، چلول او هغه په سمه لاره رهبري کول د افغانستان په ټولو خلکو پورې اړه لري څو په دې لاره کې خپله هراړخیزه همکاري و نه سپموي او له روانو ستونزو څخه د هیواد په ویستلو کې خپل رول و لوبوي.
ملت جوړونه یوه اوږده، له ستونزو او ګواښونو څخه ډکه پروسه ده چې د دولت او خلکو په ګډو مخلصانه هڅو، عملي ګامونو، مشترکې همکارۍ او بشپړې همغږۍ سره د بریالیتوب لوړو پوړیو ته رسیدای شي.
وړاندیزونه:
د بریښنا فکري موسسه په دې آند ده چې د ملت جوړونې پروسې ته په افغانستان کې له بل هر وخت څخه زیاته اړتیا لیدل کیږي او په دې هکله باید لاندې ګامونه پورته شي:
لومړی: ملکي ژوند ته د خلکو رابلل، د مدني ټولنې د ارزښتونو تشریح او د ملت جوړونې په لوري د پخو ګامونو ایښودلو لپاره باید په پراخه پيمانه تبلیغ او دغه پروسه ټولو ذیدخله اړخونو ته په ښه توګه تشریح شي.
دویم: د یوه قوي، متحد او یو موټي افغان ملت د پياوړي کولو په لاره کې باید چې د دیني علماوو، پوهانو، قومي مشرانو او حکومتي چارواکو د هڅو د همغږي کولو لپاره یو داسې پلان جوړ شي چې اغیزې یې مثبتې وي او د موثرو پروګرامو په لړ کې وخت پر وخت عملي شي.
دریم: ملت ته پکار دي چې په دې لاره کې له دولت سره لازمه مرسته وکړي او دولت ته په کار دي چې د ملت خدمت ته پراخ نظر ادامه ورکړي او د ملت جوړونې پروسه په سوله ایزه، علمي او قانوني فضا کې په ټول هیواد کې پلې کړي.
اخځلیکونه:
1. محمد حسن شرق، کرباس پوشهای برهنه پای
2. Dominca Viadal, A Guide to Nation Building
3. http://en.wikipedia.org/wiki/Nation-building