خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د ټولنې د ودې لارې چارې

ګل آغا احمدي وردګ

د یوې ټولنې د هر اړخیزې ودې لارې چارې ډیر اړخونه لري او له مختلفو لارو  څخه انسانانو ته په لاس ورځي څو ټولنه پرمخ روانه شي، د پرمختیاوو په کاروان کې خپل ځان ورګډ کړي، وګړي یې د ښه ژوندون خاوندان شي او د خپلو ټولو اوسیدونکو لپاره د سوکالۍ، نیمکرغۍ او خوښۍ محل ته لاره پرانیزي. خو ټولنیز امن، سوله، ورورګلوي، یووالی، د قانون پلوي، ښوونې او روزنې ته ریښتنې پاملرنه، کلتوري وده او له نوې ټکنالوجۍ سره آشنايی، اقتصادي پراختیا، غوره سلوک  او داسې نور بنسټونه د یوې ټولنې په وده کې رغنده رول تر سره کولای شي. نوموړي اساسات د انسانانو ټولنه د پرمختګ د وړانګو له کاروان سره یو ځای کوي او د هغو ناخوالو په مخنیوي کې مثبت رول لوبوي چې د یوې ټولنې د پرمختګ د لارې خنډ وي.

موږ په خپله دې مقاله کې یو لړ هغو لارو چارو ته اشاره کوو چې د ټولنې د هر اړخیزې نیکمرغۍ او ودې په لاره کې ګټورې تمامیږي او د وګرو ژوند یې د پرمختیاوو د سمسور پسرلي په ګلونو ښکلی کوي.

سوله او امنیت

سوله د انساني ژوند په چارو کې هغه مهم بنسټ دی چې قرآن عظیم الشان کې د خیر او ښیګڼې په نوم یاده کړې ده او ویلي دي چې: (والصلح خیر) یانې (سوله ښه ده). همدارنګه د سولې او امنیت په فضا کې ژوند کول نړۍ ته د هر اړخیز پرمختګ جامې پوښي، د تمدن او پرمختګ په لوري یې بیايي او د نیکمرغۍ وړانګې د سوله ایزو پرګنو په برخه  کوي. د سولې او امنیت له کبله سیمه د آسماني برکاتو سره مخ کیږي او د ټولنې هر وګړی یوازې د هر اړخیزې خوښۍ، خوشحالۍ، نیمکرغۍ او پرمختیا په اړه فکر کوي. سوله او امن چې په کومه ټولنه کې نه وي نو د هغه ټولنې ژوند د تورتم، بدبختۍ، تاوتریخوالي، شکنجې، آزار، ناپوهۍ، بیلتون او داسې نورو ډول ډول ناخوالو سره مخ کیږي چې د انسان د روحي آرامۍ، پرمختګ او ښیرازۍ لاره ډب کوي.

یووالی او ورورګلوي

یووالی او ورورګلوي هغه ستر نعمت او الهي پیرزوینه ده چې انسانان له یو بل سره ګډ ژوند ته رابولي. یووالی او وروګلوي په ټولنه کې د انسانانو تر منځ د غوره اړیکو د ټینګولو یوه بختوره لړۍ رامنځته کوي. یووالی او وروګلوی د الهي برکاتو د څرک تر ټولو غوره پالونکی دی په دې مانا چې هغه ټولنه د ژوند د هر اړخیزو وړانګو سره مخ کیږي چې ورورګلوۍ یې د ژوند په چارو حاکمه او د مهربانۍ په پلوشو کې له نورو انسانانو سره خپل کړه وړه تنظیموي.

خو هغه ټولنه د ډول ډول  د بدبختیو  له توپان سره مخ کیږي چې د وګړو د یووالي بنسټ یې نړیدلی وي، په بیلتون، نفاق او تورتم کې شپې او ورځې تیروي. موږ په سیمه ایزه او نړیواله کچه د خپل ژوند په نږدې  تاریخ کې د ناکامو  انساني پرګنو ځینې  نمونې هرو مرو لیدلې دي چې د ورورګلوۍ د بنسټ د سستوالي له کبله له ډول ډول بدبختیو سره مخ شوې دي.

د غوره قانون پلوي

انسانان په هره ټولنه کې د خپل ژوند د سمون، د خپلو چارو د ګړنديتوب  او له نورو انساني ټولنو سره د خپلمنځي اړیکو د ښه والي او پرمختیا لپاره یو لړ غوره قوانین ټاکي چې د هغه قوانینو متابعت انسان په ټولنه کې د ښو اخلاقو، غوره نظام او غوره پرمختګ له یوې بختورې لړۍ سره مخ کوي، د غوره ژوند په راز یې پوه کوي او د  نیکمرغۍ لوري ته یې بیایي.

د غوره قانون رامنځته کول او د هغه پلوي د انسانانو هغه نوښت بلل کیږي چې لوی خدای (ج) پر خپلو بندګانو لورولی او هغوی ته یې د خپل الهي کرم له مخې د دې وړتیا ور په برخه کړې ده چې د خپل ژوند د  سمون لپاره په غوره توګه قانون جوړ کړي، د هغه پلوي تنظیم  او په ښه توګه له نورو انسانانو، حاکم نظام او نورو انسانانو سره د غوره ژوند کولو وړتیا پیدا کړي.

ښوونه او کلتوري بډاینه

د ښوونې او روزنې په هکله یوازې د دې خبرې یادونه کفایت کوي چې د هغه حصول، زده کړه او لاسته راوړنه پر ټولو نارینه او ښځینه  انسانانو فرض ګڼل شوې ده. البته کوم بنسټ چې د آسماني قانون له مخې په انسانانو باندې فرض ګڼل شوی دی نو په طبیعي توګه چې هغه ډیر لوړ مقام لري، انسان د عزت او سرلوړی لوري ته وړي او د کامرانۍ مرتبې یې په برخه کوي. له بلې خوا که چیرې وګورو چې ولې په نړۍ کې ځینې انساني ټولنې د خپل ژوند د په هسکو پوړیو کې د پرمختګ منزل کوي نو له ورایه څرګندیږې چې د هغوی د پرمختیا دلیل په ټولو انسانانو کې د ښوونې او روزنې عمومیت ګڼلی شو.

کلتوري وده د ښوونې او روزنې تر څنګ یوه بله ډیوه ده چې انسان د خپلې ټولنې د معرفي او د خپلو ټولنیزو او کلتوري بنسټونو د معرفي کولو لوړې مرتبې ته رسوي. د کلتوري ودې په وسیله انسانان د خپلې ټولنې له منځ څخه د غوره لیکوالانو، شاعرانو، ادیبانو او فرهنګي شخصیتونو په پیدا کولو بریالۍ کیږي او د خپل ځان هویت په اغیزمنه توګه د تاریخ زړه ته سپاري چې د زمانې په لنډ او اوږده واټن کې د انسانانو د عمومي نیکمرغۍ د حصول په لاره کې ګټور ثابتیږي.

له نوې ټکنالوجۍ سره بلدتیا

نوې ټکنالوجي هغه ستر نعمت دی چې له انسانانو سره د چارو د غوره سمون، د کارونو د سرعت او له انسانانو سره د هر اړخیزو اړیکو د رامنځته کولو او پیاوړتیا په لاره کې ګټوره ثابتیږي. له بلې خوا نوې ټکنالوجي انسانان د پوهې په هغه لوري بیايي چې نوي علمونه او فنون له ځان سره و لري، نوې نوښتونه په کار لویدلي وي، نوې پوهنه له نورو تجربو سره یو ځای د پرمختګ په لاره کې د انسانانو لاسنیوی کوي.

نوې ټکنالوجي هغه مهال ګټوره ده او له انسانانو سره د هغوی د پرمختګ په لاره کې مرسته کوي چې له هغه څخه سالمه استفاده وشي او د انسانانو د مثبتو اړتیاوو درد دوا کړي. په دې ځای کې د یوې خبرې یادونه اړینه ګڼل کیږي هغه دا چې د ژوند هره وسیله د انسانانو د ګټې لپاره پیدا شوې ده خو دا بیا د انسانانو کار دی چې آیا هغه د خپلې دنیوي او اخروي ګټې په لاره کې استعمالوي او که د زیان. نو له دې کبله ویلای شو چې د نوې ټکنالوجۍ د ټولو جادویي پرمختیاوو په شمول د ژوند له هرې وسیلې څخه مثبته او منفي ګټه اخیستل ممکنه ده خو دا کار  بیا په انسانانو پورې اړه لري چې د نوې ټکنالوجي په شمول د پرمختګ وسایل څرنګه دخپل ژوند د هر اړخیز سمون په لاره کې استعمالوي.

اقتصادي پرمختګ او سالمه سیالي

اقتصادي فعالیتونه او د ژوند په چارو کې سالمه سیالي د یوې پیاوړې ټولنې د جوړیدو په لوري لاره پرانیزي، وګړي یې د ښه ژوند خاوندان کیږي او د ټولنې اقتصادي سرچینې په ښه  شکل په کار لویږي. په دې برخه کې د خصوصي سکتور ونډې ته پاملرنه ضروري ده څو د ټولنې د اقتصادي پرمختګ په یرخه کې فعاله ونډه واخلي او هغه پانګې په سمه توګه په کار و ګماري چې د ټولنې ته له خپل سوداګریز، طبیعي او کرنیز چاپیريال څخه په لاس ورځي. همدارنګه د ټولنې وګړو ته په کار دي چې د اقتصاد د ښیرازۍ په ډګر کې په غوره او مسلکي پوهنو ځان سمبال او  په خپله سیمه کې داسې یوه صنعتي انقلاب ته لاره پرانیزي چې د خپلو خلکو د اړتیاوو د پوره کولو سره سره خپل تولیدات نورې نړۍ ته صادر کړي.

له نشيي موادو څخه د ټولنې پاکوالی

هر ډول نشه مواد د هغه کرنه، استعمال، قاچاق، سوداګري او کار وبار د انسانانو لپاره د داسې زهرو په څیر دي چې د ژوند بهیر  یې له منځه او له نابودۍ سره یې مخ کوي . په دې مانا چې شاید د نشه یي توکو کارباریانو ته په ظاهره څه مادي ګټه په لاس ورشي خو هیڅکله به له هغه روحي آرامۍ سره مخ نه شي چې د حلالو څیزونو د کارو بار په نتیجه کې لاس ته ورځي او په آرامۍ سره پرې خپل ژوند ته سمون ورکوي. له بلې خوا د نشه يي توکو لعنت د دې ناولې پدیدې د کارباریانو په خپل کور، سیمه او ماحول کې نه تم کیږي بلکي د ټولنې د عامه سپکاوي سبب ګرزي او تر ټولو لوی تاوان یې دا دی چې د ټولنې ځوان نسل پرې ګرفتار او ژوند یې د تهدیدونو سره مخ کوي.  همدارنګه د ټولنې نوم په نړیواله سطح بد او په نړۍ کې د یوې بدې ټولنې په حیث معرفي کیږي چې په نړیواله کچه یې وګړي د نورو تر شک لاندې وي. له بلې خوا د نشه یي توکو د کاروبار زیان یوازې په دې دنیا پورې هم منحصر نه دی بلکي د دې ناولې پدیدې استعمال کوونکو، ترویج کوونکو او کاروباریانو ته په  اسلامي نصوصو کې د سخت عذاب وعدې هم ذکر دي.

نو له همدې کبله یوه ټولنه هغه مهال د بشپړ تکامل په لوري ګړندي ګامونه اخیستی شي چې له دغه ناوړه پدیدې څخه یې خلاصون موندلی وي.

وړاندیزونه:

د بریښنا فکري موسسه د ټولنې د ودې د غوره لارو چارو د تامین لپاره لاندې ټکي د وړاندیز په توګه وړاندې کوي:

  1. د خبري رسنیو او تعلیمي موسساتو له لارې دې د ټولنې د ودې په هکله مثبت تبلیغات وشي.
  2. د ټولنې لپاره د ښو افرادو روزل باید چې له کورنۍ څخه پیل شي او دغه مهم کار ته دې د کورنیو په متوجه کولو کې د ټولنې ټول اړوند اړخونه خپل رول و لوبوي.
  3. له نشي توکو سره د مبارزې او اقتصادي پرمختګ په لاره کې فعالیت د ټولو افغانانو شریک مسوولیت دی چې باید په دې هکله له بل هر وخت څخه فعالانه عمل وکړي.
  4. د یوې بریالۍ ټولنې د جوړیدو په لاره کې دې له ټولو بریالیو ملي او نړیوالو تجربو څخه ګټه پورته شي او په دې لاره کې دولت او ملت ګډو مسوولیت لري.