په ټولنه کې د کتابتون ارزښت
ګل آغا احمدي وردګ
كتابتون د انساني ټولنې د كلتوري، فرهنګي او پوهنيزو هڅو د پراختیا لپاره له ځانګړي اهميت څخه برخمن دى. كتابتون له هغه محل څخه عبارت دى چې د انسانانو د علمي چارو د پياوړتيا او څيړنې لپاره يې ډول ډول كتابونو او اړوندو پوهنيزو، او كلتوري توكو ته په خپله غيږ كې ځاى وركړى وي، منظم جوړښت لري او د ځانګړي قانون څخه برخمن وي چې د پوهنې دريا هم ورته ویلی شو.
كتابتون د انسانانو د پوهنيزې سطحې په لوړولو كې رغنده او جوت رول لري، د کتابتون مسلکي ملګرتیا، پراخه مطالعه او له کتاب لوستلو سره مینه انسانان د پوهنې لوړو لوړو پوړيو ته رسوي او د كلتوري هڅو په لړ كې د يوه مهم عنصر په توګه ورته كتل كيږي.
د كتابتون د تاريخچې په هكله د نړۍ د پوهانو ترمنځ مختلف نظريات شته دي خو زياتره په دې آند دي چې ليكنه پنځه زره كلن تاريخ لري او د حضرت مسیح له میلاد څخه د مخه د مصر د فرعونانو په ميندل شوو آثارو كې د ليكنو مختلف ډولونه ليدل شوي دي چې نوموړې لړۍ ته سر ور ښكاره كول ځانګړې څيړنې ته اړتيا لري.
په دې كې شك نشته چې د انسانانو په ژوند كې كتابتون د خپل ځانګړي اهميت له مخې اوږد او پرتمين تاريخ لري او د زمانې په مختلفو پړاوونو كې يې د انسانانو په پوهنيزه او كلتوري بډاينه كې يې ونډه درلودلې او خپل ځانګړى رول يې تر سره كړى دى. په دې لړ كې د چنګيز له ورانوونكې حكمرانۍ څخه د مخه موږ د خپل هيواد افغانستان او ټول اسلامي امت په قلمرو كې د خورا غوره او ارزښتناكو كتابتونونو يادونه كولى شو چې په بغداد او نورو اسلامي ښارونو كې يې پوهې او ادب د مينانو چوپړ كاوه او په ډيره بې رحمۍ سره د چنګيز د لښكريانو له خوا ځينې د اور خوراك او ځينې نورې بيا سيندونو ته غوزار شوې چې يو پرتمين او پرمختللى تمدن يې له منځه یوړو.
همدارنګه د اسلامي تمدن په لړ كې د اندلس زرين تاريخ د يادولو وړ دى چې له نورو پرمختللو كارونو سره سره د كتابتونونو په جوړولو كې هم جوت ګامونه پورته او انسانان يې د خپل تمدن هسكو پوړيو ته جګ كړي دي چې ټول عالم بشريت ته يو ستر خدمت ګڼل كيږي.
د نړۍ له نوو جغرافيايي بدلونونو او صنعتي انقلاب سره يو ځاى د پوهنې د بنسټونو د پياوړي كولو په لاره كې هم پراخې هلې ځلې شوې چې په دې لړ كې د نړۍ په ګوټ ګوټ كې ګټور كتابتونونه هم رامنځته شوي، د انسانانو خدمت يې كړى او په حيرانوونكې توګه پرمخ تللي دي. سره لدې چې د اسلامي هيوادونو په قلمرو كې په دې هكله هڅې روانې دي خو په دې لړ كې د نړۍ پرمختللو هيوادونو د مخكښ رول واګې پخپل لاس كې نيولې او په پراخه پيمانه يې د اهميت په سترګه ورته كتلي دي چې د امريكا د كانګريس كتابتون د زمانې له خورا سترو او بډایو كتابتونونو څخه ګڼل كيږي. په همدې توګه بايد ووايو چې پوهنې او كلتور ته د اهميت وركولو په لړ كې د اقتصادي ، ټولينزې، او عسكري پياوړتيا سره يو ځاى په ټوليزه توګه غربي نړۍ د خپلو هلو ځلو په وسيله لومړۍ او مخكښ رول د انسانانو په منځ كې د خپل ځان لپاره خوښ كړى دی او له دې حقیقت څخه انکار نه شي کیدای. په دې لړ كې يې داسې علمي كړنې سر ته رسولې او رسوي يې چې د افغاني ټولنې په شمول د نړۍ بله هره ټولنه د حيرانتيا په سترګو ورته ګوري.
كتابتون د نوې زماني د پرمختګونو سره سم په خپله غيږ كې هر ډول كتابونو، مجلو، ورځپاڼو، مهالنيو خپرونو، كلتوري هڅو، كمپيوټر، انټرنيټ، آديويي او ويديويي آسانتياوو ته د خپل ځانګړي قانون، وسايلو او نظم په چوکاټ کې ځاى وركوي چې د اړتيا په صورت كې د څيړونكيو او ليدونكيو د ګټې وړ ګرزي.
له همد امله د خپلو پرمختګونو له بهير سره سم د نړۍ ولسونه كتابتون ته ځانګړى اهميت وركوي او جوړښت يې په ټوله نړۍ كې له يوه او بل اړخ څخه په الهام اخيستنې سره عام شوى دى. موږ ګورو چې د نړۍ په هره خوا كې پوهنتونونه، پوهنيزې ادارې، دولتي ارګانونه، مدني ټولنې، كلتوري كړۍ، ادبي بنسټونه ، ښارونه او كلي د ځانګړو كتابتونونو خاوندان دي. په همدې توګه د نړۍ زيات شمير پوهان خپل ځانګړي كتابتونونه هم لري.
كتابتون د خپلو ليدونكيو پر مخ له خپلو موادو څخه د مطالعې، څيړنې او هر ډول استفادې دروازه پرانيزي چې د دې لوى او خواږه دريا څخه د خپلې اړتيا له مخې تنده ماته کړي. بايد وويل شي چې كتاب د انسانانو د ژوند تر ټولو غوره، خواخوږى او مهربان ملګرى دى چې په ډيره مينه سره او پټه خوله د خپل زړه بوخڅه ليدونكي ته پرانيزي.
كتابتون خپلو كتابونو او اړوندو موادو ته د يوه ځانګړي تصنيف يا بيلوالي له مخې ځاى وركوي چې هغه ته د تصنيف چارې ويل كيږي. د تصنيف په لړ كې هر علم په كتابتون كې ځانګړى مقام نيسي او د يوه ځانګړي حسابي رمز په وسيله په نښه كيږي. په همدې توګه د پوهنو د هرې څانګې رمز له بلې څخه جداوالى لري چې نوموړى شفر يا رمز ډير ساده دى او د كتابتون پوهنې مينه وال يې په آسانۍ سره زده كړه او استعمال كولاى شي.
د تصنيف په چارو كې تر ټولو مشهور تصنيف د امريكا د كانګريس د كتابتون دى چې وروسته يې بيا نورې نړۍ ته هم پراختيا موندلې او د اوسنۍ زمانې زياتره كتابتونه د كانګريس د تصنيف په بنسټ سره بيليږي. يو بل مشهور تصنيف چې په اوسنۍ نړۍ كې يې زيات شهرت موندلى د يوه امريكايي تبعه دى چې د ديوي عشري په تصنيف سره شهرت لري او د نړۍ زياترو كتابتونونو د خپلو كتابونو د نظم لپاره خوښ كړى دى. د ديوي عشري تصنيف په دې ډول دى چې يو ځل يې د انسانانو په منځ كې مروج علمونه په آتو برخو ويشلي او بيا يې هرې څانګې ته د عمومي شميرې سره يو ځاى لس ګونې شميرې ور اضافه كړې دي. بايد وويل شي چې د دې سيستم د پلي كولو په لړ كې هر یوه کتاب ته درې کارتونه جوړیږي چې يو د كتاب د نوم، دوهم د موضوع او دريم د كتاب د ليكونكي په نوم ليكل كيږي. په دې مانا چې د ټول كتابتون كارتونه د همدې سيستم په لړ كې په څو وړوكو صندوقچو كې ځاى په ځاى كيږي او د اړتيا په وخت كې څيړونكى كولاى شي چې په كتابتون كې موجود كتاب د خپلې ځانګړې شميرې، نوم، موضوع، او يا مولف له نامه څخه په ډيره آسانۍ سره پيدا كړي. د دې مختصرې شننې څخه به ګرانو لوستونكيو ته ګرانه وي چې د هغه له بشپړ سيستم دې په پوره توګه بلدتیا تر لاسه كړي خو عملي كار يې بيا ډير آسانه دى او لكه مخكې چې وويل شول په زياترو اسلامي هيوادونو كې هم د خپلو كتابتونونو په تنظيم كې له همدې سيستمونو څخه كار اخيستل كيږي.
سره لدې چې كتابتون خپل اړوند مواد او كتابونه ساتي خو لدې سره سره نور ډير زيات خدمتونه هم شته چې كتابتون يې د خپلو مينه والو لپاره په لاره اچوي چې خلكو ته د كتاب او نورو اړوندو موادو امانت وركول دي چې د کتابونو استعاره یا عاریت هم ورته ويل كيږي.
د كتابتون پوهنې لپاره د نړۍ د زياترو هيوادونو په پوهنتونو كې ځانګړې پوهنځۍ تشكيل شوې څو د كتابتونونو راتلونكي مسوولين په كې و روزل شي. له دې سره سره كتابتون د پوهنيزو، كلتوري، ادبي او ټولنيزو لكچرونو او روزنې ځاى هم دى.
زموږ په هيواد كې د كتابتونونو په اړه بايد وويل شي چې په عمومي توګه وضعه خواشينوونكې او له نړيوالو سره د پرتلې وړ نه ده ځكه هغه ناڅيزې فرهنګي زيرمې، كتابتونونه او كلتوري شتمنۍ چې افغانستان درلودې زياتره برخه يې د تيرې غميزې په لړ كې په ډيره بې رحمۍ او قصدي توګه د جګړه مارو كړيو په لاس له منځه یوړل شوه چې ځينې ليكنې پرې شوې هم دي او تكرار يې د دې مقالې دنده نه ګڼم.
اړينه خبره دا ده چې افغان ولس دخپل حكومت او اړوندو موسساتو په مرسته د كتابتون د جوړولو بهير ته د بيا رغونې پياوړتيا ور په برخه كړي، رواج يې كړي او په دې هكله هر اړخيزو هڅو ته مټې را ونغاړي.
افغانستان به هغه مهال د يوې بشپړې سولې او پرمختګ غيږې ته پناه يوسي چې افغانان په خپله د خپلو پوهنيزو، قانوني، كلتوري، او فرهنګي بنسټونو په بيا رغاونه او پياوړتيا كې فعال رول و لوبوي. په دې هكله د نورو اړوندو ګټورو كارونو تر څنګ د هيواد په ګوټ ګوټ كې د كتابتونونو رامنځته كول يو اړين ګام دى. د بریښنا فکري موسسه وړاندیز کوي چې په دې اړه څو ټكي په پام كې و نيول شي.
لومړى: د داسې يوه فكر خورولو ته وده وركول چې د كتابتون رامنځه كيدل او له هغه څخه سالمه ګټه اخيستل د افغانانو د ژوند په لارو چارو كې د قانون پلي كولو ته په پراخه پيمانه لاره پرانيزي.
دويم: د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت په چوكاټ كې دې د كتابتون ریاست را منځته شي چې د محدودو او پياوړو كدرونو په درلودلو سره به يې دنده يوازې او يوازې د هيواد په مرکز، ولایتونو او ولسوالیو كې د كتابتونونو رامنځته كول، پالنه او بډاينه وي. په همدې توګه د نوموړي رياست لپاره داسې زړه سواندي افغانان په دندو و ګومارل شي چې په ریښتنې افغاني روحیه سمبال او د خپل هیواد د بچیانو لپاره صادقانه ګامونه کښيږدي.
دريم: غوره خبره به وي چې افغان حكومت هر كال او يا د كال په درشل كې څو ځله د خپل هيواد د كتابتونونو د بهير د ښه والي لپاره د فرهنګي ټولنو او شخصيتونو سره يو ځاى د هيواد په پلازمينه او ولايتونو كې د لويو لويو غونډو او سيمنارونو تابيا وكړي څو هغه لارې چارې و څیړل شي چې په هیواد کې د كتابتونونو جوړولو لړۍ ته اغیزمنه پراختیا ور بښي.
څلورم: د هيواد په ټولو پوهنتونونو كې دې د كتابتون پوهنې پوهنځۍ په عملي او واقعي توګه پرانيستل شي او په دې اړوند دې داسې كاري څو د کتابتون لپاره مسلکي کسان و ورزل شي.
پنځم: د افغانستان د اسلامي جمهوريت حكومت ته ښايي چې د اطلاعاتو او كلتور د وزارت او يا هم د يوه ځانګړي پروګرام له مخې د ګټورو كتابونو د رانيولو، د كتابتونونو د ودانيو جوړولو، د كتابونو د چاپ د لړۍ د پراختيا، د وړتيا له مخې د مسوولينو د ټاكلو او داسې نورو كارونه په خپله پراختیايي بودجه کې شامل کړي.
شپږم: ټولو خبري رسنيو لكه راديوګانو، تلويزني چينلونو، ورځپاڼو، مجلو، جريدو او مهالنيو ته دنده وركړل شي چې په هيواد كې د كتابتون د لړۍ د پياوړتيا او رواجولو لپاره اغیزمن تبلیغات په لاره واچوي.
اووم: د افغانستان حكومت، فرهنګي ټولنې، مدني خوځښتونه، پوهنتونونه او نورې اړوندې ادارې دې د هيواد د ننه او بهر د كتابتون د ځانګړو بريښناپاڼو او بريښنايي كتابتونونو په رامنځه كولو كې خپلې هڅې ګړندى كړي.
آتم: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دې په لوی تیراژ د کتابتون په نامه د یوې علمي، تخصصي، څیړنیزې او میاشتنۍ مجلې د چاپ تابیا وکړي او ځانګړې دنده یې په ټولنه کې د کتابتون د بهیر خپرول وي.
نهم: په افغانستان کې دې د منل شوي نړیوال ستندرد له مخې د کتابونو د تصنیف چارو ته پراختیا ورکړل شي ځكه په دې هكله همدا اوس د هیواد په مرکز او ولایتونو كې د څو مختصرو او محدودو كتابتونونو سيستم له زياتو ستونزو سره مخ دى او په كتابتون كې د يوه كتاب پيدا كول د څيړونكي او د کتابتون د مسوولینو لپاره يو ستونزمن كار ګڼل كيږي.
لسم: د هيواد د جمهوري رياست د مقام په دفتر، د پارلمان په ودانۍ، وزارتونو، د زده كړې په موسساتو او ټولو دولتي دوايرو كې د ځانګړي كتابتون جوړيدو ته ژوره اړتيا ليدل كيږي. همدارنګه هڅه دې وشي چې د دفترونو کارمندان د كتاب له مطالعې سره بلدتيا تر لاسه کړي.
یوولسم: اړینه ده چې د افغانستان د کتابتون جوړولو لړۍ د مغرضو او لاسوهونكيو ګاونډيو هيوادونو له كلتوري يرغل څخه و ژغورل شي بلكي زيات ټينګار پر دې ټكو وي چې د افغانستان د ټولنيزو سمونونو د پياوړتيا په موخه ګټور كار وكړي.
دولسم: د كتابونو د لړۍ د پراخوالي سره څنګ پر څنګ ښايي چې نوموړى كلتوري غورزنګ د ژباړې، تاليف، كتاب چاپولو، د ليكنې پياوړتيا او داسې نورو اړوندو كارونو سر ته رسول خپله دنده و بولي او د خپل افغاني كلتور د بډاينې لپاره كار وكړي.
اخځلیکونه:
- د کابل د عامه کتابتون ریاست
- د کابل پوهنتون کتابتون
- د ketabtoon.net بریښنا پاڼه