د سولي په نوم مشورتي جرګه او که د واک دوام ته لاره؟
لیکوال احمدشاه سائل
د سولي په نوم مشورتي جرګه او که د واک دوام ته لاره؟
جرګه د افغانانو هغه تاریخي او عنعنوي میراث دئ چي د اولس سیاسي، اقتصادي، کلتوري او حتا مذهبي شخړي او ناندریو د حل په برخه کي غوڅي پرېکړي او تصمیمونه نیسي، جرګه د ډیرو غړو د افکارو له یو ځای کېدو څخه عبارت ده چي فیصلې ئې ډیري معتبره او د ارزښت وړ دي.
خو له بده مرغه اشرف غني د نورو ملي ارزښتونو د توهین ترڅنګ مشورتي جرګه هم د شخصي مفاداتو لپاره بې حیثته کړل، همدا علت دئ چي د هېواد بانفوذه اشخاصو، ګوندونو او سیاسي څېرو د راتلونکي مشورتي جرګې سره پرېکون اعلان کړ او لا هم ئې د تحریم پروسه جریان لري.
ددې جرګې ملي هدف معلوم نه دئ، لګښتونه ئې نه یوازي بېځایه بلکي د غني د کمپاین لپاره لګیږي، اشرف غني د مشورتي جرګې لپاره د ځان په ګټه یو داسي تصمیم نیولی ترڅو په جرګه کي د ټاکنو پرته د واک راتلونکي پنځه کلونه تضمین کړي.
که څه هم راتلونکي مشورتي جرګې ته د سولي نوم ورکول سوی مګر د حکومت لخوا د سولي په ارتباط یو شمېر پاروونکي اقدامات ښيي چي دوئ په دې برخه کي ژمن نه دي، بلکي یوازي د قدرت د اوږدېدو لپاره د یادي پروسې د سبوتاژ هڅه ده.
له لویه سره د ولسمشر غني اکثریت پرېکړي او اقدامات د افغان ملت په زیان دي، کله چي په لومړۍ ورځ واک ته رسېدلی، د اولس پر رایو ئې معامله وکړل او د عبدالله عبدالله سره ئې د حکومت ټول نهادونه ووېشل چي دا په ښکاره د اساسي قانون نقض وو، اوس هم اندېښنې سته چي جرګه به هم د انتخاباتو په څېر بې ارزښته او د اقتدار د پایښت ادرس وګرځوي.
د اشرف غني اکثریت پلانونه د قانون خلاف او د اولس د تېرایستلو لپاره دي، که احتمالاً په راتلونکې جرګه کي د غني په مورد د واک د غځولو پرېکړه وسوه دا به په هېواد کي و یو بل نوي بحران ته لار خلاصه کړي.
ملت مخکي هم د جرګې غوښتنه کړې وه مګر د “عنعنوي لویي جرګې”. د اشرف غني لخوا د “مشورتي لویي جرګې” جوړول یواځي لکه د غنې روانه دوره کي د افغان وژني تداوم کېدلای سي.