د بابک توپک د زرکلن پر وږو
لیکوال: حکمت الله نورزی
د سولې په بهانه کمپایني او فرمایشي جرګه به حکومت له څه سره مخ کړي؟
په لوي افغانستان کې مېشت قومونه په ځانګړې توګه پښتانه د یوه داسې کلتور اوفرهنګ څښتنان دي چې که یې په اړه مطالعه وشي نو دا به په ډاګه کړي چې زموږفرهنګ د اسلامي احکامو سره هیڅ توپير نه لري خو باید ووایو چې همدا فرهنګمخکې له اسلام څخه هم وو جرګه یوه هغه غونډه او مجلس دی چې د خپل اريايينجيبو پلرونو او نيکونو څخه په ميراث ورته پاتې دی.
دا چې زموږ هېواد په دې وروستیو کې د استعمار ګرو او افغانستان مېشتو پر دي پالود جګړې ډګر پاته شوی هغوي تل زموږ د فرهنګ په لمنځه وړلو کې غوښنه برخهاخیستې چې تر ډېر په اوس اوس کې یې څه ناڅه زیانونه ور اړولي لکه جرګه .
جرګه د پښتني ټولنې د طبعي مشرانو، د شملې او د دستار د سړو هغه ټولنه ده چېد اړتیا په وخت کې د كلي، ولسوالۍ، ولایت، قوم او هېواد په کچه د بېلابېلوموضوعاتو د حل او فصل لپاره د يو معين وخت لپاره راټولېږي، كله چې يې دستونزې د حل لپاره هره پرېکړه وکړه جرګه پای ته رسېږي او پرېکړه یې عملي بڼهخپلوي.
جرګه زموږ د پرېکړو هغه اصل دی چې پرته له ټګۍ او هر ډول چل او فرېب څخهخلاصه او د هېواد د ژغورنې لپاره پکښې پرېکړه کېږي خو دلته د جرګې څخهپخواني ولسمشر کرزي او اوس یې ولسمشر غني د خپلو ګټو لپاره کاروي.
کله چې د امریکا او کرزي صاحب اړیکې د یولړ مسايلو په اړه سره خرابې شوې نوهغه و چې کرزي صاحب د خپل ځان او خپلې واکمنۍ د دفاع لپاره یې د ملت ملاتړحاصلولو لپاره یې لویه جرګه خو نه شول را غوښتلای چې د امریکا په وړاندې ددهملاتړ وکړي دا ځکه چې د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې نه وې تر سره شوي او د جرګېنصاب پوره نه وو.
نو بیا یې مشورتي لویه جرګه را وغوښتل تر څو دا جرګه د امریکا په وړاندې د ده ملاتړوکړي خو هغه د جرګې کیسه سرچپه شوه او کرزی خالي صدرۍ پاته شو.
اوس هغه زوړ د کرزي صاحب توپک نن ولسمشر غني پر وږه ایښی او د سولې خلاف دخپل واک د ژغورلو لپاره یې کار وي.
په داسې حال کې چې سياسي اجماع د حكومت د مشورتي لويې جرګې له جوړېدوسره پرېكون او مخالفت اعلان كړى او دا يو بې ګټې كار بولي، خو حكومت تصميملري چې دغه جرګه دايره كړي.
دا چې حكومت ولې د لويې جرګې تر نامه لاندې دې ډرامې ته لاس واچاوه، دلايليې روښانه دي، د قطر د سولې له پروسي سره د مخالفت لپاره غني په سياسي كړيوكې يوازې شو، د مسكو كنفرانس وښوده چې ملي اجماع د سولې په تړاو رامنځتهشوې، خو حكومت په يوه بڼه څنډې ته پاتې ؤ، بالاخره د مشورتي لويې جرګې اعلانوشو خو يو پر بل پسې مهمو سياسي لوريو تر څنګ د ملي وحدت نیمه برخې دعوهدار د ډاكتر عبدالله په مشرۍ له جرګې سره پريكون اعلان كړ.
اوس غني هڅه کوي چې د کرزي په دې زاړه ټوپک ډز وکړي
په داسې حال کې چې حكومت په لويو ستونزو كې راګیر دى، امنيتي وضعيت ورځتر بلې ترینګلی کېږي د حكومت د واك او كنترول ساحه وړوكې كېږي، په سياسيكړيو كې د حكومت انزوا نوره هم زياتېږي، له نړيوالې ټولنې سره د غني اړيكې اوسله پوښتنې سره مخ دي، په دغسې حالت كې به د يوې فرمايشي غونډې شعاريغوښتنې څه ګټه وكړي.
ښاغلي غني څخه مو غوښتنه دا ده چې د تاریخ د پرېکړې خلاف مه درېږه د خپلنیمژواند سیاسي واک څخه د سولې په خلاف ګټه مه پورته کوه د دې پر ځاى پهاخلاص د سولې له بهير سره و درېږه او د ولس د دغه ستر ارمان په لاره كې واك لهلاسه ورکړه نو ته به تل د افغانانو لپاره اتل یې.
هره لیکنه د لیکوال خپل شخصي نظر دئ، په خیسور پوري هیڅ اړه نه لري.