خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

ملي ګټې او د اختلافاتوسرحدونه

لیکوال: ماموند

د هر هیواد ملي ګټې دا ایجابوي چې د تاریخ په هر حساس پړاو کې د ملي ګټو درناوی وشي اود هغو په رڼا کې سیاسی  واک لرونکي او هغوي چې ځانته مخالفین وايی ګډ دریځ ولري. که واک لرونکي ګوند،جبهه او یاهم شخصیتونه د ملت او هیواد په وړاندې اجراییوي مسوولیت لري نو اپوزیسیون ددې څخه زیات د سیاسي، نظامی، اقتصادي ، ټولنیزو-فرهنګي ستراتیژیو او پروګرامونو د طرح کولو،تصویب او سمولو دروند مسوولیت په غاړه  لري. داختلافاتو حدود او صغور د ملي ګټو په چوکاټ کې ټاکل کیږی او دا نه چې د سیاسي حریف او سیال د راپرځولولپاره ددښمن پلانونو او بریاوو ته هرکلی وویل شي.

افعانستان چې د تاریخ د خورا حساس پړاو څخه تیریږي دداسې ننګونو سره مخ دی چې که دهغو مقابله په سیاسي بصیرت او د ملي ګټود خوندي ساتلو په چوکاټ کې ونه شی نو کیدلای شي دغه غمیزه دټولولپاره چې که په واک کې دي اویا هم ځان سیاسی مخالفين بولي یو شان وي ، او هیواد وال خو به تر ټولو زیات رنځونه ګالي.دلته ده چې د اختلافاتو سرحدونه ټاکل کیږي او هغوي چې ددغو پولو اوحدونو رعایت کوي په واقعیت کې ددې هیواد او خلکو ریښتوني خدمتګاران دي.

افغانستان چې د بیلابیلو اتنیکي او ژبنیو جوړښتونو څخه جوړ یو تاریخي هیواد دی او دبده مرغه د ډیرو زیاتو لاملونو په سبب ډیر وروسته پاتې  دی اوس د وخت دډیرو زیاتو چیلنجونو سره مخ دی او هغه جګړې چې ورباندې تحمیل شوي دي او لا روانې دي ددې اړتیا يی په ډاګه کړې ده چې ټول په ګډه د ملي ګټو د ساتنې چارې ته توجه وکړو،سیاسی واقعیتونه ددغوګټو او ارزښتونو په هنداره کې وګورو او پرې نه ږدو چې دښمنان په خپلو هدفونو کې بریالي شي.

دلته یوټکی ډیر دپام وړ دی چې د سیاسي ځواک لاسته راوړل او یا هم په هغه کې پاتې کیدل په واقعیت کې د ملي ګټولپاره قرباني ورکول دي نه داچې سیاسي ځواک د خپلو شخصي لاسته راوړنولپاره وي او یا هم ددې لارې سیاسی سیالان وځپل شي.سیاسي ځواک هغه مهال د عامو وګړو د ملاتړ څخه برخمن کیږي چې هغه د ملي تفاهم لپاره امکانات جوړ کړي او په امنیتی-نظامی ، عمومي –اقتصادي او دبهرنی سیاستونو په چوکاټ کې توافق راولي.دلته ده چې پر ځواک کې ډله او یاهم شخصیتونه خپل فکر اواراده نه تحمیلوي، بلکه دا هغه  څه دي چې ملی تفاهم او توافق ته اړتیا جوتوي.دغه شان پیچلو حالاتو کې د سیاسي اپوزیسیون بصیرت او لرلید خورا کارنده وي.

د بده مرغه د هیواد تاریخ ډیر کم  داسې شواهد لري چې د هغو له مخې د ملي ګټو لومړیتوب ته پام شوی وي او ډیر وخت خونړیو سلوکونو او نښتو او د قدرت د تر لاسه کولولپاره سیالیو هیواد د ګواښ سره مخ کړی دی. دیو زمامدار د را پرځولولپاره د سیاسی سیالۍ پر ځای د وسله والې سیالۍ، دسیسې او د ملي ګټو د قرباني کولو د لارې او روش څخه کار اخیستل شوی دی، په دغه ډول عمل سره د دموکراتیک فرهنګ ځای د خشونت فرهنګ نیولی دی او دادی مونږ لا  اوس هم دتاريخ  څخه پند نه دی اخیستی او غواړو د هغه دښمن سره لاس پر لاس ولاړ شو چې ورته هیڅ ډول بشري ارزښت مانا نه لري.

ملي وحدت اود ملي تفاهم  سره دښمني داسې مساله نه ده چې عامو وګړو را منځته کړې وي بلکه داد ناروغه فکر لرونکو سیاست کونکو او د تعصب په سرطان د اخته کسانو د ذهن څخه منشا‌ء اخلي او معصوم ذهن لرونکي هیوادوال  ددې قرباني کیږي چې په دې توګه دښمنانه چاپیریال را منځته او هیواد د یو ناورین څخه بل ناورین ته ورننوځي.

دفکر او نظر پلورالیزم هغه عنصر دی چې مونږ ورته اړه لرو اوددې پرته به دا ناممکنه وي چې مونږد ملي ګټو په رڼا کې د هیواد دډیرو مهمو مسالو په اړه د توافق او تفاهم پرلور ولاړشو. د دوستانه بحثونو او په ملي کچه د ډیالوګ د لارې کیدلای شي ډیرې داسې مسالې حل شي چې له یوې خوا پر حاکمیت باندې د خلکو باور زیات اود بلې خوا دډیرو زیاتو غلطیو مخه ونیول شي.هيڅ شخص په خپل ذات کې کامل نه دی او نه هم کیدلای شی چې د هیواد په سترو مسالو کې چې ورسره د وګړو سرنوشت تړلی وي د فردي او پرخپل سر پریکړو د لارې کو مې مثبتې پایلې ته ورسیږو.

ددښمنانو او مخالفینو تر منځ باید توپیر وشي، سیاسی او د ستراتیژیو مخالفان کیدلای شي چې ډیر ښه هیوادپال وي او د هیواد ددښمن سره د مقابلې او جنګ ښه ځواکمني ولري او دا چې همدغه مخالف یو وخت د ښه ایتلاف او د ملي تفاهم د بهیر او کاروان باوری ملګری وي او د هغوي ګټې هم د ټولیزوګټو په چوکاټ کې تامینیږي.که سیاسی اپوزیسیون د ګوندونو په شکل کې رامنځته کیږي نو په دې صورت کې دولسواکۍ لپاره زمینه برابریږي خو که سیاسي ګوندونه ځانته نظامي تشکلات جوړوي نو په دې صورت کې نه ولسواکي راځي او نه هم ملي ګټې ساتل کیږي. دې صورت کې بهرني دښمنان فعاله او ملي ګټې د خورا ستر ګواښ سره مخ کیږي.

افغانستان چې د ۲۰۰۲م کال راهیسې د دموکراتیکو موسسو د جوړولو پر لاره روان دی لا اوس هم هغه پړاو ته نه دی رسیدلی چې ددموکراسۍ د ټولو ارزښتونو څخه وګړي ګټه واخلي.ددې ارزښتونو څخه د ګټې اخیستنې لپاره باید ددموکراتیک نظام هغه بنسټونه ټینګ شي چې خلک په کې د خپلو حقونو څخه برخمن شي.پرمختیايی چارې باید د یوې معقولې اقتصادي کړنلارې د لارې پرمخ ولاړې شي او پر دولتی سترو چارو کې داسې کسان وټاکل شي چې ورته ملي ګټې تر هرڅه مقدمې وي،د دولتی شتمنیو څخه د ځان د شتمنۍ فکر ورسره نه وي، په چارو کې قاطع وي او وخت پر محافظه کارۍ کې تیر نه کړي.پر وخت د عامه ګټو لپاره کار وکړي، هیواد ورباندې تر هرڅه ګران وي او هیڅکله د څوکۍ دساتلو فکر ونه کړي. دغه ډول شخصیتونه خپل ذاتي مهارتونه په کار اچوي، د خپلو مادونانو سره د لاسته راوړنو او نتیجو په ژبه چلند کوي او دهغوي د خوښ ساتنې معیار هم د هغوي له خوا په کارونو کې د نوښت پرتله تلل کیږي.د ستروادارو چارواکې باید دځان سره د اجرااتو د هرې ورځې حساب ولري او وخت پر وخت خپل همکاران د نتیجو او چیلنجونو څخه خبر وساتي. دولتي چارواکې حاکمان نه بلکې خدمتګاران وي!

بله ستره مساله چې د ملي ګټو د ساتنې په لاره کې د پام وړ ده ،داده چې په هیواد کې د خلکو د سواد د کچې په پام کې نیولو سره باید مطبوعات چې د ګوندونو او یا هم ټولنو له خوا نشرات کوي  ملي ګټې په پام کې ونیسي او د هغو څخه د غچ اخیستنې او د بهرنیو دښمنانو د دسیسو د پلي کولولپاره چې هغه ملي تقاهم او وحدت ته تاوان رسول دي، کار وانه اخلي. د رسنیو ازادي په دې مانا نه ده چې ورڅخه د ملي ضد تبلیغاتو او یا هم شخصیت وژنې وسیله جوړه او په پایله کې د هیواد وضع لا هم بحراني کړي.ډیر کسان چې د تعصب پر سرطان په مزمن ډول اخته دي اګاهانه او یا هم غیر آګانه داسې مسالې څیړي چې هغه هیڅ مورد نه لري او نه کومه ستونزه حل کولای شي. دټولو وګړو بنسټیز حقونه په ټولیز ډول تامین کیدلای شي او دا هغه وخت چې هیواد کې ټیکاو، سوله او ټولنیزه سوکالي وي.د یو قوم او اتنیکي ګروپ ګټې د بل قوم او ګروپ د ګټو په نفی کولو سره نه تامینیږی بلکې ددې سره بحران نوي ابعاد مومي. نو ځکه رسنۍ چې د مدني ټولنې مهم رکن دی ددې رسالت لري چې تفاهم ته لاره هواره کړي، کرکه او نفرت په ښه نیت واړوي.

 دملي تفاهم او ملي ګټولپاره څه په کار دي ؟

  • په هرو شرایطو کې د یو هیواد ملي ګټې د وخت او نړیوالوحالاتو سره په تغیر او تحول کې وي.د بریښنا فکري موسسې د تاریخ په دې سخت پړاو کې د هیواد ملي ګټې داسې بللې دي: امنیت ، عدالت، اقتصادي پرمختیا اود شخصی اصالت تامین .

دلته دپام وړ مساله داده چې پر سیاسی ځواک کې او د هغه دباندې ټول سیاسی او مدني جړښتونه باید په دې لاره کې مخکښ شي چې دغو ګټو ته کار وشي او هغوي چې په او سنیو حالاتو کې ددې په مقابل کې راځی او یا داسې اعمال ترسره کوي چې دغه ګټې زیانمنوي په کار ده چې د ملت په وړاندې رسوا شي. هغوي چې د بیان د ازادۍ تر عنوان د لاندې دغوګټو او اصولو ته تاوان رسوي باید چې د محاکمې میز ته راوستل شي.هغوي چې په سیاسي قدرت کې دي او یا هم ددې دباندې دي ددغو ګټو د زیان په صورت کې هر څه د لاسه ورکوي. هغوی چې په حلاله لاره او یا هم بله لاره یې دلته شتمني جوړه کړې ده که ملي ګټې د ګواښ سره مخ کیږي نو ددوي پانګه او شتمني هم له منځه ځي. نو ځکه داد ټولو دنده ده چې په دې اند وي چې د تاریخ په دې پړاو کې ګډ دښمن ته ماتې ورکول او ددغو یادو شویو اصولو لپاره کار او مجادله د هر هیواد وال اوپه تیره بیا د فکر اود عمل د خاوندانو کار دی. اختلافات باید د نیوکو او سالم انتقاد تر پولې تیر نه شي او ددې زمینه برابره نه کړي چې دښمن ورڅخه پخپله ګټه کار واخلي.

  • د ادارې په چاروکې شفافیت او ښه حکومتداری د وګړو حق دی چې دبده مرغه زموږ اولس ورڅخه د پخوا څخه محروم وو او لا هم دغه حق ،حقدار ته چې هم دا بې وزلي وګړي دي، نه دی رسیدلی.ددولت پر چارو باید د خلکو خدمتګاران وګومارل شي نه هغوي چې دولتي څوکۍ خپل ملکیت بولي او د خدمتګارۍ پر ځای حکمراني کوي . د نوښت او ابتکار پر ځای بیروکراسی کوي او د قاطعیت پرځای معامله ګري کوي . د بیت المال  پرځای خپل مال ته متوجه وي، دمشاورتونو پرځاي سازشونو ته لومړیتوب ورکوي او د حساب ورکولو پر ځای تیښتې ته!
  • په افغانستان کې د خصوصی تشبثاتو سالمه وده د ملي ګټو سره تړاو لري اوددې لاری اقتصادی پرمختیا ته چې وګړو ته په کې د کار زمینه برابریږی. دبده مرغه ددغه سکتور سره ددولتي چار واکو بیروکراتیک چلند هر څه په ټپه درولي دي.سکټور په هغو برخو کې چې د چټک تولید او عایداتو لپاره لاره هواروي کار کولای شي.په هیواد کې د طبیعي زیرمو اوځمکو څخه د سکټور په مرسته ښه کار اخیستل کیدای شي.
  • بې وزلي،بې سوادی، بې عدالتي او د انسان حیثییت او اعتبار ته سپکاوی هغه عوامل دي چې امنیت او سولې ته ګواښ ګرځي. ددې عواملو سره دولت باید د قانون په رڼا کې په پوره قوت سره مبارزه وکړي.
  • دنړیوالو مرستو څخه د اغیزمنو ستراتیژیو په چوکاټ کې ګټه اخیستل د اوس مهال د ملي ګټو د تامین اساسي برخه ده او هغوي چې دغه مرستې بیځایه کوي باید دملت په وړاندې ځواب ووايی.
  • د ملي ګټو ددفاع مورچل او سنګر د ټولولپاره یو دی اودلته د دښمنیو او اختلافاتو لپاره ځای نه شته !