خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د ډېره اسعماعیل خان په زندان کي د باچاخان د غاښو تکلیف

ژباړن: عصمت الله زهیر

د ډېره اسماعیل خان جیل د خراب خوراک لکبله د غاښو تکلیف راته پېښ سو ، نو د دا جیل سپرنټنډنټ د علاج لپاره د لاهور سنټرجیل ته واستولم د دا ځای داروغه خیرالدین خان وو چي د ملت پالو (قام پرستو) سره یې هیڅ ډول خواخوږي نه درلوده او د انګرېزانو د خوشالولو لپاره یې هره ناروا او سختي په کار اچوله او په بدل یې انګرېز هغه ته دا واک ورکړی ووچي څه ډول یې زړه سي د بندیانو سره دي هغه ډول چلند روا وساتي …
خیرالدین خان سیاسي بندیانو سره ډېر ناوړه چلند به کولو ، په جیل خانه کي د خلافت او کانګریس دواړو ډلو بندیان قید وو، زه هم د خلافت د ډلي یو بندي وم نو زه یې له هغو بیل یوازي په یوه ژرنده (چکۍ)مطلب په یوازي توره کوټه کې بندیوان کړم ، دلته یو شمېر سیکان هم بندیان وو هغه یې ځکه دلته بندیان کړي وو چي هغو به خپل مذهبي (ست سری اکال) شعارونه ورکول …
په سیکانو کي یو زبردست احساس را پیدا سوی وو، پر دوی باندي چي به د جیل خلکو څومره سختي کوله د دوی احساس به دومره پیاوړی کیدلو …
څه مهال چي د خلافت ملګري پما خبر سول نویې سخت شور جوړ کړو په دا بله ورځ یې زه له چکۍ را ویستم د سیاسي بندیانو سره یې یو ځای کړم ، دلته آغاصفدر ، ملک لال خان، لالا لاجهت رای او دا رنګ نور یو شمېر د کانګریس غړي موجود وو، د دوی سره مي ډېر بانډارونه کېدل …
آغاصفدر، ملک لال خان او ما د قرآن (پاک) درس شروع کړو لاکن ډېر زغرده ملک لال خان د موږ سره په دا درس کي ملګرتیا پرېښودله ولي چي هغه ویل خلک د قرآن (پاک) بیلي ،بیلي معناوي کاږي …
هغه خوار د بل د پلونو پرنخښو روان څوک وو ، خوار دومره هم نه پوهیدولو نه یې دومره پوه درلودله چي زموږ د پویولو یو څه اغیز هم ورباندي سوی وای.
څو ورځي وروسته د غاښونو ډاکټر راغی ، زه یې دفتر ته وروغوښتم ، نوم یې ډاکټرپریم ناتهـ او رښتیاهم د میني مجسمه وه ، زما غاښونه یې معاینه کړل یو او دوه یې وکښل نور غاښونه یې را پاک کړل ، راته ویل یې دې ته پائیوریا وایي چي د خراب خوراک لکبله ستا په غاښو پوري سوې ده …
نسخه یې را وکښله هم خوراک راته تجویزکړو ، ما د فیس ورکولو ورته وویل خو هغه غوټ انکار وکړو چي ما ډېر اصرار ورته وکړو نو هغه راته وویل :
تا کومه ګناه کړې ده ؟ ته خو د وطن او قام سره د میني او خدمت په خاطر دلته راغلی یې نو که زه لتا فیس واخلم نو زه به شرم احساس نکړم ؟
که چیري زه ستا پشان دومره قرباني ورکولی نسم نو دا قدر خدمت خو دي کولی سم …
لنډه یې دا چي هغه د ما هیڅ فیس نه واخستی خپل بیګ یې واخستی او روان سو .

(آپ بیتی ، خان عبدالغفار خان / ژ: زهیر)