سرپرست او موقتي حکومت
واحد فقیري
لکه څنګه چي تولو ته معلومه ده د اشرف غني دوره د مې د میاشتي پر ۲۲ مه باندي ختمېږي، او انتخابات د سپټمبر تر میاشتي پوري ځنډېدلي دي. اکثرو افغانانو او جهانیانو ته دا څرګنده ده چي د اشرف غني – عبدالله رژیم سخت ناکامه او بې کفایته دی. او امن، اقتصاد، اداري فساد، او د افغانانو تر مینځ اتفاق او اتحاد تر پخوا ډېر کمزوری سوی دی.
بلخوا، د سولي او مصالحې په برخه کي هم د غني موجودیت نه یوازي ګټور او مثمر نه دی، بلکي مضر او جنجالي لا هم دی. طالبان په هیڅ ډول نه غواړي چي د غني سره خبري وکړي. ځکه هغوی د غني رژیم ګوډاګی او نامشروع ګني.
بل پلو، پدې تېرو څو میاشتو کي دا هم څرګنده سوه چي غني د سولي لپاره هیڅ علاقه نه لري، او حتی چي وس يې ورسېږي د سولي په مقابل کي خنډونه او مشکلات ایجادوي. غني پوهېږي چي په افغان ټولنه کي منفور دی، او که چیري شفاف او منصفانه انتخابات وسي، د غني د بیا انتخابېدو چانس صفر دی. نو لهذا غني هڅه کوي چي بین الافغاني مذاکرات مختل کړي، او سیاسي بحران او کشمکش جوړ کړي.
د دې مشکل د حلولو لپاره یوه ښه او مناسبه د حل لاره د سرپرست او موقت حکومت جوړول دي. له نېکه مرغه، د سرپرست حکومت د جوړولو سره زیاتره افغان سیاستوال او جهانیان همنظره دي. او ښايي طالبان هم کوم مشکل ورسره و نه لري.
اوس چي لا جهاني ټولنه په افغانستان موجوده ده، دا ښه فرصت دی چي د ملګرو ملتونو، اروپايي اتحاد، اسلامي کانفرانس، او سترو طاقتونو په همکاري سره یو داسي موقت او سرپرست حکومت جوړ سي چي هم افغانانو ته د منلو وړ وي، هم طالبان پرې راضي سي، او هم د نړیوالي ټولني حمایت ولري.
ښه به دا وي چي اشرف غني په سوله او رضا د مې پر ۲۲ قدرت خوشي کړي، او په آینده انتخاباتو کي د یو کاندید په څېر ونډه واخلي. کنې په بل صورت کي به افغانستان د یو ستر سیاسي بحران سره مخامخ کړي، او د دې ستر جنجال مسولیت به يې په غاړه وي.