د بین الافغاني خبرو کوتلونه او ګړنګونه
واحد فقیري
پروفسور وینې کورا د مینځني ختیځ انسټیټوټ په مجله کي د مې پر ۱۳ لیکي خلیلزاد لګیا دی چي بین الافغاني خبرو ته لاره اواره کړي، او جنګ بس کړي، خو د بین الافغاني خبرو ممکن ول د خلیلزاد دپلوماتیک مهارت چلنج کړی دی. له یوې خوا طالبانو پسرلني عملیات اعلام کړي دي، او بلي خوا يې د اشرف غني د لويي جرګې د اور بند بلنه ور رد کړه.
پروفسور کورا لیکي افغان ټولنه په زیاتېدونکې توګه قطبي کېږي، ځکه هر انتخابات له تقلب څخه ډک وي. نو لهذا عادي افغانانو پر سیاسي نظام باندي خپل اعتماد له لاسه ورکړی دی. د مثال په توګه د ۲۰۱۴ انتخابات دونه جنجالي سول چي بالاخره امریکا مجبوره سوه، د غني او عبدالله تر منیځ مصالحه وکړي. خو د ملي وحدت حکومت په خپلو کارونو کی ناکامه دی، او لا يې د افغان ټولنه قطبي کړې ده.
د غني د لويي جرګې مشري مشهور جنګسالار سیاف کوله. غني به د آینده بین الافغاني خبرو لپاره د جرګې له غړو څخه یو هیات ټاکي. د غني د جرګې یوه ستره کمزوري دا وه چي د افغان سیاست اکثرو مخورو کسانو تحریم کړې وه.
پروفسور کورا کاږي د جمهوري ریاست انتخابات به د سپټمبر په میاشت وي، خو د اوسنیو شرایطو لاندي د با اعتباره او شفافو انتخاباتو چانس نهایت کمزوری دی. همدا وجه ده چي په افغان سیاستوالو کي د موقتي حکومت د جوړولو نظریه خورا غښتلې ده.
پروفسور کورا لیکي که چیري منصفانه او شفاف انتخابات وسي، د غني د ګټلو چانس بېخي کم دی. خو غني د قدرت خوشي کولو ته چمتو نه دی، او هڅه کوي چي د خپلو سیاسي حریفانو او خلیلزاد لپاره مشکلات ایجاد کړي. که څه هم طالبان او حامد کرزی اشرف غني د امریکا بې مثاله ګوډاګی ګڼي، خو غني له هري لاري کوښښ کوي چي د سولي هلي ځلي ناکامه کړي. دا چي غني پدې وخت کي لویه جرګه را وغوښته دا خپله دا ښيي چي هغه د قدرت د ساتلو لپاره هر کار کوي. لکه څنګه چي غني د طالبانو او امریکایانو په خبرو کي هیڅ ونډه نه لري، دا به د امریکا لپاره ډېره سخته وي چي د طالبانو سره یوې مشروع موافقې ته ورسېږي. حاشیې ته شړل سوی غني به هرومرو د سولي لپاره خنډ وي.
بلخوا، که چیري بین الافغاني ډایالوګ د افغان اقلیتونو اندېښنې رفع نه کړي، هغوی به د سولي په برخه کي همکاري و نه کړي. دا به مشکله وي چي ګومان وسي چي غیري پښتانه جنګسالاران به خپل قدرت خوشي کړي. دغه راز، د ښځو لپاره به هم دا مشکله وي چي د سولي په مذاکراتو کي ونډه و نه لري، خو نتایج يې ومني.
پروفسور کورا په آخر کي لیکي په مسکو کي امریکا، چین، او روسیې پر بین الافغاني ډایالوګ باندي اصرار وکړ. خو د دې کار مشکل دا دی چي افغان سیاسي ټولنه پر مختلفو ډلو باندي وېشل سوې ده، او لهذا دا مهمه ده چي ټول افغان سیاسي ډلي سره راغونډي سي، او اتحاد او همکاري سره وکړي.
بل پلو، د افغان د سولي په پروسه کي به د افغان حکومت او طالبانو تر منیځ خبري نهایت اهمیت ولري. مګر د دې کار د کولو لپاره د اشرف غني د سیاسي محرکونو او اعتبار په اړه زیات سوالونه مطرح کېږي، ځکه د غني حکومت محاصره دی. دا چي د غني لويي جرګې و نه کړای سوای چي د طالبانو موقف د غني د رژیم په ارتباط بدل کړي، دا خبره دا ښيي چي بین الافغاني مذاکرات به د زیاتو ګړنګونو او کوتلونو سره مخامخ وي.