دمشورتی لوی جرګی اصطلاح څنګه منځته راغله؟
عبدالحکیم نورزی
دمخه تر دی چی د ،،مشورتی لوی جرګی،، په تاریخ ځان خبر کړو ښه به داوی چی لمړی په افغانی ټولنه کښی د جرګی،دجرګی داهمیت،دجرګی دتعریف ،دلوی جرګی پر ارزښت،دلوی جرګی دغړو پر ترکیب اوداسی نوروخبرو ځان لږ پوه کړو.
1:- جرګه زمونږدپلرونو میراث دی
تاریخی شواهدو دا ثابته کړیده چی پښتانه د پخوانيو اريايانو د نسل څخه دي دهغه وخت راهیسی چی د تاریخ په یاد دی دامو او اباسين تر منځ په پښتونخوا کې ژوند کوی .
هغه اريايې قبايل چې نور هېوادونو ته مهاجر شول د نوي مځكي جغرافيايې اقليم او د بومي اوسيدونكو خويونو ،اخلاقو ، نفسياتو ،دژوند کولو طريقو او افكارو حتما دنوو راغليو مهاجرو پر خويونو ، اخلاقو ، نفسياتو ،دژوند کولو پرطريقو او عمومي افكارو هم تاثيرات درلودل .
مګر د پښتون بابا اولاد دپښتونخوا څخه هيڅ لوري ته هجرت ونکړي ،او ټول ديوي کورنۍ په حيث د پښتونخوا په سخت طبعيته مځکه او لوړو غرونو ،درواو د ښتو کې ميشت پاتې شول .
په پښتونخوا کې د پښتنو سره بل داسې بومي او يا مهاجر قوم نه اوسيدي چې پښتانه د هغوى د افكارو ،اخلاقو ، نفسياتواودژوند کولو دطريقو څخه متاثر شوي واي .
دپورته دلا یلو پر اساس موږ ويلاىشو چې جرګه سوچه د پښتنو دود دې ، او پښتنو دالرغونی دود د بل قوم څخه ندي تقلید کړي ،بلکې د خپل اريايي نجيبو پلرونو او نيکونو څخه په ميراث ورته پاتې دي .
2:- د جرګې تعريف :
د پښتنو دجرګې په باره کې علامي عبدالحي حبيبې داسې وايي :
پښتانه په خپل ټولنيزمحيط کې ځانته د ژوند كولو ځني خاص اصول لري .
دا اصول د پښتنو لاربولي ، د پښتنو په لار کې جرګه ، ننواتي ،بسپنه او نور د پښتو او پښتونولي دودونه داسې ټينګ دي چې ټول پښتانه يې مني .
جرګه د پښتنو قانوني اوټولنيز نظام دي چې ددوى پر اصولي عقلانيت دلالت كوي .
جرګه د پښتني ټولنې د طبعي مشرانو ،دشملي او د دستار د سړو هغه ټولنه ده چې دضرورت په وخت کې د كلي ، ولسوالۍ ، ولایت ، قوم او هېواد په سطحه د مختليفو موضوعاتو د حل او فصل لپاره د يو معين وخت لپاره راټوليږي ، كله چې يې دورته سپارل شووموضوعاتو د حل لپاره فيصلي وکړي بيا رخصتيږي .
دجرګې غړي د پښتني ټولنې هغه طبعي مخورمشران جوړوي چې په جرګه کې پرغړيتوب اوپه ورځنی ژوند کښی پررښتینتوب ییهيڅوك اعتراض نه لري .
جرګه په ملی ، قومی او کلیوالی سطحه د افغانانود سیاسي ،اقتصادي ،ټولنيزو ،حقوقي او جنايي چارو د حل اوفصل هغه لرغوني دموكراتيكه پروسه ده چې د هر ډول چل ول ،فريب ،ټګۍ ،برګۍ ،رشوت ، اعمال نفوذ ، واسطي ،افراط او تفريط څخه بلكل پاكه او سپېڅلي ده .
د افغانانوجرګه د بشريت تر ټولو لرغوني او رښتني دموكراسي ده ، چې تر نن ورځي پورې په افغانی ټولنه کې دقبول او احترام وړ ده .
دافغانانو په جرګه کې ټولي فيصلي د رايو په اتفاق کېږي.
د جرګې فيصلي هيڅ مخالف نه لري ځکه چې د رايو په اتفاق فيصله کېږي او د جرګې فيصلي ځکه بريالۍ دي چې دجرګی متعلق ټولولس يې تر شاولاړ وي .
په جرګه کې بايلونكي نشته دجرګی ټول ګډونوال ګټونكي دي ځکه چې د جرګې فيصله دټولو ګډونوالودرایو په اتفاق کیږی.
دجرګی ټول کډونوال او ددوی ملاتړی د جرګې د فیصلی په عملي کيدوځانونه مكلف ګڼي .
3:- دتاریخ په اوږدوکښی د جرګې اهميت :
د افغان ملت په سیاسی،اقتصادی ، ټولنيزو،امنیتی او جنايي ساحو کښی جرګه د ډېرزيات اهمیت اوارزښت وړ اصل دي .
د پښتو او پښتونولي د قانون پر اساس جرګه د افغانی ټولنې هغه د قبول وړ قانون دي چې افغانان په خپل ورځني ژوند کې ورپيښ سیاسي ،اقتصادي او ټولنيز مشکلات ، اقتصادی او جنایی منازعات او معاملات د هغه پواسطه داسې په مناسب او عادلانه ډول حل اوفصل كوي چې د ټولو افغانانو لپاره د قبول وړوي .
جرګه د پښتنو مشرانود پاره دډېر زيات ارزښت او اهميت وړغونډه ده ،دخان جهان لودین په سلطانی تاریخ ( قلمی نسخه) کښی لیکل شوی دی (كله چی به د هندوستان پښتون پاچا سلطان بهلول لودي د پښتنو سردارانو سره جرګه درلودل نو د جرګې د اهميت له رويه به د خپل شاهي تخت څخه راكښته شو او پر يو ه كمبله به د نورو پښتنو سردارنو سره کېناستي .
په دې جرګه کې به حتی د ملک پاچا د نورو پښتنو سرداراونو څخه ځان لوړ نه بللی اودجرګی داهمیت اواحترام په خاطربه پر یوه کمبله د نورو پښتنو سردارانو سره کښناستۍ.
د هندوستان د ستر پښتون پاچا سلطان بهلول لودي د دې عمل څخه ښكاريږي چې جرګه پښتنو ته څومره ارزښت لري ،او د پښتنو جرګه عدالت او مساوات ته څومره ارزښت وركوي .
د پښتنو په جرګه کې پاچا او فقير د جرګې د غړو په وړاندي پر يوه تغر کېني او دخپل حق په دفاع کې په پوره ازادي بيان كوي او د جرګې څخه عدالت او انصاف غواړي .
4:- لویه جرګه د افغانانو دارادی عالیترین مظهر اود مشروعيت تر ټولوستره منبع ده!
په نننۍ عصري نړۍ کې چې كوم نظامونه وجود لري هر نظام د خپل هېواد دسیاسی،اقتصادی ،ټولنیزواو جنایی مسایلو د حل او فصل اورهبرۍ لپاره قوانين طرحه کړي دي او ددولت او ملت ورځني مسايل د همدې قوانينو پراساس رهبری اوحل و فصل كوي .
هغه مراجع لکه پارالمانونه ،ټولپوښتنی اوداسی نورچې دطرحه شوو قوانینو مسودی تصويبوي هغو مراجعو ته د مشروعيت منابع ویل کیږی ځکه چی هیڅ بندګی قانون تر هغه وخته د قانون حیثیت نلری،نافذ نه بلل کیږی اوپر ملت د تطبیق وړ ندی ترڅو دهغه ملت د مشروعیت د منبع لخوا تصویب شوی او نافذ شوی نه وی .
دلرغونی زمانی راهیسی بیا تر نن پوری د افغانی ټولنی دمشروعیت منبع جرګه ده، دکلی اوقوم په سطحه مسایل د کلیوالی او قومی جرګو په واسطه او ملی مسایل بیا د لوی جرګی د لاری حل او فصل کیږی.
د هیواد په معاصر تاریخ کښی تر ټولو مهمی او ستری لوی جرګی د مانجی، کوکران ، دګرګین ترقتل ورسته دکندهار او دشیر سرخ لوی جرګی دی چی دهغو لویو جرګو په نتجه کښی د هوتکی شاهنشاهۍ او ابدالی امپراطورۍ تهدابونه کښیښودل شول..
دهوتکی شاهنشاهۍ او ابدالی امپراطورۍ د كاميابيوراز پدی کښیوو چې دوى دافغان ملت دارادی د عالی ترین مظهر او دمشروعیت د سترو منابعو(دمانجی ،کوکران ،کندهاراوشير سرخ دلوی جرګو) څخه خپل مشروعيت تر لاسه کړي وواوټول افغان نجیب ملت د دې دولتونو ملاتړ كوي.
5:- دښاغلی حامد کرزی لوی جرګی څه تاوان پیښ کړی؟
کله چی امریکا اوملګرو یی افغانستان اشغال کړی نوحامد کرزی یی په ګلخانه کښی حاکم مقرر کړی.
کله چی ښاغلی کرزی دخپل زرغونی چپنی اوتوری قرقلی سره د نړۍ دستر سیاسی،اقتصادی او نظامی زبرځواک امریکا د قدرت پرمغروره نیلی سپورسواو د نړۍ څلویښت قدرتمند دولتونه یی پر څنګ داردلیانو په حیث ورسره تلل نو ځان د نړۍ په تاریخ کښی تر بل هرحاکم د امریکا او ملګرو نازولی بللی.
که څه هم ښاغلی کرزی دامریکا په مرسته دافغانستان واک او قدرت د سوو نو کلونو د پاره د خپل ځان او کورنۍ میراث بللی خو بیا یی هم د خپل نظام د لا ډیر مشروعیت په خاطر داساسی قانون د تصویب لویه جرګه راوبلل .
په ظاهره د اساسی قانون د مسودی د تدوین د پاره یو کمیسیون ټاکل شوی وو خو د پردی تر شا د اساسی قانونو ټول واک دکرزی دامریکا یی ملګرو یعنی امریکایی مشاور(بارنت روبین) په لاس کښی وو.
تاریخ ثابته کړیده چی اشغالګران د اشغال شوی ملت مادی اومعنوی ارزښتونو ته نه تنها احترام نه کوی بلکی قصداً هغه ارزښتونه دمنځه وړی او تاوانونه وررسوی.
دهمدی اصل پر اساس بارنت روبین هم داشغال شوی افغان ملت ددین څخه را ورسته لوړترین معنوی او سیاسی ارزښت یعنی لوی جرګی ترکیب او جوړښت ته تاوان ورسوی.
بارنت روبین دلوی جرګی دغړودټاکلوعنعنوی طریقه چی د قومونو او د ټولنی دمختلیفو اقشاروهغه طبعی مشران وه چی په جرګه کښی یی پر غړیتوب او په ورځنی ژوند کښی یی پر رښتینتوب هیچا اعتراض نه درلودی لغوه کړل او پر ځای یی په اساسی قانون کښی تسجیل کړل چی د لوی جرګی غړی د پارلمان ددواړو خونو،ولایتی او ولسوالیود شوراګانو دریسانو څخه جوړیږی .
کرزی صاحب ته دجرګی په جریان کښی د ځینو خیر خوا اشخاصو دخوا وویل شول چی ددی خطر مخه ونیسی خو هغه د بارنت روبین او امریکایی مشاورینو په باره کښی دخوارو افغانانوشکایت بی معنی خبری بللی.
هیوادوالو ولیدل چی څنګه خلګ پارالمان ته راغلل او څنګه خلګ دولایتی شوراګانو رئیسان شول.
بارنت روبین په خپل دی بد عمل د افغان ولس د ارادی عالی ترین مظهراو دمشروعیت ستری منبع یعنی دلوی جرګی اعتبار ته سترزیان ورسوی او افغانستان یی دیو لوی قانونی بحران سره مخامخ کړی.
6:- ښاغلی کرزی ولی مشورتی لویه جرګه راوغوښتل!
کله چی د ښاغلی کرزی او د امریکا د یارانی د عسلو میاشت پای ته ورسیدل او ددوی ترمنځ د امنیتی تړون او نورو مسایلو پر سر اختلافات ډیر شول نو پدی وخت کښی کرزی کوښښ وکړی چی د امریکا په مقابل کښی د خپل ځان اوخپل واکمنی ددفاع د پاره د خپل ملت ملاتړ حاصل کړی همدا وخت وو چی ښاغلی کرزی د هیواد اساسی قانون را خلاص کړی او د لوی جرګی فصل یی مطالعه کړی.
داساسی قانون مطابق کرزی لویه جرګه نه شول را غوښتلای چی د امریکا په مقابل کښی دده ملاتړ وکړی ځکه چی د ولسوالیو دشوراګانو ټاکنی نه وی تر سره سوی او دجرګی نصاب پوره نه وو.
د ښاغلی کرزی اوبارک اوباما تر منځ پر امنیتی تړون او نورو مسایلود اختلا فاتو په اوج کښی دکرزی غوړه مالانواو چاپلوسانوهغه ته مشوره ورکړل چی که داساسی قانون مطابق لویه جرګه نشی راغوښتلای نو بیا ،،مشورتی لویه جرګه،، راوغواړه او دا جرګه به د امریکا په مقابل کښی دامنیتی تړون او نورو اختلافی مسایلو په باره کښی ستا ملا وتړی.
دکرزی غوړمالو او چپلوسو مشاورینو کرزی ته وویل کله چی مشورتی لوی جرګی د امریکا سره د امنیتی تړون دامضا پر خلاف رایه ورکړل دابه ستا د پاره د اوباما د فشارونو خلاف د ملت د ملاتړ لوی ثبوت او قوت وی او تاسو ښاغلی کرزی به دافغانستان دتاریخ بی مثاله هیرو یاست…
د،،مشورتی لوی جرګی ،، اصطلاح د افغانستان په سیاسی او ادبی تاریخ کښی دلمړی ځل د پاره دښاغلی کرزی د غوړه مالانو او چاپلوسانود خوا ایجاد شول ترڅودیوه طرفه خپل بادار کرزی خوشحاله کړی او دبل طرفه ددی جرګی د دایریدو په لوژیستکی پروسه کښی ځانته ښه غوښنه برخه برابره کړی.
مشورتی لویه جرګه دافغانستان په تاریخ کښی قانونی حیثت نلری او فیصلی یی هیڅ ډول قانونی او اجرائیوی حیثیت اومشروعیت نلری.
دپښتو متل چی وایی (اوبو اخیستی ځګ ته حملی وهی) ښاغلی کرزی هم اوبو اخیستی وو نور دامریکا نازولی نه وو د یوازیتوب اومجبور یت په حالت کښی یی د خپل غوړه مالانواو چاپلوسانو مشاورینو په قول مشورتی لویه جرګه راوغوښتل.
مشورتی لوی جرګی په داسی حال کښی چی د نړۍ دیپلوماتان ، نړیواله او ملی میډیا حاضره وه او دغونډی جریان درسنیو دخوا ژوندی نشریدی درایو په مطلق اکثریت دامریکا سره د امنیتی تړون د امضا په حق کښی رایه ورکړه،دمشورتی لوی جرګی ګډونوالو د کرزی او دهغه د غوړه مالانو پلان په اوبو لاهو کړی.
کرزی په داسی حال کښی چی خپل احساسات او خفګان یی نشو پټولای د ستیج پر سرد خپل سیاسی رهبر او تنظیمی مشر مرحوم حضرت صاحب سره د لفظی شخړو په جریان کښی د خپل طرفه رابلل شوی ،،مشورتی لوی جرګی،، رایه رد کړل او دتړون د امضا څخه یی انکار وکړی.
لنډه داچی د کرزی د غوړه مالانو دخوا ایجاد شوی مشورتی لوی جرګی د کرزی سره هیڅ مرسته ونشوه کړای او په ملی او نړیواله سطحه یی د هغه حیثیت ته لا نورتاوان ورسوی.
7:- دښاغلی اشرف غنی مشورتی لویه جرګه.
کله چی امریکا یانو د کرزی څخه ځان خلاص کړی نودکرزی سره د کار داخیرو کلنو د ترخی تجریبی څخه یی استفاده وکړل لمړی یی داشرف غنی لاسونه او پښی وروتړل ،رسماً یی د تاریخ،ملت او نړۍ په وړاندی دټول نظام مسئولیت ور په غاړه کړی مګرددولتی واک نیمچکه برخه یی ورته وسپارل اود لاندی عاجلواجرااتو غوښتنه یی ځنی وکړل.
1:- امنیتی تړون به په (24) ساعته کښی دننه امضاکوی.
2:- دهیواد په سیاسی قدرت کښی ډاکتر عبدالله پنځوس فیصده درسره شریک او دهیواد داجرائیه ریس په صفت او صلاحیت به یی منی.
3:- دجنګ په جریان کښی چی کوم ملکی تلفات منځته راځی پدی باره کښی به هیڅ اعتراض نه کوی.
4:- پر ځینو مسایلو د اختلاف با وجود به په میډیا کښی پر امریکا کله هم انتقادنه کوی اشرف غنی په ډیر افتخار او ورین تندی داشرطونه ومنل او عملی یی کړل.
دامریکا او طالبانو دمذاکراتو څخه د غنی د نظام لیر ی ساتل،دحمد الله محب سره نا مناسب برخورد،په ارګ کښی د جلسی څخه دامریکایی هیئت وتل،په جنګ کښی ددفاعی او امنیتی قواوودتلفاتو زیاتیدل، دملت د فقر او ناامنۍد سطحی لوړیدل،داداری فساد اودمواد مخدردقاچاق ډیریدل او داسی نورعلایم ددی ثبوت دی چی دغنی او امریکا د یارانی دعسلو میاشت نوره پای ته رسیدلی ده.
دتاریخ فیصله داده چی اشرف غنی که خوشحاله دی او خوابدی نور به دارګ دګلخانی ماڼۍ بل چا ته پریږدی .
زمونږ تاریخ ثابته کړیده چی ارګ څوک په رضا نه پریږدی هر واکمن ترحد زیات تلاش کوی چی څو ورځی لانور هم په ارګ کښی پاته شی، خو دتاریخ فیصله پر شا نه ګرځی او قاضی یی ډیر بی رحمه دی.
هغه غوړه مالان او چپلوسان چی د کرزی پر شا وخوا راټول وه اکثره یی نن سبا د اشرف غنی د حلوا پر تال ناست دی اونا اومیده ،یوازی پاته ، ملی او نړیوالو یارانوترک کړی او مجبوراشرف غنی یی دکرزی په شان په ډول ډول غوړه مالیو،چاپلوسیو اومنترونو د ،،مشورتی لوی جرګی ،، په دام کښی راګیر کړیدی.
چاپلوسان او غوړه مالان اشرف غنی ته هم د کرزی په شان شنه باغونه ښکاره کوی چی مشورتی لویه جرګه به امریکا او طالبانو ته ووایی چی اساسی قانون،دبشر او ښځو حقوق، دریاست جمهوری ټولټاکنی، د (17) کالو لاسته راوړنی اوداسی نور دافغان ملت او دولت سری کرښی دی چی امریکا او طالبان به یی ضرور منی او پدی اړه به په ملی او نړیواله سطحه افغان دولت ته معتبرضمانت ورکوی او داسی نور…او دا لاسته راوړنی به په تاریخ کښی ستا (اشرف غنی) په نوم ثبتیږی ته به دافغان معاصر تاریخ قهرمان یی ،کله یی دغازی امان الله خان او کله یی بیا د سردار محمد داودخان سره په ورته لقبونو خوشحاله کوی اوداسی نور…
حقیقت دادی چی دامشورتی لویه جرګه د اشرف غنی د فیصله شوی سرنویشت په باره کښی دیوه وچ توت په اندازه هم مرسته نشی کولای خو د مشورتی لوی جرګی مفکرینوته دسلګونو میلونو افغانیو یوه ښه چاغه او ګټوره اقتصادی پروژه پلاس ورځی.
نیکه مشوره!
ښاغلی اشرف غنی ته نیکه مشوره داده چی د غوړه مالانو او چاپلوسانودمشورو پر ځای چی همیشه دروغ درته وایی دتاریخ پاڼی مطالعه کړی چی رښتیا درته ووایی او حقیقت پخپله درک کړی.
ښاغلی کرزی ته چی دهغه مشورتی لوی جرګی ګټه ونه کړل اودټولی نړۍ په وړاندی د ستیج پر سر رسوا شو، نو تاسوته هم راتلونکی مشورتی لویه جرګه دامریکا دقهرڅخه نجات نشی درکولای،دبیت المال په سلګونو میلونه افغانی بی ځایه په غوړه مالانو مه خوره.
دتاریخ د فیصلی خلاف مه دریږی دخپل نمګړی سیاسی قدرت پدی اخیرو لحظو کښی دسولی د پروسی سره په خپل ټول توان او طاقت مرسته او همکاری وکړی او د غوړه مالانو په خوله د سولی د پروسی په مقابل کښی د هر ډول سبوتاژ او کار شکنۍ څخه جداً فرهیز وکړی، ځکه چی دتاریخ د فیصلی څخه دی نه غیری قانونی مشورتی لویه جرګه،نه د چپلوسانوبی بنیاده مشوری او نه د کرایه شوو فیسبوکیانوبی معنی او بی منطقه تبصری خلاصولای شی.
نورنوستا خپله خوښه ده.