دکابل ښار د پاکۍ او ښکلا لپاره څه په کار دي ؟
ماموند
د نړۍ په کچه د پاکۍ او نظافت د اصولو د رعایت په برخه کې د کابل ښار تر ټولو وروسته پاتې مرکزي ښار دی چې په کې د حفظ الصحې د اصولو ډیر کم رعایت کیږی او ددې لاملونه په لاندې ډول دي:
– د وګړو د پوهې کچه ډیره ټیټه ده چې عامه ګټې په پام کې نه نیسي، که خپل کور پاک ساتي نو هرڅه د ښار په کوڅه کې خوشې کوي.
– دولتونو د تیر وخت څخه د کابل د ښار لپاره داسې هر اړخیز پلان نه درلود چې د هغه له مخې د کابل د کانالیزاسیون مرکزي سیسټم جوړ شوي وای او د ښار په هره برخه کې دولتي او شخصي ودانۍ د فضله موادو د ویستلو لپاره ورسره تړل شوې وای.
-د ښار د عمومي او فرعي کوڅو د پاک ساتنې لپاره ټولنیز مسوولیتونه نه دي لازمي شوي او د ټولنیز خدمت فلسفه د ژوندانه یوه برخه نه ده ګرځیدلې.نه یواځې داچې په ښار کې کار کونکي اصناف د ښار او دهغه د چاپریال دساتنې مسوولیت نه احساسوي بلکه هغه ککړوی او ددې تمه لري چې د ښاروالي بوډا کارګران به يې چې په ګيده سم ماړه هم نه دي ددوی کثافات او ککړتیاوی پاکې کړي.
– دولت د جرمانې داسې جبري سیسټم نه دی وضع کړي چې د هغه له مخې په ښار کې کار کوونکي اصناف او د سوداګرۍ مالکان ځانونه مکلف وګڼي څو ښار پاک وساتي او د خپل کارو بار او اوسیدنې ماحول داسې وساتي لکه چې خپل کور ساتي.په ښار کې د اوسیدنې د فرهنګ سره باید ټول وګړي اشنا وي اودلته په کار ده چې په ټولو ادارو کې د ښاري ژوند پر اصولو ټینګار وشي او دا چې د ښار په ټولنیزو چارو کې د ګډون پوښتنه د کارمیندلو د پاڼې یوه برخه وي.
– د بده مرغه زمونږ تعلیمي نصاب چې خورا نیمګړی دی د ښاري ژوند د اصولو اساسي مسله په کې په پام کې نه ده راغلې او هم دا وجه ده چې نه خو ښوونکي او نه هم زده کوونکي د ښاري ژوند اصولوته متوجه دي.
– د ژوند د چاپریال د ساتنې موضوع ته پام نشته او داچې وګړي ددې څخه هم خبر تیا نه لري چې که د کابل او نورو سترو ښارونو چاپریال همدغه ډول د ککړتیا پر لور روان وي نو لیرې نه ده چې دلته به دداسې ناروغیو لمنه پراخه شي چې بیا به یې د درملنې امکانات نه وي.
– ددولت په لوړه کچه د کابل دښار د پاکۍ ستونزه لکه چې لازمه ده په پام کۍ نه ده نیول شوې او دې ته په عاد ي ستر ګه کتل کیږي او هغسې پریکړې نه شته چې د هغو عملي کول د ټولو لپاره لازمي وي.
– په ښارکې د تپو پر سر د زور ابادونو جوړول او د هغو لپاره د کانالیزاسیون نشتوالی به د پیړیو ستونزه وي او راتلونکي نسلونه به اوسنی نسل ګرموي. په نوره نړۍ کې د تپې پر سر د کور درلودل ستر امتیاز دی او بیه يې څو برابره زیاته ده خو دلته هر څه بل ډول دی. څوک چې بې کوره دی نو د تپې پرسر بې نقشې کور جوړوي چې بیا ښاري ستونزې راولاړوي.
– د ښار په کوڅو کې د قصابیو اوسنی شکل د ښاری ژوند د اصولو خلاف عمل د ی او ډیرې داسې ناروغۍ ورسره خپریږي چې د هغو درملنه ډیر لګښتونه ایجابوي. قصابیانې باید د حفظ اصحې د اصولو سره جوړې شي او دلته که د اروپا مثال نه وي نو په کار ده چې د ګاونډی هیواد ایران څخه مثال و اخلو.
آیا کیدلای شي چې د کابل ښار یو پاک ښار شي؟
هوکی دا ممکنه ده خو په هغه صورت کې چې دولت ددې اراده ولري. ددې لپاره یوې سیاسي غوڅې ارادې ته اړتیا ده. دولت ته په کار دي چې د خپلو پریکړو د عملی کولولپاره داسې یو سیسټم وضع کړي چې د ښاري ژوند څخه سرغړوونکي نور ددې امکان ونه لري چې پرته له سزا څخه پاتې شي. د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې داسې یو فرهنګ راغلی دی چې هر وګړی د اوسیدنې ښار خپل کور ګڼي او ددې مکلفیت احساسوي چې د چاپریال ساتنه وکړی، وګړني عام کنټرول ددې زمینه برابره کړې ده چې هر وګړي د بل وګړ ي په ناوړه چلند باندې نظارت لري او هر یو بل ته نمونه دی.
په ښاري ژوند کې د هرښاري د کړو اواعمالو ریکارډ شته او کله چې یو کس د کارلپاره مراجعه کوي نو دغه ریکارډ را مخې ته کیږي او هغوي چې په ښاري چارو کې یې لږه ونډه اخیستې وي اود ټولنیز خدمتونو ستون یې خالی وي نو هغوي د کار میندلو ډیر لږ امکان لري.
په ښوونځیو کې د ښاري ژوند د فعالیتونولپاره په نصاب کې پوره برخه شته او د هغه له مخې ښوونکي زده کوونکوته دا ور زده کو ي چې څنګه ښاري ژوند وشي، چاپریال څنګه وساتل شي او داچې د وګړو دنده د ښارونو په ساتنه کې څه ډول ده.مونږ ته هم په کار دي چې د ښار ي ژوند اصول د کور نیو او ښوونځیو په کچه معرفی کړو او هر ښاری باید په دې وپو هیږی چې ددوي څه فرض جوړیږي څو خپل خواوشا ماحول هغسې چې ایجاب کوي وساتي.
بله اساسي مسله داده چې د ښار د اصنافو وڼده په ښار ي ژوند کې د قانون له مخې نه ده ټاکل شوې او داچې ښاري اصناف که د صفايې په نامه څه ورکو ي نو دا ددې مانا نه لري چې هغوي دې بیرته خواشا کثیفه کړي او ددې تمه دې ولري چې ښاروالی يې پاک کړي . د مغازو او دوکانونو مخ ته که سړک دی او که د پلیو لاره هغه باید د پاکۍ او شینوالي له پلوه د دوي مسوولیت وي.
دښار دسړکونو مالکه ښاروالی ده او کله چې نورې دولتي سکټوری ادارې هغه ویجاړوی نو د قانون له مخې دې ښاروالي ته دا صلاحیت وي چې دغه ادارې بیرته ویجاړشوي سړکونه او کوڅې خپل لومړني حالت ته راولي.
ځینې وړاندیزونه:
– د کابل ښار د کانالیزاسیون پر مسله غور په کار دی او د ښاریانو تر منځ باید په منځ کې داسې تنویری کار وشی چې هغوی داد درک کړي چې د نفوسو دزیات تراکم له امله په دې یویشتمه پیړۍ کې نور د تشنابونو عنعنوي سیسټم د زغم وړ نه دی او ددې سره داسې نو ې ناروغتیاوې راغلي دی چې د فضله موادو د پرانیستی او د منځنیو پیړیو د سیسټم سره هغه هرې خواته خپریږي.
– د کابل په ښار کې د انسانی فضله موادو په کراچیو او سر خلاصو ټرانسپورتي وسیلو کې پر لیږد دې قانوني بندیز راشي ځکه کله چې سهار مهال په نوي ښارکې دخرګاړو چلونکي دډیر بد بو ی سره هغه لیږدوي نو دا یوه ډیره خواشینوونکې منظره وي . دغه ډول کاروبار دومره ګټه هم نه لري او تاوان ټول ښار ته متو جه دي . ولې چارواکي ددې ستونزې حل نه غواړي؟
– په کابل کې د روغتیايی ستونزو له امله د تر کاریو په کښت کې د انسانی فضله موادو پر سره دې قانوني بندیز ولګول شی او دهغه څخه دې د بیو انر ژۍ لپاره کار واخیستل شي. دا ډیره د افسوس خبره ده چې هيڅ ار ګان دې ستونزې ته د یوه انساني ناورین په توګه نه ګوري. اوس کابل هغه کوچني ښار نه دی چې دغې ککړتیا ورته دومره ګواښ نه درلود ، اوس د کابل ښار د نړۍ د ډیر نفوس لرونکو ښارونو له جملې څخه د ی او نور نو دغه ډول د منځنیو پیړیو د تنظیف سیسټم په کې د افسوس خبره ده. دا داسې مساله نه ده چې مونږ ته يې نړیواله ټولنه حل کړي بلکه ملي ارادې ته اړه ده.
– د قصابیو د لار ې ډیرې نارو غۍ خپریږي او ددې اصلي لامل دادی چې د ښار په کوڅو کې په آزاده فضاء کې قصابیانې دي. د قصابیانولپاره باید یو لارښود جوړ شي او دقانون له مخې هغوي په بنده فضاء کې د یخچالونو او که نه وي د جالیو د لاندې د غوښو پر ایښودلو مکلف وګرځول شي.
– دنوي پاک کابل لپاره نوښت دې د ارګ د خواشا څخه پیل او د کابل نورو برخو ته پراخه شي . که ددولت ستر مقام په دې لړ کې د زور او اجبار څخه کار واخلي نو ټول هیواد وال به ددغه اقدام نیک هر کلی وکړي.
– د کابل پر تپو د زور ابادونو مسله ستره ستونزه ده اودا اوس پر یوې ملي ستونزې بدله شوې ده . ددې ستونز ې د همیشني حل لپاره دې د کابل د ښاروالۍ په نوښت یو ستر کنفرانس را غوښتل شی او په هغه کې دې هر اړخیزه پریکړه وشي چې د یو قانوني سند په توګه د ملي شورا د لارې تصویب شي ځکه دکور او هستوګې مساله هر اړخیزه ملي ستراتیژی غواړي.
– د کابل ښار د شینوالی لپاره باید د ښاریانو د ونډې د راجلبولو لپاره هڅوونکي پلانونه په کار دي چې د سر غړونو او دچاپریال د ویجاړوونو په صورت کې ورسره نقدي اونورې جزاګانې هم په کار د ي.
– د ښار څخه دورځنیو فضله موادو دویستلو لپاره دې د نوې ټکنالوژۍ د اصولو څخه کار واخیستل شي ځکه د هغو د پروسس په نتیجه کې کیدلای شي انرژی او یا هم د کر هڼې لپاره سره او یا هم نور پرکار راتلونکي محصو لات تولید شي.