د لوی استاد علامه حبیبي یاد
استاد مطیع الله روهیال
پوهاند عبدالحی حبیبي د افغانستان له لویو تاریخ لیکوالو او محققینو څخه وو. خپل ټول ژوند یې د افغان انسان ارزښتونو، سوکالۍ او پوهولو ته وقف کړ. په دې برخه کي ئې تر سلو زیات مستقل آثار او په سوونو علمي و څېړنیزي مقالې په میراث پرېښوولې چي د هغوی د نامه په ژوندي ساتلو کي به تر لویي ورځي افغانانو او د نړۍ عالمانو ته په درد وخوري.
نن د استاد د مړیني ورځ ده، هغه ورځ چي افغان هیواد او تاریخ خپل لوی خواخوږی له لاسه ورکړ، هغه ورځ چي د افغان تاریخ په روښانه کولو کي یو ستړی خو پرشوره زړه او خوځېدونکي ګوتي له ښوره ولوېدې.
په دې ورځ د تحقیق او علم یو لوی نوم د تل له پاره سقوط وکړ، داسي نوم چي د افغانستان او سیمي په سطحه یې د شهرت او علمیت انګازې خپرې وې. داسي نوم چي د افغاني ادبیاتو د معاصر جریان د ډېرو نوښتونو پیل ورسره تړلی وو او په حقه سره عالم او محقق وو.
په دې ورځ د فاضل کندهاري د کورنۍ روښانه ډېوه د تل له پاره خاموشه سوه او افغانان ئې د نورو فیوضاتو له لیدلو محروم سول. خدای دي هغه استاد وبخښي چي د خپل هیواد، ژبي، خلګو او فرهنګ واقعي خواخوږي وو.
د پوهاند حبیبي اروا دي ښاده او پر ګور دې نور وي
د علامه د خوږې شاعرۍ دا غزل هم ولولئ:
د شعر هنګامه
چي زاهد په میو لږ شونډه لنده کړه
په تیندکو کي ئې جوړه عربده کړه
تنده نه سوله په ماته د رندانو
په ایندو ایندو ئې تشه میکده کړه
ساقي نه وو هسي مست او غرق په میو
دا رندي او می نوشي ئې له ما زده کړه
خلګ وایي د پردې تر شا اسرار دي
څه خو نه وه چي ئې پورته دا پرده کړه
سیل د اوښو ئې له سترګو راایله سو
شرمنده ئې هم آمو هم نربده کړه
پس له ډېره مي دا ښکلی شعر ووې
هنګامه د ساړه شعر مي توده کړه