د افغانستان د حالاتو آخري صحنې ښه نه ښکاري
واحد فقیري
ښاغلی های روتسټان او جان ارکویلا د مې پر اوله په وال سټریټ ژورنال کي لیکي متحده ایالات په افغانستان کي د کامیابۍ امکان نور نه ویني. د امریکا سیاسي او نظامي مشران اوس پدې لګیا دي چي څرنګه له افغانستانه څه په آب او عزت راووزي. د هغوی همدې هڅو یو غیر معقول حالت ایجاد کړی دی: او هغه دا چي امریکا اوس د طالبانو سره مخامخ مذاکرات پيل کړي دي. ۱۸ کاله پخوا واشنګټن همدا طالبان دوښمنان ګڼل او له قدرته يې پسي واخیستل. اوس د طالبانو سره د سولي مذاکرات په داسي وخت کي جاري دي چي طالبانو تازه پسرلني عملیات پېل کړي دي.
دا روان حماقت په داسي وخت کي جاري دی چي د کابل حکومت – کوم چي د امریکا مخلوق دی – لدې خبرو څخه محروم ساتل سوی دی. ځکه طالبانو، یعني زموږ پخواني دوښمنانو، د کابل د حکومت د حذفولو تقاضا کړې ده. داسي ښکاري چي د امریکا مشران په افغانستان کي د شرایطو د لا خرابولو په ارتباط د خپل جرم او مسولیت په اړه بېباکه او هېرجن دي.
څرنګه موږ دې ځای ته راوروسېدو؟ د دې سوال لپاره عمومي جواب دا دی چي د افغانستان سیاسي مشران او امنیتي ځواکونه بې کفایته او فاسد دي. خو واقعیت دا دی چي په افغانستان کي امریکا غلط پلانونه تپلي دي. د افغانستان تاریخ، جغرافیه، او کلتور دا وايي چي افغانستان د یو قوي سیاسي مرکزیت لپاره جوړ نه دی، خو واشنګټن د مرکزي حکومت پر تحمیلولو باندي ټینګار کوي.
په افغانستان کي د امریکايي مشرانو ساده ګي اوس یوه بله خطا رامینځته کوي. متحده ایالات آلان لګیا دي چي د طالبانو سره سوله وکړي. خو سوال دا دی که طالبان واقعا د سولي خبرو ته جدي وای، نو ولي یې عملیات او جنګونه پېل کول؟ جواب ساده دی — طالبان د سولي په ارتباط جدي نه دي. البته، اساسي خبره دا ده چي ولي باید طالبان سولي ته جدي وی؟ دمګړی طالبان تر بل هر وخت زیاتي سیمي لاندي کړي دي. د افغان حکومت کنټرول له لاسه ورکړی دی، او په عین وخت کي امریکا د وتلو نیت کړی دی.
جالبه خبره دا ده چي د امریکا دپلوماسي تلویحا د طالبانو هغه ادعا تاییدوي چي وايي د جمهورریس اشرف غني حکومت «د امریکا ګوډاګی رژیم» دی. دا خبره د هغو امریکايي او افغان عسکرو بې حرمتي ده چي په کلونو کلونو د یوه بهتره افغانستان لپاره جنګېدلي دي.
اوس نو، څه باید وسي؟ اول، متحده ایالات باید سمدستي د طالبانو سره د سولي خبري ودروي. ځکه د اوسنیو شرایطو لاندي به مذاکرات سوله اعاده نه کړي. دوهم، موږ باید خپله هغه فرضیه لیري واچوو چي وايي افغانستان باید په ورځنیو چارو کي له کابله اداره سي. په افغانستان کي سیاسي مشروعیت او ثبات ټینګول د امنیتي، سیاسي، او عدلي امورو د غیري مرکزي کولو تقاضا کوي. واقعیت دا دی چي د افغانستان مرکزي حکومت د لیري پرتو او کلیوالي سیمو د کنټرولو څخه عاجزه دی.
دمګری طالبان هم د مذاکراتو د مېز پر امتیازاتو باندي ژبي ټکوي، او هم نظامي تهاجمي عملیات کوي. که چیري متحده ایالات واقعا غواړي چي افغانستان وژغوري، امریکا باید نور طالبان و نه نازوي. او په عین زمان کي امریکايي مشران باید کابل، د امریکا خارجه وزارت، او د دفاع وزارت پدې قانع کړي چي د افغانستان د امنیتي او سیاسي چارو د سمبالولو لپاره غیري مرکزي اپروچ وکاروي.