دمسول سیاسي ذهنیت تشه
لیکوال: میرویس اتل
دسیاست تعریفونه
1- سیاست دیو فعالیت په عنوان :
ددې تعریف په اساس سیاست هغه فعالیت دی چي په پوره یا نیم وخت دسیاست مدارانو دخوا ترسره کیږي، او دهغه تصمیمونو سره سروکار لري چي دسیاسي نظام په حدودو کي نیول کیږي .
په هغو پرمختللو هیوادو کي چي سیاستونه دمسلکي کسانو دخوا کیږي عادي وګړي ډیر دسیاست په اړه فکر او پروا نه لري او سیاست یوازي دسیاست مدارانو دخوا تعقیبیږي.
2-سیاست د روانو چارو په عنوان :
داسهي ده چي دلته ډیر خلګ سیاسي چاري ،سیاسي مسایل دژوند مهمه برخه نه بولي
مګر دخلګو یوه برخه بیا سیاست مهمه اړتیا احساسوي او هغه ډول یې خوښوي لکه د ورزش څیني لوبغاړي ، دسیاسي څیرو سره علاقه لري دهغوی دسیاستونو او تصمیمونو په باب معلومات راټولوي ، رسنۍ څاري دګوندونو او سیاسي ټولنو غړیتوب ته لیواله وي او زړه یې غواړي چي په هرځای کي دسیاست په باب مجلسونه وکړي او په اصطلاح(( سیاسي ژوند)) یې اختیار کړی وي .
3-سیاست ددولتي فعالیت په عنوان
دسیاستونو په تعریفونو کي یو تعریف دادی چي هرهغه کار چي دولت یې په خپلو درو ځواکونو ترسره کړي سیاست دی.
دواکمنۍ دپاره دبشري قوې استعمال اود یو شخص او اشخاصو د خوا دټولني چارو ته رسیدګي اویا داچي دیوې ټولني یاټولنو په کنټرول خلګ مصروف او مشغول سي دغه مصروفیت سیاست دی.
ولي له سیاسته خلګو مخ اړولی ؟
ځکه چي په سیاست او دولت دخلګو دپاره خدمات په تیرو وختونو کي نه دي پوره سوي .
کوم خدمات؟ :
۱=امنیت
۲=زده کړه
۳=روغتیا
۴=اقتصاد –سړکونه
۵=قضا
۶=برېشنا
کله چي دیوانسان جسم او روح په امن کي نه وي له سیاسي او جنايي پیښو تاوان ور رسیدونکی وي نو ددغه تاوان دمخنیوي اوله درجه مسول او مکلف ارګان دولت او سیاسي نظام دی.
دوړیا زده کړي ترهره فرده درسولو مسولیت هم ددولت پر غاړه دی خو نیوکه داده چي دا کار هم له کیفي او کمي اړخه کمزوری دی کندهارچي دجنوب زون ترنورو ولایتونو یې دسیاسي ویښتوب خبره ډیره کیږي او اوولس ولسوالۍ لري چي ځیني یې بیخي مکتبونه نلري لکه ریګستان
دکندهار ښار شاوخوا ۴۰۰ مکتبونه هم ډیر یې تعمیرونه ، کتابونه ، استادان ، میزچوکۍ ، یخ کي بوټي بخارۍ ،دروازې ، هنداري او پاکي اوبه نلري.
ددولت بل کار د روغتیايي مرکزونو ډیروالی او ښووالی دی چي له بده بخته پر میرویس روغتون دڅلورو ولایتونو ناروغان ور مات دي چي په هیڅ صورت سمه او مناسبه رسیدګي نه ورته کیږي.
په اقتصادي پالیسیو او تګلارو کي هم دسخت کمي او ضعف له وجي تجارت ، صنعت او زراعت له پامه لویدلي.
داوبو ، مځکي او کورني مسایلو پر سر د راپیدا کیدونکو شخړو حل وفصل ته دعدالت دیوې سمي او بې فساده سرچینې د نشتوالي له امله هم پر دولتي کیدونکي عدالت او تصمیم خلګ باور نلري.
برق او بریښنا ته په دغه زون کي دخلګو ګیله دمایوسۍ وروستي حد ته رسیدلې او هیڅ دا ډاډ نلري چي برق دي ورته سم سي.
دسیاسته دخلګو مخ اړولو پر لومړي دلیل سربیره چي بې کیفیته خدمات دي هغه وخت هم پر سیاست په افغاني ټولنه کي اعتماد کم او ختم سو چي کله سیاست دناسموګوندونو دنامناسبو وګړو په لاس کي ولوید .
نامناسبو وګړو دخلګو دفکري او فزیکي ارزښتونو څخه فاصله ونیوله یوازي دبهرنیو راوارد سوو مفکورو او ایډیالوژیو چوکاټ یې د دې ټولني د هري ناخوالي حل ته مناسب باله چي دې کار دتولني تر نظم او ترتیب ټولنیزه ګډوډي او دناخوالو بحران لاپراخ کړ ، نه یوازي دا چي ددولت او سیاست پر چوکاټ یې بې اعتمادي پیدا او زیاته کړه بلکي ددې ټولني بشر او ارزښت یې ترپښو لاندي کړ.
بلخوا دګوندونو مشرانو او مسولینو یو د بل په وړاندې د سیاست د علنی، دموکراتیکو او اصولي سیالیو پرځای، مخفي مبارزوته مخه کوله او په یوه ګوند کې یې هم یو د بل په وړاندې له توطیو او پټو دسیسو څخه کار اخیست.
د ګوند د ټولنیزي نظریې پرځای به د مشرۍ هر یوه مدعي د خپل شخصی قدرت د ټینګولو له پاره مبارزه کوله؛ تر دې کچې چې د شخصی دښمنیو او یو له بله د غچ اخیستلو په خاطر یې د ټول نظام دچپه کولو څخه هم دریغ نه کاوه. ډیرو به د شخصي مطلق قدرت د ټینګولو له پاره د ګوند په داخل کې هم د سیالانو زغم نه درلود او د هغوی د معنوي کمزوری او فزیکي محوې له پاره یې دسیسې جوړولې او عملي کولې؛ داسي چي د ټول ګوندي او دولتي سیستم دتضعیف او له منځه تللو او د خپل ګوند او ګوندي ملګرو د حقارت او بربادولو په قیمت به تمامیدې.
څلرم سلایډ
دسیاست عام پوهاوي جلب او جذب ته کوم وسایل اغیز من دي ؟
ددې لپاره چي خلګ اود ټولني متن او بطن سیاست ته راجذب سي
لومړی باید پورته دوه دلیلونه او لاملونه (بې کیفیته سیاسي خدمات او ناوړه مشران ) ورک او ختم سي تر څو سیاست ته د خلګو دلاسه ورکړی اعتماد بیرته ټینګ سي .
سیاست ته داعتماد جوړولو پر وخت باید دټولنپوهني پر طریقو برابر چلندونه وسي دخلګو په ژوند کي دسیاست رول روښانه او واضح سي ،سیاسي شعور او سواد پراخ سي اود سیاست په اړه دلته ناوړه جوړ ذهنیت باید بدل سي چي زما یې دسیاست او هیوادنیو ګټو سره څه ! یا نیمه ډوډۍ د کوټې پای ! خو که حقیقت ته وکتل سي درايي او سیاسي برخلیک ټاکلو او مشر ګومارلو پر وخت دکم سیاسي شعور او لږي سیاسي اګاهۍ له امله ناوړه مشران واک خپلوي او د خلګو په ژوند کي مثبت تغیر نه راځي او انساني سهولتونو ته د وګړو لاس رسی کمیږي .
-کورنۍ
-ممبر
-دولت
– مدني بنسټونه
– ګوندونه
– او که رسنۍ ؟
ملي سیاست مناسبې وسیلې غواړي