خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

سي این این: د امریکا متقاعد عسکر له ټرمپه غواړي چي له افغانستانه راووزي

واحد فقیري

د امریکا مشهور تیلویزیوني شبکه سي این این د مې پر ۹ لیکي د امریکا د متقاعدو عسکرو ستره ډله له ټرمپه غواړي چي د افغانستان او سوریې په مورد کي پر خپلو کړو ژمنو وفا وکړي، او امریکايي عسکر راوباسي.

دا متقاعد عسکر چي د امریکا د میلیارډر ښاغلي کوک له خوا تمویلېږي، وايي چي ټرمپ وعده کړې وه چي:«ستر ملتونه په ابدي جنګونو کي ځان نه لتاړوي.» د متقاعدو عسکرو دا ډله به د جمهورریس ټرمپ همدا خبره په سوشل میډیا کي په پراخه کچه تبلیغ کړي، پدې پروپاګند او تبلیغاتي کمپېن کي به په میلونهاوو ډالره مصرف سي. سي این این به د هغوی دا کمپېن ته پوښښ ورکړي.

د دې کمپېن یو ناظم وايي،«دا به یو پراخ تبلیغاتي کمپېن وي. دا به په امریکا کي یو سرتاسري کمپېن وي. موږ به په واشنګټن کي زیات فعالیت وکړو، او په ګرده هیواد کي به خپل پلویان بسیج او منظم کاندو.» دا تبلیغاتي کمپین به په فیسبوک، ټویټر، ګوګل،‌او لینک این کي تر سره سي. دغه راز، په واشنګټن کي به کانګرس ته لابي وکړي. او په ټوله امریکا کي به د عامه پوهاوي لپاره میټنګونه او جلسې دایري سي.

د افغانستان د جنګ سره د مخالفت د کمپېن مشر ښاغلي کالډویل وايي،«موږ پدې باور نه لرو چي موږ باید له ټولي نړۍ څخه خپل عسکر راوباسو، او یا مینځنی ختیځ کاملا هېر کړو، مګر موږ باور لرو چي په اوږدې مودې کي د نورو ملکونو اشغالول زموږ په تاوان دي،‌ او زموږ امن نه سي را تامینولای.»

سوپکو: په افغانستان کي به تر سولي راوروسته څه پېښ سي

د سیګار مشر ښاغلی جان سوپکو د مې پر ۸ د امریکا په مشهوري سیاسي ویب پاڼه (د هیل) کي لیکي سیګار خپل تازه رپوټ فقط څو ورځي مخکي په داسي وخت کي نشر کړ چي په افغانستان کي د سولي لپاره د نسیم نرمي څپې راولاړي سوي دي. البته څرګنده خبره ده چي د افغان ځورېدلی ولس به د سولي د موافقې هرکلی وکړي. دغه راز، امریکایان به يې هم تود استقبال وکړي.

سوپکو ادامه ورکوي او لیکي د سولي موافقه به د ځان سره ځیني چلنجونه ولري، ځکه د یو باثباته افغانستان تر شا پرېښودل به ګران وي. نو لهذا، د دې تر مخه چي د سولي موافقه وسي، د یوه باثباته افغانستان لپاره همدااوس لا باید لاس په کار سو، او آخري ورځي ته انتظار و نه باسو. ځکه د پلان نه لرل، د ناکامۍ لپاره پلان لرل دي.

که چیري د سولي موافقه وسي، د افغانستان حکومت به پرته له خارجي مرستو څخه دوام و نه کړي. ځکه د افغانستان حکومت عاید نه لري، اقتصاد يې په ټپه ولاړ دی، او حکومت يې تر غوږ پوري په اداري فساد او رشوت کي غرق دی.

بله د اندېښنې خبره دا ده چي څرنګه به د طالبانو ۶۰۰۰۰۰ (شپېته زره) جنګیالي په افغان ټولنه کي ادغامېږي. د دې جنګیالیو لپاره د کار هیڅ زمینه نسته، ځکه اقتصاد پر ټټر پروت دی. بلخوا، د افغان د حکومت ظرفیت او قابلیت نهایت کمزوری دی، او د ډونرانو مرستي ته اړتیا لري. که چیري طالب جنګیالي په سمه توګه ادغام نه سي، د سولي موافقه به تر دایمي تهدید لاندي وي.

سوپکو په آخر کي لیکي امید ستراتیژی نه ده. همدا وجه ده چي زه په واشنګټن او کابل کي پالیسي جوړونکي دېته تشویقوم چي د سبا ورځي غم وخوري.