د شهید سردار محمد داود خان د ژوند وروستي ۲۴ ساعتونه
د ثور اوومه، د سهار اووه بجې:
ولسمشر د کور په دويم پوړ کې له خپلې کوټې لاندې راغى او سالون ته ننوت. د چا راتگ ته سترگې په لاره دى. درې ساعته کېږي چې له خوبه جگ شوى دى.
د سهار اووه بجې او لس دقيقې:
اماني لېسې ته مخامخ د ولسمشر د کور په وره کې يو حکومتي موټر په بيړه راتاو شو او ودرېد. يو څلوېښت کلن سړى ترې راکوز شو او وره ته ورغى.
د سهار اووه بجې او پنځلس دقيقې:
ساتونکو مېلمه وپېژانده او تر لږ ځنډ وروسته يې دننه ورپرېښود. دا د کورنيو چارو وزير عبدالقدير دى. ولسمشر او وزير دواړه يوه مېز ته کېناستل. وزير غږېږي او ولسمشر غوږ نيولى دى.
اصلي خبره د خلک ديموکراتيک گوند د مشرانو نيول دي چې تېره اوونۍ يې په کابل کې د حکومت خلاف ستره مظاهره کړې وه. غونډه اوږده نه ده.
د سهار اووه بجې او دېرش دقيقې:
وزير د لنډ رپوټ تر اورولو وروسته په بيړه ووت او د خپل موټر پر لور ولاړ.
د سهار اته بجې او پنځلس دقيقې:
ولسمشر د چايو غوښتنه وکړه. څه وچه ډوډۍ، لږ کوچ او مربا وروړل شول. سبانارى يې وکړ او کار ته د تلو چمتووالى کوي.
د سهار نهه بجې او لس دقيقې:
ولسمشر نن آبي درېشي اغوستې او همېشنى بکس يې په لاس کې دى. د ارگ لورته د کور له کوچنۍ دروازې ووت او د گارډ قوماندان او ياور يې هرکلى وکړ.
خبرې يې ونه کړې او موټر ته وخوت. هوا نن سړه ده او ولسمشر د وروستيو ورځو پر خلاف د کار ځاى ته پلى ولاړ نه ښايي بيړه يې درلوده او غوښتل يې تر گلخانې ماڼۍ شاوخوا يو کيلومتر لاره ژر ووهل شي.
د سهار نهه بجې او دېرش دقيقې:
ولسمشر د ماڼۍ په لومړي پوړ کې د کابينې د غونډو تالار ته ننه وت او پر خپلې څوکۍ کېناست. وزيران لا مخکې د مېز تر شا ټول شوي دي. خو دوه وزيران نه دي راغلي: د فوايد عامې وزير غوث الدين فايق پکتيا ته تللى او د دفاع وزير ډگرجنرال غلام حيدر رسولي په پوځي قطعاتو کې د ښاديو په سمبالولو بوخت دى. مېله د خلقي او پرچمي مشرانو د نيولو په وياړ جوړه شوې ده.
د کابينې غونډې معمولا” پر سه شنبو جوړېږي، خو وړمه ورځ ټول مسايل ونه څېړل شول او د پنجشنبې ورځې ته چې نن ده وځنډول شول. اصلي موضوع د کار او کارگر قانون دى چې خبرې پرې کېږي.
لومړى د کورنيو چارو وزير عبدالقدير ته وار ورکړ شو چې د حکومتي ضد مظاهرو په تړاو د نيول شويو کسانو (خلقي او پرچمي مشرانو) د نيونې او په ښار کې د امنيتي حالت په اړه معلومات ورکړي. هغه وويل چې ډېرئ تورن نيول شوي او د کابل ولايت په يوه خونه کې ساتل کېږي.
د سهار لس بجې:
د کار او کارگر پر نوي قانون بحث پيل شو. خبره پر دې ده چې “کارگر په کومو شرايطو کې د اعتصاب حق لري”. وزيران خپل نظرونه وايي.
د سهار لس بجې او دېرش دقيقې:
د دود خلاف د جمهوري گارډ قوماندان جگړن صاحبجان په بېړه غونډې ته ننه وت او د ولسمشر په غوږ کې يې يو څه وويل. جگړن بېرته ووت. غونډه ادامه لري.
(وروسته څرگنده شوه چې ولسمشر ته له څرخي پله نه د څو ټانکونو د راوتلو خبر ورکړ شوى و. ولسمشر لارښوونه کړې وه چې معلومات دې وشي چې ټانکونه چا راغوښتي دي، ځکه چې ده پخپله دغسې امر ندى کړى).
د سهار لس بجې او پنځه څلوېښت دقيقې:
بيا هم د معمول خلاف د گارډ دوه نور افسران په بيړه د ولسمشر خواته ورغلل او يو څه يې ورته وويل.
(وروسته ښکاره شوه چې افسرانو ولسمشر ته خبر ورکړى و چې ټانکونه بې له دې چې لارښوونو ته ځواب ووايي په بيړه د ښار لورته پر مخ ځي).
ولسمشر له ځايه پورته شو او د ماڼۍ په دويم پوړ کې خپل دفتر ته وخوت. د کابينې غونډه د ولسمشر په انتظار وځنډېده.
د سهار يووولس بجې او پنځه څلوېښت دقيقې:
دوه ټانکونه د راډيو افغانستان مخې ته رسېدلي او عسکرو يې د خپرونو ولکه تر گوتو کړې ده. لږ وروسته د خلق او پرچم نيول شوي مشران په زرهپوشونو کې راډيو ته راغلل او دننه ودانۍ ته ننه وتل.
د غرمې دولس بجې:
وزيرانو ارگ ته نژدې د چاودنې يو دروند غږ واورېده. پر غونډه چې مشري يې اوس د بهرنيو چارو وزارت مرستيال او د وزيرانو شورا منشي وحيد عبدالله کوي، اندېښنې سيورى غوړولى دى.
وحيد عبدالله وزيران له حالاتو خبر کړل چې له څرخي پله نه څو ټانکونه په خپل سر راوتلي او ښار ته رارسېدلي دي.
د غرمې دولس بجې او پنځلس دقيقې:
د راډيو رييس ارگ ته ټېلېفون وکړ او د لارښوونې غوښتنه يې وکړه چې څه وکړي. ورته وويل شول چې په يکه توت کې د راډيو پر خپروونکو دستگاوو برېښنا پرې کړي.
د غرمې دولس بجې او دېرش دقيقې:
ولسمشر غونډې ته راستون نه شو. د وزيرانو غونډه په خپل سر وځنډېده، د کابينې غړي په دهليزو او خونې کې ډلې ډلې شول او پر دې چې څه روان دي، ورو ورو خپلمنځي خبرې پيل شوې.
د ماسپښين يوه بجه:
وزيرانو ته د ډوډۍ د راوړو وخت دى. خو هېڅوک د ډوډۍ په فکر کې نه دي او خواړه هم نشته. حالات شېبه په شېبه کړکېچن کېږي. د څښاک لپاره هم څه نشته.
د ارگ په خوا کې سختې ډزې روانې دي. د گارډ افسران او سرتېري پر بريد کوونکو متقابل گوزارونه کوي. د بريد کوونکو څو ټانکونه وسول او ځينې کسان يې ژوندي ونيول شول او دننه ارگ ته يوړل شول.
د ماسپښين يوه بجه او لس دقيقې:
د بريد کوونکو يو مشر او د څرخي پله د څلورمې زغره والې لوا کنډکمشر اسلم وطنجار په بيړه خپل ټانک له ارگ نه راډيو ته په څټ کوي او خپلو مشرانو ته د حالاتو د ويجاړۍ خبر ورکوي.
هغه وايي: گارډ زموږ څو ټانکونه وويشتل، ملگري مو ووژل شول او که الوتکې هم د داودخان په پلوۍ راوالوزي نو بيا ورته درېدل ناشوني دي.
د ماسپښين يوه نيمه بجه:
داود خان غوښتنه کوي چې د هغه د کورنۍ ټول غړي د زامنو، لوڼو لمسيانو او د ده د ورور محمد نعيم د کورنۍ د غړو په گډون گلخانې ته راوستل شي.
د ماسپښين دوه بجې:
ولسمشر هڅه کوي چې د کابل له نورو قطعاتو نه مرسته وغواړي. د دفتر ټېلېفونونه هم پرله پسې زنگونه وهي. ولسمشر پخپله هغوى ته ځواب وايي او لارښوونې ورکوي.
د ماسپښين درې بجې:
په پښتونستان واټ کې د مخابراتو مرکز له ارگ سره غږېږي او په شاوخوا کې د سختو ډزو خبر ورکوي. خبرې لا روانې دي چې بريد کوونکي د مخابراتو د مرکز دروازه الوزوي او دننه ورځي. له ارگ سره د مخابراتو مرکز رابطه پرې کېږي.
د ماسپښين درې بجې او لس دقيقې:
شل زرهپوش گاډي په يوه کتار د راډيو پر خوا ورځي. په راډيو کې ځاى پرځاى شويو کودتايي افسرانو ته پته لگېږي، چې دا د داودخان پلويان دي. له دې امله چې له دومره ډېر ځواک سره مقاله گرانه ده، کودتايي افسران هغوى ته وايي چې موږ هم د داود خان پلويان يو. نور مخته مه راځئ، وسايط مو همدغلته ودروئ او تاسې راکښته شئ.
تر دې وروسته هغوى نيسي او په دې ډول کودتا ته لومړنى لوى خطر لېرې کېږي.
د مازيگر څلور بجې او دېرش دقيقې:
راډيو افغانستان د بريد کوونکو افسرانو لومړنۍ اعلاميه خپروي چې په کې د داود خان د رژيم د ړنگېدو خبر ورکړ شوى او له ټولو پوځي قطعاتو نه غوښتنه شوې چې له ځايه ونه خوځېږي.
د مازيگر پنځه بجې او پنځلس دقيقې:
ولسمشر د گلخانې له دويم پوړ نه لاندې راکوز شو چې خپل وزيران وگوري. وزيران پرې راټول شول. ولسمشر هغوى ته گوري او نرۍ موسکا يې پر شونډو ده. وزيران غلي دي.
ولسمشر وايي هېڅ تصور يې نه کاوه چې داسې يو حالت به راځي، اوس چې څه وشول نو پړه يې پر خپله غاړه اخلي.
د مازيگر پنځه بجې او پنځوس دقيقې:
داود خان هماغسې له خپلو وزيرانو سره په خبرو بوخت دى. د پخلنځي يو کارکوونکى له يوه لوښي سره چې په ډوډۍ کې نغښتي څو ټوټې پنير (ساندويچ) ورسره دي، د داود خان لور ته ورځي.
ولسمشر يوه ټوته واخيسته او له وزيرانو يې وغوښتل چې دوى يې هم واخلي.
د مازيگر شپږ بجې:
مرستيال ولسمشر سيد عبدالاله يوه کوچنۍ راډيو په لاس کې نيولې ده. وياند د کودتا اعلاميه خپروي. ټول ورته غوږ شول. ولسمشر دواړه هغه افسران چې د اعلاميو متنونه يې په پښتو او دري لوستل وپېژندل.
يو جگړن اسلم وطنجار او بل د هوايي قواوو درستيزوال ډگروال عبدالقادر و. سيدعبدالاله په سپکاوي سره وايي: “ته اوس دې وطنجار ته وگوره!”
د ماخوستن اته بجې او پنځه څلوېښت دقيقې:
لاسي راډيو بيا هم چالان او د بي بي سي راډيو پر څپو ولاړه ده. لومړى خبر يې دادى چې په افغانستان کې پوځي کودتا شوې، خو د ولسمشر محمد داود او د حکومت برخليک لا روښانه نه دى. يوه وزير چې له نورو لږ لېرې دى او د راډيو غږ سم نه اوري، له ولسمشر نه پوښتي چې: “بي بي سي څه وويل؟”. هغه وايي:” هېڅ، کومه نوې خبره يې نه درلوده.”
د ماخوستن نهه بجې:
له ارگ نه راډيو ته زنگ وهل کيږي چې د حالاتو جاج واخلي. له هغې خوانه يو ناآشنا کس وايي چې حالات سم دي او تاسې اندېښنه مه کوئ. خو ارگ ته پته لگېږي چې نور نو له پخوانيو مامورينو څخه په راډيو کې څوک نه دي پاتې.
د ماخوستن نهه بجې او دېرش دقيقې:
د کورنيو چارو وزير عبدالقدير ولسمشر او وزيرانو ته د حالاتو لنډ رپوټ ورکوي. وايي چې د قرغې فرقه هم له لاسه وتلې، په ريشخورو کې اوومه فرقه هم بحراني ده او د حکومت پلوي مشران د کودتا پلويانو وژلي دي.
په پښتونستان واټ، ددفاع وزارت په شاوخوا، د ارگ ختيځو او شمالي برخو ته بريد کوونکي رسېدلي او درندې ډزې کوي.
د ماخوستن نهه بجې او څلوېښت دقيقې:
وحيد عبدالله ولسمشر ته وړانديز کوي چې پلازمېنه په موقت ډول کندهار ته ولېږدوي او پخپله ژر د بهرنيو چارو وزارت له لارې د هغه ښار پر لور حرکت وکړي.
داود خان او مشر زوى يې عمر مخالفت کوي، په داسې حال کې چې ورور يې سردار محمد نعيم وايي چې دا کار بايد لا دمخه شوى واى.
پرهمدې مهال يو موټر د گلخانې وره ته رارسېږي چې ولسمشر د کندهار پر لور بوځي. ولسمشر راوځي او چې څنگه غواړي موټر ته پورته شي، د ارگ له مخامخ جومات نه پرې يو ډز کېږي. بيا بل ډز کېږي. داود خان په بيړه بېرته گلخانې ته ننه وځي او په دې ډول له ارگ نه د وتلو فکر په بشپړ ډول له سر نه وباسي.
د ماخوستن لس بجې او لس دقيقې:
په ارگ کې دننه حالات په چټکۍ خرابېږي. د کودتا مشران په جمهوري گارډ کې له خپلو پلويانو نه چې شمېر يې له لسو تر دېرشو رسېږي، غوښتنه کوي چې پر ارگ فشار ډېر کړي.
د گلخانې له مخامخ جومات نه پر ماڼۍ پرله پسې ډزې وشوې. د دهليز قنديل ولگېده او تپه تياره شوه. د گلخانې د لويې دروازې پهره دار ولگېده او مړ شو. ډزو پنځه دقيقې دوام وکړ او بيا ودرېدې.
د ماخوستن لس بجې او پنځلس دقيقې:
په گلخانه کې خورا ډېر کسان ټپيان شوي او چېغې وهي. تياره ده څوک نه معلومېږي. چې رڼا ته راوڅکول شول نو ولسمشر وليدل چې مشر زوى يې عمر مړ دى.
هاخوا يې بل زوى خالد په خورا سخت ټپي حالت کې په وينو کې پروت دى. لور يې زرلښته هم لگېدلې خو حالت يې ظاهرا” تر خالد ښه دى. ورور يې نعيم خان هم په پښه لگېدلى او د کورنيو چارو د وزير عبدالقدير له لاس نه وينې بهيږي.
عبدالقدير په ټپي حالت کې هم هڅه کوي له کړکۍ نه د جومات تر څنگ پټ شوي بريد کوونکي پر خپلې کوچنۍ ماشينگڼې وولي. د ولسمشر بل زوى خالد هم ساه ورکړه. لور يې زرلښته هم مړه شوه. له بهر نه لا ډزې روانې دي. ولسمشر پر څوکۍ ناست دى، د بچيانومړوته گوري خو ژاړي نه.
په سر کې يې څه ورگرځي؟ هېڅوک نه پوهېږي. سترگې يې پر يوه ټکي خښې کړي او غلى دى. وزيران هم زړه نه کوي چې خبرې ورسره وکړي. په گلخانه کې د کوچنيانو بغارو دهليزونه پر سر اخيستي دي.
د شپې يوولس بجې:
د خلک ديموکراتيک گوند مشر نور محمد تره کى هم د راډيو په يوه خونه کې پر کوچ غزېدلى او سوچ وهي. يو جگپوړى ملگرى يې څنگ ته په چيغو چيغو ژاړي. تره کى ترې پوښتنه کوي چې ولې؟ وارخطا يې؟ هغه وايي چې “نه، له خوښۍ نه ژاړي”.
د دوى خبرې لا نه دي بشپړې شوي چې يو افسر په بيړه ورننه وځي او وايي چې د څرخي پله له پنځلسمې لوا نه څو ټانکونه د ښار پر خوا خوځېږي او وېره داده چې د داودخان پلويان به وي.
تره کى او مرسيتال يې ببرک کارمل په بيړه پورته شول او د څو افسرانو په بدرگه له راډيو نه ووتل چې له احتمالي بريد نه ځانونه خوندي کړي. د گوند يو بل جگپوړى غړى حفيظ الله امين له اسلم وطنجار سره په راډيو کې پاتې کېږي او نور مشران يې په خواجه رواش کې پوځي هوايي ډگر ته ځي چې بشپړ د هغوى د پلويانو په ولکه کې دى.
د شپې يوولس بجې او پنځلس دقيقې:
له بگرام نه بم غورځوونکې الوتکې پاڅېدې چې ښار ته راروان ټانکونه له هوانه بمباري کړي. خو په مخابره کې سره پوهېږي چې دغه ټانکونه هم د کودتا ملگري دي او ځکه يې له ويشتلو نه ډډه کېږي.
د شپې دولس بجې:
د مرکز په ټولو پوځي چوڼيو کې ولکه د کودتا پلويانو تر لاسه کړې او په ولايتونوکې هم د ننگرهار د فرقې د خوځېدو هڅه شنډه شوې ده. د خلک ديموکراتيک گوند مشران اوس ډاډه شوي چې پر حکومتي ځواکونو يې برى موندلى دى.
يوازې جمهوري گارډ مقاومت کوي. خو د گارډ له ١٦٠٠ افسرانو او سرتېرو نه هم ډېر لگېدلي او له پاتو سره يې مهمات په خلاصېدو دي.
د ثور اتمه، د شپې يوه بجه – يوه بجه او شل دقيقې:
د گارډ قوماندان جگړن صاحبجان پوځي کالي وايستل او په ملکي درېشۍ کې گلخانې ته ورغى. ولسمشر ته يې خبر ورکړ اوس چې په گارډ کې دننه خيانت پيل شوى، نور يې نو څه له لاسه پوره نه دي.
ولسمشر ورته وويل چې تمانچه دې ورکړي او پخپله دې د ځان د ژغورلو په هڅه کې شي. صاحب جان وزيرانو ته لاس ورکړ او ولاړ. د گلخانې په لوى وره کې نور څوک پهره نه کوي او ساتونکي هم هرڅوک په خپله مخه تللي دي.
د ثور اتمه، د شپې دوه بجې او دېرش دقيقې – درې بجې:
وزيران يا د گلخانې په دهلېزونو کې گرځي او يا يې د خونې په کوم گوټ کې څنگ وهلى دى. ولسمشر له خپلو پاتو بچپانو سره د لانديني پوړ په خونه کې ناست دى او وزيران نه ورځي.
د جمهوري گارډ پاتې قطعات په خپل نوښت د راډيو افغانستان ودانۍ چې د ارگ له شمال ختيځو څنډو شاوخو يو کيلومتر واټن لري، په درنو ماشينگڼو وويشته او ښيښې يې ورماتې کړې. حفيظ الله امين په هوايي ډگر کې ډگروال عبدالقادر ته وويل چې له بگرام نه الوتکو ته د ارگ د ويشتلو امر وکړي.
ارگ تر هوايي بريد لاندې راغى. د دلکشا ماڼۍ برج ولگېده او نيم ويجاړ شو.په دغو بمباريو سره د ولسمشر د پلويانو دا هيله هم ورژېده چې ښايي له بگرام، کندهار يا شينډنډ نه يې د مرستې لپاره الوتکې راپورته شي.
ټولو ته جوته شوې وه چې ځمکني او هوايي ځواکونه بشپړ کودتاکوونکو ته اوښتي دي. تر هوايي بمباريو وروسته په ارگ کې بشپړه چوپتيا خپره شوه.
د ثور اتمه، د سهار څلور بجې:
د خلک ديموکراتيک گوند پټ شوي مشران بيرته د راډيو افغانستان ودانۍ ته راغلل. د هغوى له راستنېدو سره سم د گارډ پاتې سرتېرو بيا پر راډيو د مشينگڼو بريد وکړ او هلته ناست کسان يې و ترهول.
ددې بمباريو په ځواب کې بيا الوتکې راغلې او ارگ يې وويشته. دا ځل د گلخانې ماڼۍ يو گوټ ولگېده او اور يې واخيست. اوس نو يوازې د سوځېدو غږ و او ډزې بشپړې درېدلې وي.
پر ارگ يوه مرگوني چوپتيا خپره شوې وه. ولسمشر پاتو عسکرو ته وويل چې ده “خپله پرېکړه کړې، تاسې ورشئ او سپينې جنډې پورته کړئ”.
د ثور اتمه، د سهار شپږ بجې:
د گارډ پاتې افسران او سرتېري بريد کوونکو ته تسليم شول. دوى يې په داسې حال کې چې لاسونه يې پورته نيولي وو، د پښتونستان څلور لارې ته ورسول.
ولسمشر په راډيو کې کودتايي افسرانو ته خبر واستاوه چې اسلم وطنجار او عبدالقادر د خبرو لپاره ور ولېږي. نورمحد تره کي دا وړانديز رد کړ او د بالاحصار له ٤٤٤ کوماندو قطعې نه يې وغوښتل چې ارگ ته ورشي او داود خان ونيسي.
د ثور اتمه، د سهار شپږ بجې – شپږ بجې او پنځلس دقيقې:
د کوماندو قطعې يو بلوک افسران گلخانې ته راورسېدل. يوه تن يې په وره کې پرله پسې يو جاغور تش کړ. بيا دننه ورغلل.
وزيران په دهلېزونو کې وو. يوه افسر امر وکړ: “څوک چې وسله نه لري دې خوا دې راشي.” بې وسلې وزيران د دوى خواته ورغلل او يو يو له گلخانې نه و ايستل شول او څنگ ته د ټېلېفون په خونه کې بنديان شول.
د ماليې وزير او د ولسمشر مرسيتال سيد عبدالاله او د کورنيو چارو وزير عبدالقدير چې دواړو وسلې درلودې له ولسمشر محمد داود سره پاتې شول.
د ثور اتمه، د سهار شپږ نيمې – اووه بجې:
د کوماندو بلوک په ولسمشر پسې ورغى…د تسليمۍ غوښتنه ترې کېږي… انتظار اوږد شو… او د گلخانې د دهليزونو چوپتيا درندو پرله پسې ډزو چې له يوې خونې نه واورېدل شوې، ماته کړه.
د ثور اتمه، د سهار اووه بجې او دېرش دقيقې:
راډيو افغانستان بيړنى خبر لري: “سردار محمد داود… د ليوني مقاومت په نتيجه کې….”
او په دې ډول د څلرويشتو کړکېچنو ساعتونو په پاى کې، د افغانستان د تاريخ يو باب واوښت. پر نوې پاڼه د وينو سور داغ پورې شوی و.
منبع: بي بي سي