خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د روزګان ولایت لنډه پېژندنه

لیکونکی: انجنیر اکبر جان “عالم یا”ر

 له اوومی میلادی پیړی نه بیا تر (2018 م) کال پوري!

اروزګان ،چې د روزګان يا اوروزګان په نومونو هم نومول شوی او ياد شوی دی، د افغانستان له ٣٤ ولايتونو څخه يو ولايت دی، چې په مرکزي افغانستان کې پروت دی. اروزګان، د کندهار، غزني، دايکنډي، زابل او هلمند ولايتونو ترمنځ پروت دی، چې د افغانستان يو مرکزي ولايت ګڼل کېږي ، خو ځينې يې په سوېل کې هم شمېري . په سوېل کې يې زابل او کندهار موقعيت لري، هلمند يې په سوېل لوېديځ کې، دايکنډي يې په شمال او غزني يې په ختيځ کې موقعيت لري. دهراوو، چوره، ګيزاب چارچينو او خاص اروزګان يې ولسوالۍ او ترينکوټ يې مرکز دی ، خو په دې وروستيو کې د سراب او چنارتو ولسوالۍ پکې هم جوړې شوې دي، خو تر اوسه رسمي نه دي. اروزګان تر دوولس نيم زره کيلومتر مربع زيات مساحت لري او د افغانستان يو نسبتاً وروسته پاتې ولايت بلل کېږي. ددې ولايت ٧٢ سلنه ساحه وړو او لويو غرونو نيولې او ٢١ سلنه نور يې هوارې ځمکې تشکيلوي. د ۲۰۱۱ م زېږديز کال د تخميني شمېرو له مخې، ددې ولايت نفوس ٣٢٨ زره تنه اټکل شوى دى. د دې ولايت ډېرى اوسېدونکي پښتانه دي او يو شمېر هزاره هم پکې مېشت دي. محمدزی، پوپلزي، اڅکزي، نورزي ، توخی ، هوتکی، بارکزي الکوزي او دراني د پښتنو مهمې او مشهورې قبيلې دي. دغه راز په دې ولايت کې يو شمېر کوچيان هم مېشت دي.

مخينه: اروزګان پخوا د اراکوزيا لرغونې سيمې پورې تړاو درلود. له ميلاد څخه د مقدوني سکندر له خوا کنټروليده، د وخت په تېرېدو سره اشوکا هم پرې واکمني کړې ده. په ٧مه پيړۍ کې کله چې عرب افغانستان ته د اسلام د خپرېدو او دعوت په موخه راغلل، نو لومړى د زمبليانو اوصفاريانو له خوا کنټروليده، بيا په ٩مه پيړۍ کې غزنويانو، غوريانو او منګوليانو هم پرې واکمنۍ کړې دي. په اوولسمه پيړۍ کې په کندهار او شاوخوا سيمو کې واکمني پيل کړه، کله چې احمدشاه دراني په افغانستان کې واکمني پيل کړه، نو اروزګان لومړۍ سيمه وه، چې هغه د امپراطورۍ په ساحه کې ورګډ کړاى شو. پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل پر مهال اروزګان ولايت د لويو جګړو شاهد و، هغه مهال په دې سيمه کې د مجاهدينو مشري د جان محمد خان، محمد عضیم اکا، محمد اکا او څو نورو جهادی مشرانو کول پر غاړه وه. په ١٩٩٤ کال کې دغه ولايت د طالبانو له خوا ونيول شو ، خو په ۲۰۰۱ زېږديز کال کې د طالبانو د واکمنۍ دړنګيدو په وروستيو کې ولسمشر حامد کرزى له خپلو پلويانو سره دې ولايت ته راغلى او له همدی ولایت نه یی د کابل په لور حرکت وکړی.

 پوهنه:  د ليک او لوست کچه پکې خورا ټيټه ده. د هېواد د نورو ولايتونو په پرتله ډېر لږ کسان ښوونځيو ته ځي. د روغتيايي اسانتياوو په برخه کې هم تر نورو ولايتونو بېرته پاتې دی ، خو له دې سره سره په وروستيو کې ځينې کارونه هم پکې شوي دي.

 تاریخي اثار: څرنګه چی دی ولایت د تاریخ په اوږدو کی په مختلیفو پړاونو کی موهیم رول لوبولی دی نو همدارنګه دا ولایت د ډیرو تاریخی او کلتوری اثارو په مرکز او ولسوالیو کی درلودونکی دی او ډیر زیات تاریخی ځایونه پکی شتون لری، چی هر یو یی څیړنی او تحقیق ته ضرورت لری مګر متاسفانه چی تر اوسه پوری نه کوم خارجی او نه افغانی څیړونکی بغیر له استاذ مرحوم علامه حبیبی نه روزګان ته څوک نه دی تللی. مرحوم علامه حبیبی صیب ددی ولایت د تاریخی مراکزو او واقیعتونو څخه پرده پورته کړی ده او هغه یی څیړلی دی چی تر اوسه هم پر خپل حال پاته او محفوظ دی .

مشهوره څیری ددی ولایت د تاریخ په پړاونو کی : ملا محمد عمر، ملا دادلله، ملا فاضل اخند، وکيل عبدالغفور خان کاکړ، دلاورخان، محمد شريف خان مهاجر، حاجى محمد عمر خان، بلاد خان، حاجى خدايداد خان، عبدالرحيم خان، غلام محمد خان، داد محمد خان خروتى، شهزاده خان ،عبدالغنى خان اڅکزی ، ددی ولایت د مشهورو څیرو نه ګڼل کیږی.

 رسنی: په دی ولایت کی ملی رادیو ، پیوستون ږغ رادیو ، ارزګان ږغ رادیو، او سیمه ایزه رادیو، هغه رادیوګانی دی کوم چی په دی ولایت کښی فعالیت کوی.

زراعت: (۹۸%) اوسیدونکی ددی ولایت په زراعت باندی بوخت دی چی موهیم یی پیداوار یی غنم ، ورجی، ماش، تاریاک، زیره، جوار او د زراعتی محصلاتو باغونه یی د بادام، چهارمغز، کشمش ، توت، او سنجدتی څخه عبارت دی.

 کلتور : څرنګه چی دا ولایت د مختلیفو رژیمونو شاهد و خو بیاهم کلتور یی پر خپل حال پاته دی او اکثره مشکلات په دی ولایت کی د عنعنوی جرګو له مخی حال کیږی، او ددی ولایت اوسیدونکی غټ کالی، توری لونګی او په پخوانیو رواجونو باندی مشهور دی ، یو رواج چی له پخوانه په دی ولایت کی پاته دی هغه داچی کشران د مشرانو په مخکی خبری نکوی. مګر په اوسنی وخت په دی ولایت کی د مطالعی فرهنګ زیات رواج موندلی دی، او کلنی مشاعری هم جوړیږی، او همدارنګه فرهنګی او مدنی فعالیتونو هم پکښی رایج شوی دی.

 صنعت: په دی ولایت کی لاسی صنایع دومره زیاتی دی چی چی خرڅلاو لپاره یی نورو ولایتونو ته لیږدوی که څه هم هلته صنعتی فابریکی وجود نلری مګر د ښځو لاسی صنایع عبارت دی له خامک دوزی، قالین.

 داوبو بندونه: په دی ولایت کی داوبو کوچنی بندونه هم شتون لری لکه د اغاجان بند ، د منی غار بند ، د ملیزو بند ، چی له دی ټولو بندونو څخه یواځی د ځمکو د ابیاری لپاره استفاده کیږی.

ورزش: په دی ولایت کی عنعنوی ورزش عبارت د خوسی ، غیږ بازی ، دوره ، بجلی، ابازی، او همدارنګه والیبال، باسکیت بال، تکواندو، او فو ټبال ورزشونه په دی ولایت کی مروج دی. مګر اوس په اخیرو کی په دی ولایت کی کرکیټ زیات شهرت موندلی دی او یو برجسته د کرکیټ ټیم هم لری.