خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

په افغانستان كې د خصوصي سکتور د ودې لارې چارې

ګل آغا احمدي وردك

خصوصي سكتور ته وده وركول يا د دولتي خدماتو د  زيربناوو خصوصي ګرزول د يوې ټولنې د اقتصاد په غوړيدو كې رغنده رول ترسره کولی شي. په دې مانا چې د اړوندې ټولنې د اقتصادي ودې پياوړې لارې چارې رامنځته كوي، د سالم رقابت د پيدا كيدو سبب ګرزي، د صنعتي تولیداتو څرنګوالى ته مثبت بدلون ورکوي او د سيمې د هيوادونو تر منځ د زياتو سوداګريزو اړيكو د پيدا كيدو شونتيا رامنځته كوي. په همدې توګه خصوصي سكتور ته وده وركول او يا خصوصي ګرزول د يوه هيواد د زياتو وګړو لپاره د كار موندنې سبب كيږي او اقتصادي بنسټونه د غوره معيار په لوري ګړندي ګامونه ږدي. له بلې خوا د خصوصي سكتور د ودې په صورت كې پياوړی، كاري او مسلکي پرسونل په كار ګومارل كيږي. همدارنګه په هیواد کې د مالي فساد د مخنيوي، د يوې غوره اقتصادي پاليسۍ او اغیزمنو اقتصادي ادارو د را منځته كيدو سبب هم كيږي.

د خصوصي سكتور د ودې په صورت كې مسئوليتونه په ښه توګه پيژندل كيداى شي له اقتصادي فرصتونو څخه په ښه شان ګټه پورته کیږي او د وخت د ضياع  مخنيوى کیږي. همدارنګه د خصوصي سكتور د ودې په ترڅ كې د يوه هيواد زياتره برخه كارګران د غوره مالي حقوقو څخه برخمن او د هغوى مالي حقوق په خپل وخت ورته رسيږي. همدارنګه د خصوصي سکتور  د ودې په صورت کې شاید چې  په لوړ شمیر بهرنۍ پانګې هیواد ته را جلب او د افغانستان د هراړخیزې ودې په لارو چارو کې برخه اخلي.

بايد وويل شي چې د خصوصي سكتور وده په يوه ټولنه كې زياتې ښيګڼې رامنځته كولى شي او د ژوند د بهتره اقتصادي سیستم په پياوړي کولو کې مرسته كوي. خصوصي سكتور د خپلې ودې لپاره په هره ټولنه كې ځانګړو شرايطو ته اړتيا لري چې موږ په خپله دغه ليكنه كې هغو شرايطو ته په لنډه توګه اشاره كوو چې د خصوصي سكتور د ودې لپاره په افغانستان كې ورته اړتيا ليدل كيږي.

لومړی: د امنيت تامین

امنيت د يوه هيواد د هر اړخيزې سمسورتيا لپاره هغه ضروري ګام دى چې د ژوند زياتې بلكي ټولې برياوې ورپورې تړلې دي. كه په يوه ټولنه كې ډاډمن امنيت حاكم وي نو د دې امکانات پیدا کیږي چې كورني او بهرني پانګوال خپلې پانګې په هيواد كې د غوره اقتصادي چارو د سرته رسولو لپاره په كار و ګوماري، په ډاډمن زړه سره د هيواد له يوې سيمې څخه بلې سيمې ته سفر وكړي او د خپلې پانګې د ضياع ډار ورسره نه وي. په همدې توګه كولاى شي چې د غوره خصوصي سكتور په وده كې مثبته ونډه واخلي. همدارنګه د غوره امنیت په صورت کې خصوصي سکتور کولای شي چې ورسپارل شوې دندې په خپل وخت او دقیقه توګه سر ته و رسوي.

دویم: د اقتصادي زيربناوو موجوديت

خصوصي سكتور هغه مهال په يوه هيواد كې ښه پرمختګ كولاى شي چې د نوموړي هيواد حكومت په دې توانيدلى وي چې د ژوند په هره برخه كې غوره اقتصادي زيربناوې رامنځته کړي. د ساري په توګه يو پانګوال د دې توانايي نه لري او نه شي كولاى چې په يوازې ځان د بريښنا داسې يو بند او فابريكه جوړه كړي چې په زياته پيمانه بريښنا توليد كړي خو پانګوال كولاى شي چې د نوموړې فابريكې د موجودیت په صورت کې د غوره بريښنايي خدمتونو د سرته رسولو لپاره لاس په كار شي چې د اوبو بند او فابريكه مخكې له مخكې جوړه شوې  وي او حكومت د د داسې لویو کارونو د سر ته رسولو توان لري. په همدې توګه د هيواد زياتې زيربناوې له نوموړې مسئلې سره مقايسه كولاى شو چې د لويو لويو زيربناوو د موجوديت په صورت كې خصوصي سكتور ښه وده کولای شي.

دریم: د غوره اقتصادي قوانينو تدوين او عملي کول

قانون د ژوند په ټولو برخو كې د هغه لويو بنسټونو څخه ګڼل كيږي چې ژوند ته هراړخيزه ښكلا بښي، چارې د معیار په لوري بیايي، د چارو د سمون لپاره کاري چوکاټونه ټاکي او د ناخوالو د مخنیوي په لاره کې اغیزمن ثابت کیږی. په اقتصادي او سوداګريزو چارو كې هم د اړوندو او غوره قوانينو تدوين ته سخته اړتيا ليدل كيږي. په همدې توګه په يوه ټولنه كې هغه مهال خصوصي سكتور ريښتينې وده موندلاى شي چې په دې اړه غوره قوانين، اقتصادي محکمې او د هغه عملي لارې چارې موجودې وي. همدارنګه داسې اړوند اړخونه د نوموړو قوانينو عملي كولو ته احترام او عملي جامه ور و پوښي چې د دې امر لپاره په کار ګومارل شوي وي. په همدې توګه  داسې مسوول اړخونو، اداراتو او ارګانونو ته هم سخته اړتيا ليدل كيږي چې د اړتيا په صورت كې د اقتصادي او سوداګريزو قوانينو عملي كولو ته ژمن وي.

څلورم: د انرژۍ او په ځانګړې توګه د بریښنا موجوديت

بريښنا، ګاز، د ډبرو سكاره او د انرژۍ نور داسې توكي هغه څيزونه دي چې په يوه ټولنه كې د اقتصاد مټ پياوړى  كوي او د انرژۍ د سرچينو د تامين پرته د دې شونتيا نه ليدل كيږي چې اقتصادي وده دې په یوه ټولنه کې په ښه توګه پر مخ لاړه شي. په همدې توګه د خصوصي سكتور په غوړيدنه كې د انرژۍ  اغيزه او ونډه ډیر اړینه ده چې پاملرنه ورته پکار ده. كه د پرمختللې نړۍ د پرمختګونو بريالي كاروان ته په ژوره توګه كتنه و شي نو ليدل كيږي چې انرژي د هغه په وده كې څومره لوى لاس لري؟ بریښنا د خصوصي سكتور د ودې په بدن کې  د ملا د تیر حيثيت لري ځکه چې زیاتره صنعتي فابریکې د ثابتې  بریښنا په وسیله ښه تولیدات کولای شي.

پنځم: د مسلکي كاري ځواك موجودیت

د كاري ځواك په ډله كې مختلف اصناف شامل دي  چې د خصوصي سكتور د ودې په لاره كې اغيزمن رول تر سره کولای شي چې تر ټولو مهم يې بيا هم مسلکي بشري ځواك دى چې  د مختلفو ماشينونو او اړوندو چارو د اداره كولو  وړتيا لري. خو د دې تر څنګ پرمختللې او اغيزمنه ماشينري، نوې ټکنالوجي او د كار نور ځواكونه د خصوصي سكتور په وده كې مهم نقش تر سره كولاى شي چې د هغه له اغيزې پرته د پرمختګ كاروان پرمخ نه شي تللاى.

شپږم: افغاني متخصيصينو ته مخکښ رول ورکول

د خصوصي سکتور په برخه کې فعال كاري ځواكونه به تر هغه مهال پورې اغیزمن نه وي څو چې د متخصصينو په وسيله لارښوونه ورته شوې نه وي. په يوه ټولنه كې هغه مهال خصوصي سكتور په روغه او سالمه توګه وده کولای شي چې د ټولنې د پوهو، مسلکي کسانو او مخصيصينو لارښوونې یې د چارو د سر ته رسولو په لاره کې د سرمشق په توګه ګرزولې وي . د پوهو اشخاصو موجوديت او په کار ګمارل كاري ځواكونو ته اغيزمنه لارښوونه کولای شي چې په نتیجه  كې زياته پرمختيا را منځته کیږي. همدارنګه افغان متخصصین کولای شي چې د ټولنې د اقتصادي قوت نقطې په سمه توګه تشخیص او د هغه په رڼا کې د هیواد د اقتصاد د رونق په لاره ګامونه کښیږدي. پياوړي متخصصین کولای شي چې د هیواد د اقتصادي پیاوړتیا په لاره کې ټول موظف  ځواکونه په داسې طریقه منظم کړي چې د لږ لګښت په وسیله زیاته ګټه د خصوصي سکتور د خاوندانو په نصیب کړي.

اووم: د مالي سرچينو او مناسبې پانګې تامين

پانګه يا مالي سرچينه هغه بنسټ دى چې د هغه په اساس كار صورت مومي او د خصوصي سكتور په وده كې ګړندیتوب رامنځته کوي. نو په همدې اساس بايد وويل شي چې له نيكه مرغه افغانستان کې هم د نړۍ د نورو ولسونو په څير د ډول ډول پرګنو خاوندان ژوند كوي او د ژوند سطحې يې هم مختلفي دي. همدارنګه زموږ په هيواد كې داسې پانګوال شته دي چې د خصوصي سكتور په وده كې مثبت رول تر سره او د خپل هیواد اقتصاد پياوړی کړي. نو له همدې كبله بايد وويل شي چې د پانګې او يا مالي سرچينو موجوديت د خصوصي سكتور په وده كې لوى لاس درلودلى شي.

آتم: مسلکي پوهه، سواد او تجربه

خصوصي سكتور هغه مهال په يوه ټولنه كې د غوره سمبالتيا په لوري درومي چې په ټولنه كې د سواد كچه لوړه او د پخو تجربو سره يو ځاى د پوهي بنسټونه د پياوړتیا په لوري ګامونه کښیږدي. كه چيرې په ټولنه كې د سواد كچه لوړه وي نو هلته د جهل او تورتم پردې څيرې كيږي او خلك د سوداګرۍ، صنعتي چارو او خصوصي سكتور په اهميت په ښه توګه پوهيږي. په همدې ډول د خلكو تر منځ غوره تجربه او پوهه د خصوصي سكتور د مټ د غښتلي كولو دوه مهم او اساسي عناصر دي چې د خصوصي سكتور د پرمختګ په چارو کې برخه اخلي.

نهم: سوداګریزې اړیکې

سوداګریزې اړیکې او ارتباطات د خصوصي سکتور په وده کې مهم رول تر سره کولای شي ځکه چې همدا اړیکې دي چې د سواګرۍ په ډګر کې نوي نوښتونه او پرمختګ رامنځته کولای شي. د نن ورځې سوداګریزې چارې خو بیا تر ډیره حده په سواګریزو اړیکو پورې تړلې او له همدې لارې د زیاترو سواګریزو معاملاتو د راکړې ورکړې مفاهمه صورت مومي. همدارنګه د تیلفون او انټرنیټ شبکو بیا په دې څانګه کې داسې یو نوښت رامنځته کړی دی چې له بل هر وخت څخه د زیات تقدیر او یادولو وړ دی. سره له دې چې په هیواد کې د عامه او سوداګریزو اړیکو د ټینګولو په برخه کې څه کارونه شوي دي خو لا معیاري کولو ته یې اړتیا لیدل کیږي او باید چې د بریښنا سره یو ځای د انټرنیت خدمات عمومیت پیدا کړي څو سوداګریزو اړیکو ته په هیواد کې په مناسبه توګه وده ورکړای شي.

لسم: د اداري فساد مخنیوی

د اداري فساد مخنیوی نه یوازې د خصوصي سکتور د ودې په لاره کې اغیزمن دی بلکي په ټولیزه توګه  د هیواد د پرمختګ بهیر ګړندی کوي او په دې لاره کې د زیاتو ناخوالو مخنیوی کوي.

که چیرې د خصوصي سکتور په مخکې د اداري فساد په شمول پراته خنډونه له منځه ولاړ شي نو په دې کې شک نشته چې د ملي سوداګرو او د خصوصي سکتور د فعالینو چارې به په خپل وخت صورت مومي او کله چې هر کار په خپل وخت سر ته و رسیږي نو هغه مهال د هیواد اقتصاد په ښه توګه پرمختګ کولای شي. نو له همدې کبله ډیره اړینه ده چې د خصوصي سکتور د ودې په وړاندې د هر ډول اداري فساد مخنیوی وشي. باید وویل شي چې اداري فساد زیات اړخونه لري خو تر ټولو بد اړخ یې د خصوصي سکتور د ودې په وړاندې په حکومتي اداراتو کې هغه ناسم اقدامات ګڼل کیږي چې د نوموړي سکتور د رغنده اقداماتو مخنیوی کوي او په مختلفو اشکالو موانع ورته پیدا کوي.

پایله 

د بریښنا فکري انجمن په دې آند دی  چې خصوصي سکتور د نړۍ د هر هیواد په څیر په افغانستان کې هم عملي بڼه درلودای شي او همدا اوس یې د مبایل تیلفوني شبکو په څیر په یو شمیر مهمو اقتصادي پروژو کې خپل پرمختګ ثابت کړی دی. خو په هیواد کې به هغه مهال د  خصوصي سکتور فعالیت ډیر ډیر اغیزمن وي چې د یاد شوو او نورو ضروري ګامونو په رڼا کې ټول ذیدخله اړخونه ورته د مناسبې ودې لارې چارې برابرې کړي. همدارنګه د خصوصي سکتور وده زموږ په هیواد کې له هغو پرګنو سره د مرستندوی په توګه ثابت شي چې د کار د نشتوالی او داسې نورو ناخوالو له کبله له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.  د دې خبرې یادونه هم اړینه ده چې که چیرې د افغانستان حکومت او اړوندې ادارې په دې هکله زړه سواندي ګامونه پورته کړي نو کولای شي چې د خصوصي سکتور د ودې په وسیله په زیاته پیمانه داخلي او بهرنۍ  پانګې د هیواد اقتصادي ډګر ته راجلب کړي.