خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

هغه ځوان چي د کوکنارو پر ځای یې تعلیم غوره کړ

محمد شریف زهیر

نن په کلي کي له ښوونځۍ څخه کور ته روان وم د زرغون کښت منځ کي ودریدم. هغه وخت او خاطرات می را یاد سوه چي د ولاړو کوکنارو پالنه به را تر غاړي وه،  ټوله ورځ به مو زاره چاودې  د کښت په اوبو کولو او ساتلو تیره کړه، ماښام به مورکۍ د غوړیو دبلی په لاس پښو ته را ته ناسته وه او د ګوتو چاودي به یې راغوړولې، د مور په ګوتو کي هغه خوند، نرمښت او شفا موجوده وه چي په همدغه مساژ کولو به ویده سوی وم.
سهار به بیا بېلچه پر اوږه له کوره وتم، ټول کال به ما، پلار او بزګر،  د زمیندارۍ په کارونو لالهانده تیر کړ، اخیر چی به مو کوکنار واړول د کلی تاریاک رانیونکی( معامله ګر) به مو راوغوښت، تاریاک به یې په ډېرو پلمو او ماته خوا رانیول، روپۍ به  هم د زړه په دوک ځني اخیستل کیدې چي کله مو پیسې ځني لاسته کړې کور ته مو نه وړلې یو وار به مي پلار د تیلو پور اداء کړ، پاته به مو د انبارو  ( سري) دکاندار ته وروړې او همداشان مو د بازار نور قرضونه هم ورکړل، پیسې به خلاصی سوې خو قرضونه به لا پاته وه، پلار به مي ماښام کورته خالي لاس راغلئ.

هغه وخت زه وپوهیدم،  چي ددې بد بوټي ګټه نور اخلي ، خو پښې زما تڼاکي کیږي ، پر هغه ځای مي پلار ته وویل چی نور یې نه کرو، ۸ کاله وسول، چي کوکنار مي پریښي دي،  ژوند می سم سوی دی،  تعلیم مي وکړئ، د قرضونو خلاص سوم، لمونځ او اودس مي په پاکو جامو سول. نن هغه زما غوندي ځوانان  بیا هم  ددغي ځمکي په سر کی بېچله په لاس ولاړ دي او د کال اخري حاصل ته په تمه یخ او ګرمي پر ځان تیروي، خو چی کله یې  حاصل واخلي د یوه من قیمت یې  ۱۵۰۰۰ پاکستانۍ کلدارو ته راټیټ سي،  بیا د تر پورونو لاندي بل کال ته پاته سي. هسي پدې زهرجن بوټي دا ځمکه ښایسته ده،  په اصل کي دا زموږ د ځوانانو لپاره هغه تلکه او دام دي چي نه ځان په پورته کولای سي او نه خلاصون پیداکوای سي.

زه هغه ځوانان نه ملامتوم چي د یو څو روپو لپاره ایران،  پاکستان او اروپا ته د مرګ په بیه اوړي، دلته په اصل کي خلګو ته د کار کولو زمینه نده مساعده، او نه هم ددې معتاد بوټي بدیل خلګو ته ورکړل سوی دی. زما زړه د هغه کلیوالي ځوان په لیدلو خوړل کیږي چي هم دي د تعلیم سه بې برخي وي،  هم دي یوه روپۍ په جیب کي ونه لري او هم دي دولت د کوکنارو د کر په ګنا په کلونو کلونو محبس ته واچوي. دا ټولي ناخوالي موږ لرو،  او دوام لري. دداسي ورځي په تمه چي زما کلی د جګړې، کوکنارو او بې علمۍ څخه خلاص وي.