ته یو څو کاکړۍ وکه
هارون حکیمي
(د پښتو ولسي ادب د شعري ژانرونو څخه پر کاکړیو غاړو لنډه څېړنیزه لیکنه)
کاکړۍ غاړي د پښتو ولسي ادب داسي یو ژانر دی چې په فورم خورا لنډې خو د خوند ، رنګ ، ښکلا او پیغام له اړخه خورا غښتلي دي. د لنډ والي له کبله خو ټپو یا مصریو ته لنډۍ وايي چې ټولټال دوه ویشت څپې لري خو کاکړۍ غاړې ترهغوهم لنډي دي د څوارلسو ، شپاړسو یااتلسو څپو درلودونکې وي ، دا چې ټپو یا مصریو ته ولي لنډۍ ویل کیږي ؟ دا یو بل دلیل هم لري هغه دا چي د لنډۍ په نامه د یو ډول مار د نامه څخه اخیستنه کیږي .
د نیمو شپو سندر ي وایم
د عاشقۍ لنډۍ پر زړه خوړلې یمه
(لنډۍ)
یاني د لنډیو د تراژیدۍ ځانګړتیا په کي یاده سوې ده خو د کاګړیو غاړو په کاکړیو نومول د د پښتون ټبر دکاکړو په قوم کي د راپیدا کېدو په اثر سویدي او د پیل څخه تر اوسه په کاکړو کې چلېد لي اولا چلېږي . د کاکړو د قوم په بېلابېلو پښو او سمیو کي په بېلا بېلو ډولونواولهجو ویل کیږي ، مثلاً د ږوب سنځرخېل یوه غاړه یو ډول وايي خو د بوري سنځرخېل یې بل ډول وايي او یا به یې موسی خېل بل ډول وايي خو وايي یې …… لکه لنډۍ یا ټپې چې په پښتنه ټولنه کي څونه لوستونکي ، جوړونکي او مینه وال لري ، هغومره او تر هغو زیات کاکړۍ په کاکړوکي محبوبیت لري ، په کلیو ، کورونو ، ګودرونو ، د خو ښیو په محفلونواو…….. کي د ځوانانو ، زړو او کوشنیا نو لخوا ویل کیږي ، خبري په کیږي . او په همدوغو کاکړیو ورځنۍ محاوره کیږي .
د جوړښت د څرنګوالي له مخي دغه غاړي پر پینځه ډوله وېشلای سو .
- کږې غاړې :
کږې غاړې: دا یې هغه ډول دی چې نه ردیف ، نه قافیه او نه هم د څپو برابروالی په کي مراعتیږي لکه:
زه نرۍ پا تو له ځم
د ږوب لوړې که دي لیار راکه
- هغه ډول غاړي دي چې د څپو شمېر یې برابر وي او ردیف هم لري خو قافیه نه لري لکه:
ازلي قلم مي خوار دﺉ
سپینه ژوند مي په زوال دﺉ .
- هغه ډول غاړي دي چي د څپو شمېر یې برابر وي او قافیه هم لري خو ردیف نه لري لکه :
په وډ ر دي ستی کورنه
خدای (ج) د ي ژلګي کي لوﺉ غرونه
- هغه غاړي د ي چي قافیه اوردیف دواړه لري او د څپو شمېر یې هم سره برابر وي لکه:
په دیه ارمان به مړه سو
که به ګډ په پښتا نه سو
- ازاد ي غاړ ي دي چې بغیر له وزنه ، نه قافیه لري او نه هم ردیف لکه :
تر ساړه شمال دي جارسم
تر پۍ پورته خراسانه
ددغو ازادو کاکړیو غاړو په درلود لو سره موږ په ټینګه دعوه کولای سو چي ازاد شعر د بلي کومي ژبي څخه پښتو ته نه دﺉ راغلی بلکي په پښتو ولسي ادب کې ډېر پخوا پښتنوولسي شاعرانو د خپل پیغام د ښه اظهار او افادې د پاره د قیدونو څخه بغاوت کړﺉ دﺉ ، لکه یو بل ولسي شعر :
که لونګ لوسوه
بیا به لاس تر غاړه ځونه
لوګډه سو
ګډ سو د لونګو لوګډ سو –او …….
ازاد شعر په پښتو اوسني لیکني ادب کې د لسیزو راهیسي پیل سوﺉ خو ازادي کاکړۍ د پېړیو- پېړیو راهیسې ویل کیږي .
- دا چې پخپله کاکړۍ څونه لرغونتوب لري؟ اول باید ووایو چې ولسي ادب ټاکلی تاریخي بنسټ نه لري او بیا به ووایو چې د ژبي ، کلیمو ، رواجونو انځورونو ،دودونو او یادونو څخه یې د وخت اولرغونتوب ښه اټکل کیږي . لکه موږ چې په لنډیو کې نمونې راوړو
که د خالو لښکري راغلې
زه به ګومل ته خپل یار دیدن ته ځمه
څنګه چې خالو د غزنوي محمود یو سر لښکر وو او د ګومل پر لاره به هند ته تلی اوراتلی اود خالو دلښکرپریوه سرتیري مینه دخپل اشنا د دیدن لپاره ګومل ته ورتله نو د دې څخه څرګندیږي چې دا لنډۍ د غزنوي محمود په زمانه کې جوړه سوېده . دغه ډول د ولسي ادب نور ژانرونه او کاکړۍ غاړې هم په دې توګه پېژندل کېدلای سي مثلاً یو غاړه ده :
ونه کږيږي د مڼو
تېرسول ډیلي له پرا سو
دلته د ډیلي د کلیمې په یادونه کي د لوﺉ اتل احمد شا بابا ډیلي د تګ یادونه سو یده یانې دا غاړه هاغه مهال ویل سوېده ،
یا په غاړو کې دغه ډیالوګ چې
د بوټو تڼۍ تړې
ګله پرکمه راسه ځې
ځواب
د بوټو تڼۍ تړم
د شا لمار مېلې ته ځم
د شا لمار مېله د سوونو کلونو پخوا څخه په لاهور کې جوړېده چې بیا د احمد شاه بابا په زمانه کې دغه مېله په همدغه نامه په کندهار کي هم پیل سوه چي د دغو څو لسیزو جګړو تر مخ لا هم جوړېده …….
دغه ډول ځینې نورې تاریخي واقعې، زمانې ، یادوني او انځورونه هم په کاکړیو غاړو کې لیدل کیږی خو څېړندوی حبیب الله رفیع وايی چې د کاکړیو غاړو جوړښت ته ورته او په همدومره څپو (( څورلسو ، سپاړسو ،اتلسو کي )) شعرونه په اریایي بدلو اواریايي شعرونو کې هم موندل سوي دي چي څلور ، څلورنیم زره کاله لرغونتوب لري خو دا چي ولي په کاکړیوغاړو کي د ډېر پخوا وخت ځني انځورونه کلیمې او پخوانۍ ژبه په ډېره پیمانه نسته علت به یې زماني تغیروبولو ، زماني تغیر په دې مانا چې غاړو دولس د رواجونو ، وخت او کړنو سره د خپلي بقا په خاطر ځان سم کړی دی مثلاً یوه غاړه ده :
په دیه ارمان به مړه سو
یا به کډ په پښتانه سو
خو بل ځای چي په پښتنو د ګډېدلو خبري ته ضرورت نسته او ضرورت دید او د یدن ته دﺉ دغه غاړه داسي ویل کیږي :
په دیه ارما به مړه سو
یا به بیا په دید ماړه سو
د کاکړیو غاړو د ډېر ژر تغیر او حساسوالي په اړه یو نظر دا دﺉ چي د خلکو په ځانګړي ټوګه د کاکړو لحوا زیاتي ویل کیږي او بیخي د محاورې په ټوګه کارځني اخسيتل کیږي څنګه چي په ورځنۍ محاوره کي د ځینو نویو شیانو ، ماشیونونو ، الواو… نوي نوي نومونه ننوځي دغه ډول د غاړو هم غیږه هم خلاصه ده :
ګله راسه چي ټوکل کو
زما چارګل پر سګرېټ ورکو ځواب
زما دي خاوري سي ځواني
چي ستا چارګل پر سګرېټ ځي
په کاکړیو غاړو کي د خبرو اترو او ډراماټیکوغاړو تر څنګ کله ، کله د یوې موضوع په اړه څوغاړي پرله پسې هم راځي لکه د کاکړو د یوه اتل او د انګریزانو په مقابله کي د تکړه جنګیالي شېرجان کېسه چي د هر کاکړ تر غوږو ورسیدلې او تر خوله وتلې ده :
چي پاسنۍ تې خېژاوۍ
شېرجان سګرېټ ولګاوۍ
شېرجان خوی د غازي وکﺉ
د کاکړو رنګ یې ښه کﺉ
او……..
یا د یار ، نګار ، معشوق چي په کاکړۍ لهجه کي ورته ځانګړې کلیمه (نازک) سته په هلکه :
پښتنو نازک ایمان دﺉ
دا درواغ دي چي ورور ګران دﺉ
پښتنو نازک مو څه کی
اوس مو سترګو تپاک وکی
په غضب مي ځان اخته کی
ما نازک چیري شناخته کی
ته یو څو کاکړۍ وکه
له زړو زنګ اخلي نازکه
کاکړۍ ، غاړۍ دویلو ځانګړې لهجه او د لیکلو ځانګړی لیکلدود لري ، که د خپل لیکدود څخه د لوی کندهار لیکدود ته واوړي بیا هم د لوستلو او پوهېدلو دي خو که په بل لیکلدود ولیکلې سي بیا نوکله کله بیخي د لوستلو او پوهېدلونه وي مثلاً
یوه غاړه ده :
که راځي نازک دي راسي
په شپو ځنډ څه له کښېبا سي
دا که داسي ولیکل سي:
که راځي نازک دي راشي
په شپو ځنډ څه له کېبا شي
دا بېخي غلطیږي .
د کاکړیوغاړو سیمه د کاکړو سیمه ده لکه: لوی کندهار ، کوټه ، په ځانګړې ټوکه ږوب ، بوری ، زابل او شاو خوا نوري سیمي .
ګران د ږوبه سه ورځي
غوټۍ دي ګل سي د بوري
توري سترګي تور پېکی
له ما به پا ته کې بوری
د هنري او انځوریز اړخه هم کاکړۍ ډېري غښتلي دي لکه:
سپینه خوله د بادام ګل
په زۍ دي خوږ کړم د چارګل
نیمه شپه ده سپي غپېږي
ـ نن مي بیا نجلۍ یادېږي
لمونځ کوم چورت مي په تاکي
خدای به څو نه سزا راکي
یا لکه دغه دوې غاړي :
زه تصویر کاږم د ګران
لا پر کاغذ لا پرګرېوان
ستن نرۍ لاس مي کږیږي
ـ ستا تصویر نه په جویږي
د نورو پښتو ولسي شعري ژانرونو په څېر په کاکړیو غاړو کي هم د ښځو ونډه ډېره ده دا ځکه چي له یوې خوا په پښتنه ټولنه کي ښځي ډېري محکومي او خواري دي ، له بلي خوا په کاکړیو غاړوکی د شاعر ته نوم ذکر ته اړتیا نسته او شاعریې ما لوم نه دﺉ له بلي خوا شعر د زړه د درد او بړاس د ایستلو ښه وسیله ده :
مجبوري ده ناسته یم ـ
زړګی مي غوټ پرې کی ستا غم
له جانانه بېله سومه – لکه ګل ورژېدمه
اخځلیکونه :
کوهار ـ د بوریوال کاکړو یبلاګ
ستاسو نړۍ خپرونه ، بي بي سي راډیو ، د صادق ژړک او غفور لیوال مرکې
د حبیب الله رفیع سره مرکه