شهید سردار محمد داود خان
لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ
شهید سردار محمد داود خان د افغانستان د سولې او پرمختګ د تاریخي پړاو یوه روښانه څېره او په هېواد مین مېړنی شخصیت دی چې هر رښتینی او د احساس والا افغان یې په نوم ویاړي او د خپل ژوند زیاته برخه یې د خپل ولس، هېواد او خلکو په خدمت کې تېره کړې او په همدې لاره کې د خپلې کورنۍ د ۱۸ مظلومو غړو سره یو ځای د کمونیستانو په لاس د شهادت لوړ مقام ته رسېدلی او د سترې غمېزې لومړی شهید ګڼل کېږي. د افغانستان رشید او وفادار بچي شهید سردار محمد داود خان خپل ویاړلی ژوند په سرلوړی سره تیر کړی، د خپلو خلکو خدمت یې په صداقت سره سر ته رسولی او په ویاړ یې د هغه لومړني شهید لقب خپل کړی دی چې د خپلې سپیڅلې وینې وروستی څاڅکی یې هم د هېواد د آزادۍ د ساتلو د بڼ د خړوبولو په لاره کې تویې کړې دي خو د مزدورو کمونیستي ډلو ظالمو او بې وفا قاتلانو ته یې د تسلیمۍ غاړه نه ده اېښې.
د شهید سردار محمد داودخان د خدمت پر مهال افغانستان آرام، د پرمختګ په لاره برابر او د هېواد خلک په ټولیزه توګه د قانون منلو ته چمتو وو او په هېواد کې داسې یوه آرامه فضا خوره وه چې له واخان څخه تر سپین بولدک او له هرات څخه تر شیرخان بندر پورې په ټول هېواد کې د نا آرامۍ او انارشیزم څرک نه لیدل کېده، بدماشي او جنګسالاري نه وه او افغانستان د پرمختګ په بهیر کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو سره ډغرې وهلې او د ورځې په تېرېدو سره زموږ د خلکو ژوند د سمون په لاره برابریده.
د شهید سردار محمد داودخان د ژوند وروستي ۲۴ ساعتونه ډېر دردونکي وو، د کابینې غړي او د ارګ مامورین یې رخصت کړل خو د خپلې کورنۍ غړي یې ټول ګلخانې ته ور و بلل څو کمونیستانو ته ژوندي په لاس ور نه شي او د یو بې ساري مقاومت څخه وروسته له ده سره یو ځای په داسې حال کې د شهادت لوړ مقام ته و رسېدل چې هر یو ته یې بیل بیل کتل خو د پخواني شوروي اتحاد مزدورانو ته یې د تسلیمۍ هېڅ ډول احساس نه کړ. نوموړي همدارنګه هغو دوو کمونیستانو ته هم د ډزو په وسیله خپل غبرګون و ښود چې د نوموړي د تسلیمۍ لپاره د کمونیستو مشرانو له خوا ور لېږل شوي وو.
زیږېدنه
سردار محمد داود خان د سردار محمد عزيز خان زوی، په ۱۲۷۸ هجري لمريز كال چې له ۱۹۰۹ میلادي كال سره برابر دی، په كابل ښار كې زیږیدلی دی. هغه د خپل ژوند د ۶۹ کلونو ډېره برخه، په حکومت کې په کار کولو تېره کړې ده چې له عادي افسر څخه نيولې تر دفاع وزارت، له ولايت څخه نيولې تر نايب الحکومه ګۍ او له صدارت څخه نيولې تر ولسمشرۍ پورې یې د افغان ولس خدمت کړی دی. سردار محمد داود خان د خدمت په دې ټوله موده کې چې څلوېښت کاله کېږي، نژدې هره شېبه د يو فعال سياسي لوبغاړي په توګه په عامه انظارو کې وو. يوازې د ١٩٦٠ مو کلونو له لومړيو څخه د ١٩٧٠ مو زیږدیز کلونو تر لومړيو یا د جمهوريت تر تاسیس پورې په کور ناست وو.
مخینه
ارواښاد شهید سردار محمد داود خان خپلې منځنۍ زده کړې په استقلال ليسه کې سر ته رسولي دي، په فرانسه کې ېې د کور جوړونې (انجنیري) په څانګه کې لوړ تحصیلات کړي او د کابل په حربي پوهنتون کې ېې نظامي زده کړې وکړې. نوموړی په ۱۹۳۴ کال کې د مشرقي د ولايت نايب الحکومه شو، په ۱۹۳۵ کال کې د کندهار د ولايت نايب الحکومه په حيث مقرر شو، له ۱۹۳۹ کال څخه تر ۱۹۴۷ کال پورې د مرکزي قواؤو قوماندان وو. په ۱۹۴۸ کال کې د يو کال لپاره د کورنیو چارو وزيرشو، د څه مودې لپاره په فرانسه کې افغان سفیر او د ۱۹۴۹ کال څخه تر۱۹۵۳ کال پورې د شاه محمود خان په کابینه کې د افغانستان د ملي دفاع وزير وو.
شهید سردار محمد داود خان د ۱۹۵۳ کال د سپټمبر پر شپږمې نيټې پورې د افغانستان د صدراعظم په توګه او د کابينې په جوړولو موظف کړای شو. نوموړی یو هېوادپال، صادق او په هیواد مین شخص وو او د رهبري شوي اقتصاد پلوی وو او په هېواد کې یې کرنیز نظام او خصوصي پانګونه هم تقويه کوله. نوموړی د هغوکسانو سره ملتیا نه کوله او نه یې خوښیدل چې د خپلو ځانونو لپاره یې مادي یا معنوي امتیازات غوښتل بلکي د عام ولس د پرمختګ پلوی وو څو د ژوند په هره برخه کې حق حقدار ته و سپارل شي او ټول افغانان د هر اړخیز پرمختګ په وړانګو سمبال شي.
د پرمختګ ګامونه
شهید سردار محمد داودخان د شاهي کورنۍ د غړو لپاره د امتيازاتو سره مخالفت کاؤه او د خپل له نوم څخه رسما د والا حضرت نوم لرې کړ. محمد داود خان غوښتل چې د افغانستان څخه يو پرمختللی، مترقي او له هراړخیز پلوه پرخپلو پښو ولاړ هېواد جوړ کړي. شهید سردار محمد داودخان غوښتل چې په هېواد کې هر ډول افراط، تاوتریخوالی او بنسټ پالنه نه وي او د ژوندانه په وسيلو کې د منظمو اقتصادي او سياسي پلانونو په جوړولو سره تعديلات منځ ته راشي.
د جمهوریت اعلان
شهید سردار محمد داود خان د ۱۳۵۲ کال د چنګاښ په ۲۶ نېټه تر یوې سپینې کودتا وروسته د سه شنبې په سهار د یوې راديويي وينا په اورولو سره په هېواد كې جمهوري نظام اعلان، هغه ته د قانونيت وركولو او استقرار لپاره يې د ۱۳۵۲ د زمري په ۴ نېټه د رژيم د پاليسۍ پر بنسټ د سياسي، قضايي، اداري او اقتصادي مسئلو په هكله تقنيني فرمانونه صادر كړل. دغه فرمانونه چې انفاذ يې یوازې تر ۱۳۵۵ کال پورې ادامه درلوده خو په همدې د ۱۳۶ مادو كې نوی اساسي قانون د هېواد له حقوقپوهانو څخه د جوړې كميټې په واسطه تسويد او د ۱۳۵۵ د سلواغې د مياشتې د اساسي قانون د لويې جرګې تر تصويب وروسته ولسمشر سردار محمد داودخان توشیح کړ. خو تر دې اساسي قانون د مخه د هغه لومړۍ ګڼه فرمان په ۹ مادو، دوه يمه ګڼه په ۴ مادو او درېيمه ګڼه يې په ۱۸ مادو كې تنظيم شوى وو.
د جمهوري دورې تقنیني بهیر
د دې دورې تقنيني فعاليت د ژوند په مختلفو مواردو كې له ۲۶ قوانينو، ۱۲ تقنيني فرمانونو، ۳۰ اساسنامو، ۱۲ مقررو څخه عبارت وو چې په ټولیزه توګه كولاى شو د مترقي ماليې له قانون، د جزاء قانون په ۵۲۳ مادو كې او مدني كود په ۲۴۱۶ مادو كې، د ارضي اصلاحاتو قانون، د بانكونو قانون، د ځمكو (اراضۍ)، د سروې، تصفيى او ثبت قانون، د بيمې قانون، د كورنۍ او بهرنۍ پانګې اچونې قانون، د كوپراتيفونو قانون، د سوداګرۍ او صنايعو د اطاقونو قانون، د استهلاكي موادو د ماليې قانون، د سياحت قانون، د ترانسپورت او د جادې د ترانزېت قانون او د بېسيم د دستګاه له قانون څخه يادونه وكړو.
شهادت
سردار محمد داود خان د ۱۳۵۷ کال د غوايي یا ثور په ۸ نېټه هغه مهال د خپلې کورنۍ د ۱۸ تنو غړو سره یو ځای د افغانستان د ولسمشرۍ په ماڼۍ یا ارګ کې په شهادت و رسولی شو چې یوه ورځ یې د مخه د خلق او پرچم کمونیستي ډلو په افغانستان یې یوه خونړۍ نظامي کودتا وکړه او د ۲۴ ساعتونو سختې جګړې په ترځ کې یې د داودخان، د هغه د کورنۍ پر ۱۸ غړو سربیره ۲۰۰۰۰ نظامي او غیرنظامي افغانان په شهادت و رسول او په هېواد کې د یوې لويې غمیزې بنسټ کیښودل شو چې تر نن پورې زموږ هېوادوال ترې کړېږي. شهید سردار محمد داود خان او د هغه د کورنۍ ۱۸ غړي د افغانستان د روانې غمیزې لومړني شهیدان ګڼل کېږي. هغه سردار چې هېواد ته یې نه ستړي کیدونکي خدمتونه کړي وو او د دې هیواد د وګړو نیکمرغي یې په سوله، پوهنه، یووالي، مدني خوځښتونو او هر اړخیز پرمختګ کې لیده او د خپل ژوند او حاکمیت په دروان کې هیواد ته نه ستړي کیدونکي خدمتونه کړي دي.