جنوبي اسیا او افغانستان
پوهنمل سرور ماموند
د بده مرغه د جنوبی اسیا هیوادونه لا تراوسه هم د اساسی مسلو حل ته د نظامی ستراتیژیو له هندارې ګوري . ددې سربیره چې دنړۍ ددې کړکیچنې سیمې په ځینو هیوادونو کې د ترقۍ او پرمختګ نښې لیدلې شي خو ددې سره د بې وزلۍ او دترهګرۍ د ناوړه پدیدو د پراختیا سره د موجودو امکاناتو څخه د خلکوپه ګټه ډیر لږ کار اخیستل کیږي.تر اوسه پورې دا تعقل لا نه دی حاکم شوی چې د هغو ناورینونو ژوره مطالعه وشي چې اصلي عاملان یې پخپله هغه کړۍ دي چې لا هم د امپراطوریو خوبونه ویني او دوخت واقعیتونو ته توجه نه لری.دغه ناورینونه نه یواځې دې سیمې ته متوجه دي بلکه کیدلای شي چې تر ډیره وخته ورسره ټوله نړۍ مصروفه وي.
د سارک سازمان چې دې وروستیو کلونو کې افغانستان یې هم غړیتوب تر لاسه کړی دی ، ددې مسوولیت لری چې ددغو ستونزو د بنسټیز حل لپاره ډله ییزفعالیتونه په لاره واچوي او په دې توګه سیمه د سترو ناورینونو څخه وژغوري.دلته د ترهګرۍ پراختیا، ولږه،بې ثباتي،فساد او توپیري سیاستونه هغه بلا ګانې دي چې پر ټولو اغیزه کوي.مدني ټولنه هم په دې سیمه کې د ډله ییزې اجنډا لپاره اغیزمنه نه ده څو د نړۍ دوه پر درې بې وزلو وګړو لپاره چې دلته اوسیږي د هغې له مخې کار وشي.
د بده مرغه هغه اجنډاګانې چې دې سیمه کې نظامی کړۍ یې د پلي کولو خوبونه ویني د سارک د اصولو او اجنډا سره پوره تناقض لري او نن ددې وخت رارسیدلای دی چې دولتونه او مدني ټولنې سره لاس ورکړی او د ترقۍ او ټولنیز پرمختګ لپاره د موجودو زیرمو څخه ګټه پورته شي.یو له هغو مدنی بنسټونو څخه چې په دې سیمه کې ښه نقش لوبولای شي هغه د د جنوبی اسیا د وګړو فورم دی چې د هغه دلارې د مدنی ټولنې په چوکاټ کې د تماسونو او دمفکورو د تبادلې لپاره لاره هواریږي.مونږ په جنوبي اسیا کې اوسیږو او روستنیو پیښو وښودله چې د یو هیواد ستونزه پر بل هیواد دلته څومره اغیزه لری او که پر وخت یې مخه ونه نیوله شی نو ورڅخه ستر ناورین رامنځته کیدلای شي. دلته مدني ټولنه د ترهګرۍ د ریښو او ددې د راتلونکوګواښونو په اړه ډیر کار کولای شي. رسنۍ چې دمدني ټولنې اغیزمنه برخه ده کولای شی عامه ذهنیت ته مثبت بدلون ورکړي چې دبده مرغه د هژمونیت غوښتونکو کړیو له خوا ورڅخه ناوړه ګټه پورته کیږي او عامه رسنۍ داسې انحصار شوي دي چې د نفرت او کرکې د خپرولو پرته نوره مثبته اغیزه یې ډیره لږه ده.
په دې وروستیو کلونو کې د جنوبی اسیا سیاسي کړۍ په دې باوري شوې چې افغانستان نه یواځې د منځنۍ اسیا د هیوادونولپاره سرنوشت جوړونکې دی بلکې ددې ټولې پیښې پر جنوبي اسیا نیغ په نیغه اغیزه لري او دادی چې د افعانستان د نا امنې وضعې سره د آسیا سهیل دومره نا ارام دی چې اوس ددې هڅه کیږی چې دغه هیوادونه د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډو ستراتیژیو د پلي کولو خواته مخه کړي.دې تیرو کلونو کې د سارک غونډو چې ورسره د مدني ټولنو په کچه کنفرانسونه هم شامل و، ددې لاره برابره کړي چې د مدنی ټولنې سیمه ییز جوړښتونه هم را منځته شی او د سیاسي، اقتصادی اوټولنیزو ګډوستونزوپه اړه د کمپاینونولپاره لاره هواره کړي.
افغانستان چې د ترهګرۍ قربانی دی ددې بنسټونو څخه د دې هیوادونو په سیاسی او ټولیزو کړیو کې د مثبت بدلون لپاره کار اخیستلای شي . د دې هیوادونو د خلکو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت او پراختیا لپاره د عامه ډیالوګونو،غونډو،د څیړنیزو فعالیتونو او دپالیسیو د جوړولو د لارې کیدلای شی چې عامه ذهنیتونه په ښه توګه روښانه شی. دبده مرغه ددې هیوادونو د عامو وګړو ذهنیتونه د استعمار د دورذهنیت دی اوډیری وګړي په دې هیوادونو کې د واقعي پیښو څخه سم انځور نه لري. همدا اوس د نړی والې ټولنې په مرسته د جنوبي اسیا لپاره د امن اوسولې په داسې درسي نصاب کارروان دی چې په هغه کې ددې هیوادونو د پیښوواقعی انځور د پوهانو له خوا ترتیب او په تیره بیا دسیاسی اوټولنیزو علومو زده کوونکوته تدریس شي. ددې ستر کار د همغږۍ دنده د ډهلي د ( جامعهء ملیه اسلامیه د پوهنتون د نلسن ماندیلا) د مرکز په غاړه ده چې د افغانستان استازیتوب په کې د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز په غاړه دی.ددغه ډول اقداماتو سره د استعماری دور د خرافاتي تصوراتو او مفکورو څخه د عوامو ذهنیتونه پاکیږی او د نووواقعیتونو سره نوی نسل آشنا کیږی.
د سارک د سازمان په چوکاټ کې ددې سیمې هیوادونه ددې امکان تر لاسه کوي چې لاه دنورې نړۍ په څیر پرمختګونه وشي او د اقتصادي فعالیتونو او فرهنګي انتګراسیون سره یوځای دسیاسي کړکیچونو د هوارولو لپاره لارې هوارې شي. دا سیمه چې د کړکیچونواوبشري ناورینونو سیمه ده په دې یوویشتمه پیړۍ کې نوو تفاهماتو ته تر هرې بلې سیمې زیاته اړه ده.
د سارک دپنځوو هیوادونو لکه هند،بنګله دیش،نیپال، سری لانکا او پاکستان تر منځ په تیرو کلونو کې ددولتونو او مدنی ټولنو په کچه زیاتې غونډې اوبحثونه د دموکراسۍ،طبیعی پیښود کنټرول، بشري حقونو،د انسانانو پر قاچاق،ټولنیز مصوونیت،سولې او وسله وال کیدو پر ستونزو شوي دي. اوس مهال چې افغانستان هم ددې بحثونو برخه وال دی د سیمې د هیوادونو توجه یې دې ته راړولې ده چې په جنوبي اسیا کې سوله هغه وخت امکان لري چې په افعانستان کې سوله وي.افغانستان کې سولې ته ګواښ د ګاونډ څخه دی او همدا وجه ده چې دلته سیمه ییزې همکارۍ ته اړتیا ده.
هغه څه چې د جنوبی اسیا هیوادونه ورته اړد ي چې په ګډه سره د عمومي تفاهم دلارې ورته دحل معقولې لارې ولټوي ، دادي:
– د ترهګرۍ په وړاندې ګډه ستراتیژی.
– د بې وزلۍ سره مجادله.
– د اقتصادي ګډو بازارونو پراختیا او دسوداګرۍ په لاره کې د خنډونو لیرې کول.
– د سارک د هیوادونو د ټولنیز منشور له مخې د همکارۍ په لاره کې د ستونزو سره مجادله.
– دسیاسی باور د فضاء را منځته کول.
– د استعمار د دور د مزمنو ستونزو دحل پر لور د نوو باورونو را منځته کول.
– د مدني ټولنو په چوکاټ کې د خلکو تر منځ د اړیکو پراختیا.
– په سیمه ییزه کچه د سولې او امنیت پر وړاندې دستونزو د حل لارې.
– د انساني قاچاق اووسلو د لیږد د مخنیوي لپاره اغیزمنه ستراتیژی.
– د نظامې تفوق د ناکامو ستراتیژیو څخه مخه اړول.
– دښې حکومتدارۍ د اصولو په چوکاټ کې دسیمې د هیوادونو د بنسټیزوحقونو تآمین.
افعانستان چې اوس په نړیواله کچه یو مطرح هیواد دی په جنوبي آسیا کې د سولې او ټیکاولپاره هغه وخت ګټور نقش لوبولای شي چې دهغه ګاونډیان دا واقعیت درک کړی چې په دې هیواد کې ناوړه لاسوهنه نه یواځې د افغانانو ستونزې زیاتوي بلکې دا سیمه هغې خواته بیایی چې هغه دسترو ناورینونو لاره ده.د افعانستان سوله او ثبات جنوبي اسیا ته د سولې یواځینۍ لاره ده.د منځنۍ اسیا زیرمې چې د ایکو او شاهانګهای په کنفرانسونو کې ورته پام شوی دی د افغانستان د لار ې ورته دګټې اخیستنې زمینه برابریږي.په سیمه کې دسولې د راوستلولپاره د برلاسۍ د سیاست څخه د برابرۍ د اصولو په لاره پرمختګ په کار دی.
هغه څه چې ددې سیمې هیوادونه یې باید دسولې او د ترهګرۍ د مخنیوی لپاره ترسره کړي:
– د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د ګډو ستراتیژیوپه لاره اچول.
– د سیمه ییزو همکاریو په لاره کې د سولې د ګډو فعالیتونو ترسره کول لکه د سپتمبر دمیاشتې د۲۱ نیټې د نړیوالې سولې د ورځې ګډه لمانځنه.
– دسارک د منشور د تصویب د ورځې لمانځنه.
– د سارک د هیوادونو د وګړنیز سوله ییز کمیسیون جوړول.
– د سارک په هیوادونو کې د خلکو د بنسټیزو حقونو تامین او شخصي شتمنیو ته لاس رسی.
– دسولې د راوستلو په لاره کې د جنوبی اسیا دهیوادونو د پالیسیو د سره کتنه او د ګډ ډیالوګ د لارې د مسلو حل.
– د سارک په هیوادونو کې د نظامې لګښتونو کمښت.
– د سارک په هیوادونو کې د پالیسیو په جوړولو کې د خلکو ونډه.
– د سارک په هیوادونو کې د توپیري قوانینو په وړاندې ددې هیوادونو د مدنې تولنو مقاومت.
– د هیوادونو په چاروکې د جنډر او جنسیت د برابرې ونډې خواته توجه.
– دټولنیزې پرمختیا لپاره د اروپا يی ټولنې د مثبتو تجربو څخه ګټه اخیستل.
– د دولتونو له خوا د رسنیو د ازادۍ ملاتړ.
– د قانون حاکمیت او د معافیت د کلتورپای ته رسول.
– د پالیسیو او پریکړې مرکزونوته برابره رسیدنه.
– د ټولنیزې بسیاینې او سو کالۍ د چارو لپاره دسیمې د هیوادونو په کچه همکاري.
– د جنوبي اسیا په هیوادونو کې د قانون د حاکمیت دلارې د ټولنیز عدالت تآمین.
– د اقتصادی فعالیتونو په برخه کې د تبعیضاتو مخنیوی.
– د سارک د هیوادونو په عمومي غونډو کې د مدني ټولنې استازیتوب.
– د سارک د هیوادونو د اطلاعاتو د څانګې اغیزمنه پراختیا.
– د سارک د هیوادونو لپاره د سولې او امن په اړه د ګډ نصاب بشپړول.
– د سارک په کچه د ګډو رادیويی او تلویزیزنی پروګرامونو په لاره اچول.
اخځلیکونه:
– د سولې هڅه مجله ۱۳۸۶لسمه ګڼه
– South Asian Peoples Development Agenda
– د باختر اوونیزه