د یوې سازمان شوې دسیسې په اړه وضاحت
لیکوال: محمد اجمل هوډمن
درنو ملګرو، خويندو او ورونو
السلام عليکم و رحمه الله و برکاتهُ
موږ د اپريل په ۲۸مه په هند کې د يوې سازمان شوې دسيسې قرباني شوو. په موږ باندې د انسان د قاچاق تور ولګيد.
دا چې پوليسو زموږ د نيول کېدو لپاره دلايل نه درلودل او زموږ نيول يې نه شول توجيه کولای په خپل موبايل يې زموږ عکس واخيست او رسنيو ته يې ولېږه. د هند په رسنيو کې د خبر له خپرېدو وروسته په افغانستان کې يو دوو رسنيو او جعلي فيسبوکي پاڼو موضوع لا نوره تحريف او سياسي کړه. د حکومت په ضد او زموږ د شخصيت وژنې لپاره یې وکاروله …
هغو دوستانو او خواخوږو چې په موږ يې د اعتماد له مخې زموږ دفاع کړې مننه ترې کوم. هغوی چې په مغرضانه ډول يې زموږ د شخصيت وژنې هڅه کړې، رب دې هدايت ورته وکړي او هغوی چې د معلوماتو په خلا کې يې داخبره منلې او يا په شک کې لويدلي لاندې څو ټکو ته يې پام غواړم:
زه د دې تر څنګ چې په سياسي برخه او مطبوعاتو کې فعال يم يو مدافع وکيل يم. د افغانستان په سطح په لويو قضيو کې وکالتونه او مشورتي قراردادونه لرم.
همدا اوس هم په دولتي ارګانونو کې زما څو مهمې قضيې روانې دي. ځینې يې په سياسي شخصيتونو پورې مربوطې جزائي قضيې دي او ځینې نورې يې تجارتي موضوع ګانې دي، چې مدعی بها يې ډېره زياته ده. په دې ډول قضيو کې چې د طرفينو مالي منفعت او یا زيان په کې په جدي توګه مطرح وي د وکيلانو لپاره د دسيسو ريسک طبيعي او ډېر زیات دی.
د مرګ له ګواښ نه نيولې تر بليک ميل کولو پورې ټول خطرونه احتمال لري. د وکيلانو ژوند پيچلی او له خطره ډک وي. هغه مطرح وکيلان چې د لويو قضيو تجربه لري دا موضوع ښه درک کولای شي.
په دې وروستيو کې زما يوه پخوانۍ قضيه د مالي تصفيه حساب يوې حساسې مرحلې ته رسېدلې وه. له بلې خوا له تېرو څلورو مياشتو را په دې خوا زه په يوه بله قضيه کې د يوې بين المللي کمپنۍ وکالت کوم، چې يو دفتر يې د هندوستان په نوي ډهلي کې دی او د قضيې مقابل لوری یې يوه بله هندي کمپنۍ ده.
د افغانستان د دولت هغه ادارې چې دا قضيه په کې تر څېړنې لاندې ده په دې اړه بشپړ معلومات لري. د هغې بين المللي کمپنۍ مسئولينو چې زه يې په افغانستان کې حقوقي استازيتوب کوم څو ځلې هڅه وکړه، چې د افغانستان ويزه واخلي، خو و نه توانېدل. زه يوازنی کس وم، چې افغانستان کې مې د دې کمپنۍ نماينده ګي کوله…
د اپريل په ۲۶ مه چې پرله پسې رخصتۍ وې موږ هند ته لاړو. د سفر هدف له ذکر شوې کمپنۍ سره ملاقات، په ميدانتا روغتون کې له خپل ډاکټر سره ليدل او تفريح وه. موږ د جمعې په ورځ لاړو. ور پسې دوه ورځې (شنبې او يکشنبې ) هند کې رخصتي وه. موږ د همدې دوو ورځو تېرولو لپاره ګوا ته لاړو.
د شپې يوه بجه د سمندر په غاړه يو هوټل ته ورسېدو. سبا ورځ تر ناوخته پورې بهر وګرځېدو. ماسخوتن مهال چې کله يو رستورانت ته ننوتو څو دقيقې وروسته ۳ تنه هنديان راپسې راغلل. زموږ د څنګ ميز باندې کېناستل، ورو ورو يې له موږ سره خبرې شروع کړې. د هېواد پوښتنه يې وکړه.
د نومونو پوښتنه يې وکړه او بيايې موږ سره عکسونه واخستل… له ډوډۍ خوړلو وروسته هوټل ته راغلو او ويده شوو.
په دویمه ورځ چې يکشنبې او د اپريل ۲۸ و. ماښام څه باندې ۷ بجې وې موږ خپلو اتاقونو کې وو. دروازه راوټکېدله چې دروازه مې خلاصه کړه. د هوټل منيجر وويل يې چې پوليس راغلي تاسې سره ګوري. پوليسو ته ورکوز شوو دوی پاسپورتونه وغوښتل.
پاسپورتونه موږ ورته راوړل دوی ځان سره قيد کړل ويل ځو د پوليسو ستيشن ته. د پوليسو ستيشن ته چې لاړو تر سهاره يې کينولي وو. له موږ يې هیڅ پوښتنه نه کوله .
موږ څو ځلې وپوښتل چې موضوع څه ده. خو دوی نه راته ويل سبا مازيګر يې په موبايل عکس رانه واخيست او محکمې ته يې بوتلو.
په محکمه کې مو له قاضي وپوښتل چې خبره څه ده موږ ولې بنديان يو ؟
قاضي راته وويل چې پوليسو تاسې د انسان د قاچاق په جرم تورن کړي ياست او د هند د جزاء کود د ۳۷۰ مې په اساس يې ستاسې د محکوميت غوښتنه کړې .موږ ورته وويل چې دا هر څه دروغ دي. دسيسه ده. قاضي ويل تاسې وکيل ونيسی…
بيا مو وکيل ونيو، په ممبی کې د افغانستان جنرال قنسل ښاغلی نسيم شريفي او لومړی سکرتر ښاغلی ضيا صالحي ګواه ته راغلل، موږ يې له نږدې وليدو رسمي ملاقاتونه او اعتراضونه يې وکړل دوی د قضائي پروسيجر په سرعت کې موثر رول ولوباوه.
پوليس و نه توانېدل، چې په محکمه کې په موږ باندې د انسان قاچاق ثابت او د دوی په وينا قاچاق شوي کسان محکمې ته حاضر کړي حتا د دوی په ادعا کې د قاچاق شويو کسانو هويت څرګند نه و بالاخره محکمې زموږ د آزادولو حکم وکړ.
زموږ ملګري چې له کابله ګواه ته راغلل د افغانستان سفارت، د بهرنيوچارو وزارت او نورو حکومتي چارواکيو او زموږ دوستانو چې زموږ لپاره يې هلې ځلې وکړې مننه ترې کوو. موږ را خوشې شوو او خپلو کورونو ته راغلو.
دا چې موږ په داسې يو اتهام کې چې په عادي حالاتو کې ۷ او په نورو حالاتو کې حد اقل ۱۰ کاله حبس جزا لري راخوشې شوو دا خپله د دسيسې ماهيت او زموږ بی ګناهي ثابتوي. هغوی چې زموږ د شخصيت وژنې لپاره يې موږ ته اخلاقي فساد منسوب کړی بايد په دې پوه شي، چې دا مسايل په هند کې جرم نه ګڼل کیږي او نه په دې تورونو څوک توقيف کیږي. د دسيسې هدف دا و، چې زه د يوې مودې لپاره زندان کې ولوېږم متاسفانه زما له ټسه آرين هم په دې دسيسه کې راغی.
ټول شواهد دا په ډاګه کوي چې زه د خپلې دندې په رابطه د دسيسې ښکار شوی يم او هند ته له تګ سره سم تر تعقيب لاندې وم. د دې دسيسې انګيزه مالي منفعت دی.
دا چې دلته په افغانستان کې ځينو سياسی کړه دا د دوی کار دی دوی ډېر دروغ وويل، زموږ د نيولو وخت، ځای او اتهام يې ټول تحريف کړل زه چې هيڅ دولتي دنده نه لرم د ولسمشر د حقوقي سلاکار په نوم يې ياد کړم دا چې ټولنيزې شبکې په يو حقوقي چوکاټ کې نه دي راغلي په فيسبوک کې د جعلي ادرسونو د ناروا تبليغاتو کنترول نه کیږي، يو دوو رسنيو په غير مسلکي توګه خبر تحريف کړ.
حال دا چې دلته يوازې زموږ نه بلکې د افغانستان د حيثيت مسئله هم مطرح وه دوی نه باید افغانانو پسې داسې منفي تبليغات وکړي د دوی همدغسې رول و چې افغانستان یې دې حالت ته ورسوه په داسې غير مسلکي چلندونو سړی شک وکړي، چې دوی رامنځ ته شوي د همدې لپاره دي، چې د دې وطن او د افغانانو له حيثيت سره لوبه وکړي.
که موږ کوم جرم تر سره کړی وای محکمې به زموږ د خوشې کولو حکم نه و کړی. زموږ پاسپورتونه او وسايل به يې نه راکول او موږ به اوس په افغانستان کې نه وو.