د اى ،ايس ،اى ورانکاري فعالیتونه-لومړۍ برخه
(په مختلفو حکومتونو کي د هغې جوړښت، مشران یې، په افغانستان، کشمېر، پاکستان، هند ، افریقا ، امریکا، اروپا، اسټرالیا او نورو کي یې پر فعالیتونو رڼا اچول).
په اسلام اباد كي له زيرو پواينټ او ابپاره نومې سيمي تر منځ د سفر كولو پر مهال له سرو خښتو څخه جوړه يوه غلي ودانې ويني.
دا د سرې كلا په څير ودانۍ د پاكستان تر ټولو ستري استخباراتي شبكي اي ايس اي مركزي دفتر دﺉ.
اي ايس ای ته په پاكستان كي ځني خلك د رياست دننه رياست ،څوک ورته اصلي او نا ليدلي حكومت او نور بيا د پاكستان دننه هيواد د ساتلو او د پاكستان بهر پاكستان ته د ورپيښو خطرونو د مخنيوي د پروګرامونو غوږونه او سترګي وايې.
زه چي كله هم ددې ودانۍ له مخي تېريږم ، نو ماته د جارج ارويل د ناول ( ۱۹۸۴ناين ټين ايټي فور) دا خبره راياده سي چي شوش مشر ورور ګوری ډېر كتوونكي او پيژندونكي اي ايس اي په يوه وخت كي د امريكا د سي ای اې د برتانيي د ای ،ای فايو او يا ايم ای سيكس د شوروي اتحاد د كي ،جي، بي او د اسرائيلو د موساد سره پرتله كوي.
ډېر خلك د سند په سمندر كي د دوو كبانو د جنګولو څخه د بي نظير بوټو له واده پوري، پاكستان كي حكومتونه په اساني سره د ماتولو او جوړولو د صدر اعظمانو د ليري كولو ، د مذهبي او ژبپالو ډلو له يو بل سره سر او ښكر كولو او له ګلبدين، مسعود څخه نيولي تر الطاف حسين پوری د خلكو د پيدا كولو مسوول ای ايس ای ګڼي.
سربيره پر دي ای، ايس، ای په افغانستان كي د شوروي اتحاد پر ضد د امريكا په مرسته مجاهدين تربيه كړي او روزلي يې دي ، له كشمير څخه تر كوسوو نومي سيمي اوله چيچنه نومي سيمي څخه تر چيچنيا پوري يې د جهاديانو نسلونه پيدا كړي دي، له روس سره په سړه جګړه كي روس ته د ماتي وركولو ادعا هم كوي، له افغانستان نه د روسانو د وتلو څخه وروسته يې افغانان په خپلو منځونو كي جنګولي، بيا يي طالبان را پيدا كړي او نه يوازي په خپلو كمپونو كي يي روزلي دي ، بلكي د هغوي د ترهګري بشپړ ملاتړ يې هم كړي دﺉ. ويل كيږي چي ای ايس اس د وخت د حكومت د سياسي مخالفينو د وهلو ټكولو او وژلو او ورك کولو په چارو كي هم ككړه اداره ده . د برتانيي د دفاع د محكمې په خپل يو څيړنيز راپور كي په اس ايس ای د القاعده او طالبانو د ملاتړ تور لګولی دﺉ او ويلي يې دي چي دا اداره دي ختمه كړای سي.
دا راپور د بي ،بي، سي په نيوز نايټ پروګرام كي خپور سو او په همدې پروګرام كي د پاكستان پوځي مشر مشرف پر دې راپور سخت غبرګون وښود او ويې ويل چي ای ،ايس، ای د القاعدې ملا ماته كړي ده ، خو حقيقت دا دﺉ ،چي زيات هيوادونه ای ،ايس ،ای د طالبانو او القاعدې ملاتړي ګڼي او د ای، ايس ،ای پر دې ادعاوو باور نه كوي ،چي ګوندي د القاعدي ملا يي ماته كړي ده .
له دې وړاندي د پاكستان د دوو پخوانيو صدر اعظمانو نواز شريف او بي نظير بوټو د ميثاق جمهوريت په نامه يوه تګلاره جوړه كړه ،چي پكي د ای، ايس، ای د سياسي څانګي د ختمولو ماده هم پكي شامله وه، خو كه تاريخ ته وكتل سي نو څرګنده به سي ،چي په خپله نواز شريف د ضياالحق د ديكتاتورۍ پر مهال د ای، ايس ،ای د هغه وخت د مشر جنرال جيلاني له خوا سياست ته راوستل سو او ای، ايس ای اوس د پاكستان يو داسي پيژندل شوي نوم دي ، لكه په نړي كي چي كوكا كولا او يا مرلبورو سګريټ.
په هندي فلمونو او د هندي سياستمدارانو په بيانونو كي د ای، ايس ،ای يادونه د يو بد معاش په توګه كيږي.
خلك دا هم وايې چي د جنوبي اسيا په نيپال ، سريلانكا، بنګله ديش ، هند او ځينو نورو اسيايې او افريقايې هيوادونو كي د غټو وړو سياسي او پوځي كودتاګانو تر شا د ای ايس ای لاس وي. اي ،ايس ای خپله سياله هندي استخباراتي اداره (را) څو چنده او څو كاله وروسته پري ايښي ده.
او س خو ای ،ايس ،ای د لاس لاندي د پاكستان سفيراو خپلي هلي ځلي د اروپا او شمالي او جنوبي امريكا پور غځولي دي. د ای ايس ای اصلي كار د پاكستان د دري واړو وسله والو پوځونو له خوا د پاكستان د ننه جاسوسي كول او له پاكستان څخه بهر د جاسوسي مقابله كول دي. دا اسخباراتي اداره پاكستان د پوځ د استراليايي تبعه دويم مشر جنرال اركيټوم په كال نولس سوه اته څلويښت كي جوړه كړه وه.
په كشمير كي جاسوي كول او د جاسوسي مقابله كول هم د اي ايس اي په كارونو كي شامل و او ويل كيږي چي د نولس سوه پينځوس په لسيزه كي هم دې ای، ايس، ای هلته ورانكاري ليږلي وه.
ايوب خان ای ،ايس ،ای د خپل اصلي كار څخه د خپلو سياسي مخالفينو پر لور راواړوله او په هغوي پسې يې ولګوله. د يحی خان د حكومت پر مهال ای، ايس، ای د بنګال چي د هغه وخت د پاكستان يو ايالت و په جاسوسي ولګول سوه. ويل كيږي چي د بنګالي روڼ اندو ليستونه ای، ايس ،ای جوړ كړي ول، چي زياتر يې د همدې ادارې له خوا ووژل سول. د ذولفقار علي بوټو د حكومت پر مهال د ای، ايس ای كار د بلوڅ ملتپالو جاسوسي كول و ، چي بيا يې زيات شمير بلوڅ ملتپال مړه ، ورك او له سياسته زړه توري كړل .اى ،ايس ،ای د سياستمندارانو ژورناليستانو او وتلو كسانو د بدنامولو لپاره كمپاين وچلاوه، ځكه يې دا د كرغيړنو توطيو غونډ (Dirty Trick) وباله.
اى ،ایس ،اى په دا وروستيو كي د نواب اكبر خان بګوټي غوندي سياسي څيري پر وژلو هم صرفه ونكړه چي په سيمه كي د خورا زيات نفوس او قدرت خاوند و.
بوټو د ای، ايس، اي څخه داسي كار واخيست چي د خپلو وزيرانو او مشرانو شخصي كوټو او جنسي چارو جاسوسي يې هم پري وكړه . د بوټو په حكومت كي د ای ايس ،ای مشر جنرال جيلاني و چي ضياالحق به يې د بوټو د هر اقدام او هلو ځلو څخه خبراوه . كله چي ضياالحق بوټو د تخته واچوي نو جنرال جيلاني يې پر خپله چوكي پريښود، وروسته جنرال جيلاني د ضياالحق له خوا د پنجاب والي وټاكل سو او دا هماغه جنرال جيلاني دﺉ ،چي نواز شريف يې سياست ته راوست. د نني اي ،ايس، ای جوړښت ضياالحق وكړ چي جنرال اختر عبدالرحمان يې ددې ادارې مشر وټاكه ، او ورسره يې په سياسي څانګه كي جنرال حميد ګل فعال كړ.(د ربانی مشاور)
د جنرال ضيا په حكومت كي ای، ايس، ای د هغه په سياسي مخالفينو پسې ملا وتړله، د ضياالحق د ليري كولو په سازش كي د جنرال تجمل ، د هغه د وريرونو او يو شمېر پوځي مشرانو نيول ،په سند كي د زده كوونكو د يو مشر ندي عباسي وژل، د جام سافي او د هغه د ملګرو نيول، په فرانسه كي د شاهنواز بوټو وژل، د ضيا د مخالفينو جاسوسي كول او د هغوي وژل او دغه ډول پر مذهبي او ديني او ژبني تعصب ډلي پيدا كول ، هغوي ته وسلي وركول او بيا په خپلو كي سره جنګول د ای، ايس ای كارنامې دي . په ځانګړي توګه د بي نظير بوټو په پيپلز ګوند او ذولفقار پسې خو د ای، ايس، ای جاسوسان لكه د پيريانو په څير ګرځېدل.
په ۱۹۰۷م كال كي چي كله جنرال حميد ګل د ای، ايس ای مسووليت واخيست دغه اداره بې قابو سوي وه. په ۱۹۸۸م كال كي په يوه هوايې پيښه كي د جنرال ضياالحق له اسراسره ډكي وژني سره دغه اداره له مځکي ووهل سوه او د جمهوريت د رامنځته كيدو لپاره لاره هواره سوه.
جنرال حميد ګل په انتخاباتو كي پوره زور وواهه چي د بي نظير بوټو د بري مخه ونيسي هغه نور ګوندونه دې ته اړ كړل ،چي د بي نظير بوټو په مخكي يو محاذ جوړ كړي. د ګل ايجنټانو د بي نظير بوټو د بد ناموولو هڅي وكړې ددې هدف لپاره يې د هغې د مور نصرت بوټو هغه تصويرونه له الوتكو څخه وپاشل چي په هغوي كي د نصرت بوټو د پاكستان د لومړي ښځي (د لومړي مقام د ميرمني) په توګه په لوڅو مټو په سپينه ماڼۍ كي د جمهور رئيس او نورو سره د نڅا په حالت كي ښكاري، تر تصوير لاندي ليكل سوي و، چي د هيواد پر خزانو دغلو واكمني كيدونكي ده.
د ګل پروګرام ناكام سو نړيوال فشار او د بوټو د بيشانه اولسي ملاتړ له امله دا د پاكستان لومړنۍ ښځينه صدر اعظمه سوه ، خو تر دې وړاندي د پوځ، بي نظيري او امريكا تر منځ په خبرو كي پردې موافقه وسوه چي افغان پاليسي به د ای ،ايس ،ای لخوا اداره كيږي ، وروسته بيا واك بي نظير بوټو ته وسپارل سو.
د بي نظير بوټو نژدي ملګری او ددې د وخت د قانون وزير افتخار ګيلاني راته وويل چي له ۱۹۸۸م كال څخه وروسته يوه حكومت هم افغان پاليسي نه ده اداره كړې ، له موږ سره يې مشوره هم نه كوله او مابي نظيري ته وويل چي بحث ته اړتيا نسته پردې مسله خبري مه كوي دا د هغو مسايلو څخه ده چي خبري كول پري منع دي.
موږ د يوه انتخابي حكومت په كابينه كي وو، خو پوځ او ای ،اس، ای بهرنۍ پاليسي چلوله موږ ته يې لږ څه هم نه ويل چي څه كيدونكي دي. كه زه ددې پر ځاي وای نو په دې شرط به مي حكومت نه وای منلای.
د افغانستان يادښتونه نومي كتاب ليكواله كريستينا ليمب وايي: بي نظير بوټو هم زما په مخكي دا اعتراق كړي دي چي :يوه اندازه دا رښتيا ده چي پوځ او ای ايس، ای افغان پاليسي اداره كوله. خو چي كله زه صدر اعظمه وم نو لږ تر لږه يو خنډ خو و. زما د حكومت له برطرفۍ څخه وروسته هغوي اسامه بن لادن راوست او افغانستان يو تر لاس لاندي هيواد سو.
د نولس سوه اتيا په لسيزه كي ای، ايس ،اي په هند كي د اندراګاندي د حكومت پر ضد په پاكستان كي د سكانو لپاره روزنيز كمپونه جوړ كړل. د جنرال جيلاني د مشري په وخت كي ای، ايس، ای په سند كي هر هغه هندو ته د مياشتي دوه زره روپي وركولې، چي د هندو مذهب څخه به سك مذهب ته اوښت، همدغو سكهانو بيا له هندوانو څخه عبادت ځايونه ونيول او هغه يې د سك مذهب په عبادت ځايونو بدل كړل.
دابیا بېله خبره ده چي د سند په شمال كي كوم خلك اوسيږي ، هغو په يوه وخت کی هندو مذهب هم منلي او سك مذهب هم ، خو په نولس سوه نهه اويا کال كي چي جنرال اختر عبدالرحمان د ای، ايس، ای ټول كړه وړه بدل کړل.
ای، ايس ،ای ادعا كوي چي د امريكا په مرسته يې په افغانستان كي شوروي اتحاد ته ماته وركړې ده خو خبره يوازي دانه ده بلكي هغه وخت چي اي ايس اي هر شي ته لاس اچاوه ، هغه به د سرو زرو كيده ، ځكه چي امريكا يې پر سر وزرونه خپاره كړي و.
په افغانستان كي د امريكا د سي، ای ،اي او د سعودي استخباراتي شبكو مرستي پر جهاديانو ای، ايس، ای ويشلې ، له همدي لاري ای، ايس ،ای ځان ته په زرګونو ګوريلايې جنګيالې هم جوړ كړل او په يوه اندازه وسلې او ډالر يې هم ووهل.
د امريكا د متحده ايالاتو پخوانی ولسمشر بل كلنټن په خپل كتاب زما ژوند كي ليكي: په ۱۹۹۹م كال كي د افغانستان د خوست پر ولايت د القاعدي پر مركزونو مي له دې كبله بريد وكړ، چي القاعده په كينيا او تنزانيا كي زموږ پر سفارتونو په بمي بريدونو كي لاس درلود. په حمله كي ځيني په القاعده پوري تړلي كسان او ځيني د پاكستان د پوځ پاكستاني صاحب مصنبان ووژل سول چي په هغو كمپونو كي يې كشميري ترهګر تربيه كول.