د امریکا او ایران کشمکش
واحد فقيري
څو ورځي کېږي چي د جهان توجه د امریکا او ایران تر منیځ زیاتېدونکي جنجال ور جلبه کړې ده. له هغه وخت راهیسي چي جمهورریس ټرمپ سپیني ماڼۍ ته ننوتلی دی، ایران د امریکا تر چړې لاندی دی. تېر کال، ټرمپ له ایران سره ذره وي موافقه لغوه کړه، او ایران يې د همدې موافقې په تخلف او په سیمه کي په ورانکاري باندي متهم کړ. فقط څه وخت پخوا واشنګټن د ایران سپاه پاسداران په ترورستي لست کي شامل کړل.
د ټرمپ په اداره کي د ملي امنیت مشاور جان بولټن، د خارجه وزیر مایک پامپیو، د دفاع وزارت سرپرست وزیر شاناهان، او د ټرمپ زوم کوشنر د ایران سره د جنګ کولو سخت شوقیان دي. دغه راز په سیمه کي سعودي عربستان، اسرایل، مصر، او امارات هم د ایران ځپل غواړي، او امریکا پر شا ټکوي.
د نیویارک ټایمز په قول تېره اونۍ په سپینه ماڼۍ کي د امریکا د دفاع وزارت د ایران سره د جنګ لپاره د یو لک او شلو زرو امریکايي عسکرو د استولو تجویز وړاندي کړی وو. همدااوس، امریکا خلیج ته خپلي جنګي بېړۍ استولي دي. د امریکا خارجه وزارت نن په عراق کي خپلو ټولو غیر عاجلو کارکونکو ته امر وکړ چي له عراقه راووزي.
ښاغلی پامپیو د اروپا په سفر وتلی دی، خو په روسیې او نورو اروپايي هیوادونو کي يې سوړ هرکلی سوی دی. ځکه زیاتره اروپايي ملکونه د ایران سره د جنګ مخالف دي. هغوی وايي چي ایران د ذره وي موافقې څخه تخلف نه دی کړی.
البته موږ پوهېږو چي ایران د امریکا سره د عراق او افغانستان په نیولو کي پوره همکاري وکړه، ځکه ایران د صدام حسین او طالبانو په راپرځولو کي خپلي ملي ګټي لېدلې.
اوس سوال دا دی چي که چیري د امریکا او ایران جنګ پېښ سي، افغانان باید څه وکړي؟ د چا طرفداري وکړي؟ طالبان به د چا خوا ونیسي؟
پدې کشاله کي د افغان ولس ملي ګټي څه ایجابوي؟ ایا د دوو حریفانو جنګ زموږ په خیر دی؟ که بې طرفي ښه پالیسي ده؟
ستاسو نظر پدې برخه کي څه دی؟