سناتور منیندیز: امریکايي عسکر باید ژر تر ژره خپل وطن ته راستانه سي.
واحد فقیري
د افغانستان په اړه د متحده ایالاتو د سنا د خارجه روابطو د کمېټې په سري استعماعیه غوندي کي د دې کمېټې د مهم دیموکرات غړي، باب منیندیز، د وینا مهم ټکي:
زه له افغانستانه د امریکايي عسکرو ژر تر ژره راوتل غواړم. د افغان جنګ ډېر اوږد سو، او زموږ عسکرو او دپلوماتانو زیاتي قربانۍ ورکړي دي. خو دا چي موږ څرنګه له افغانستانه راووځو، حیاتي اهمیت لري. که چیري یوه دایمي سوله قایمه نه سي، افغانستان به خامخا بیا د ۱۹۹۰ د کلونو په څېر یوې دوامداري انارشي ته ور شوه سي.
البته، زه شخصا دې مهم مقام ته د خلیلزاد د مقررېدو تود هرکلی کوم، او د سیاسي موافقې لپاره د هغه له هلو ځلو څخه کلک ملاتړ کوم.
اول، دا هم باید زیاته کړم چي د افغان د کشالې سیاسي موافقه باید د ښځو او اقلیتونو په شمول د ټولو افغانانو بشري حقوق تضمین کاندي. موږ پوهېږو هغه ټولني چي ښځو ته مساوات نه مني، هغوی مدام بې ثباته او د قانون حاکمیت په کښې کمزوری وی. د افغان موافقه باید د ټولو افغانانو او اقلیتونو سیاسي غوښتني منعکسي کړي. امریکا باید پر بین الافغاني مذاکراتو باندي ټینګار وکړي، او د دې مذاکراتو مادې او جهت ور تنظیم کړي. څرنګه چي امریکا د افغانستان په سیاسي او نظامي فضا کي یو مهم عنصر دی، نو لهذا دا به نه منصفانه وي او نه به هم ریالیسټک وي چي د افغان سیاستوالو څخه دا تمه وکړو چي خپل ټول خپلمینځي اختلافات زموږ له مرستي پرته فیصله کاندي.
دوهم، دا څرګنده خبره ده چي طالبان د داعش مخالف دي، او هغوی خپل حریفان ګڼي. خو په افغانستان کي یوازي داعش فعال نه دي. هلته القاعده، لشکر طیبه، او د حقاني ډله هم فعالیت کوي. طالبان به د هغوی سره څرنګه چلن وکړي؟ حتی که چیري طالبان د دې سیاسي اراده هم وکړي چي دا ډلي له ملکه وباسي، ایا طالبان د دې قدرت لري؟ زه خپله شکمن یم.
دریېم، اروپا باید پدې خبرو کي راګډه سي. اروپایانو په افغانستان کي زموږ سره کومک کړی دی. موږ نه سو کولای چي اروپا حذف کړو.
محترم خلیلزاد صاحب. زه غواړم چي پدې پوه سم چي جمهورریس ټرمپ تاسي ته څه ډول هدایات درکړي دي. زیاتره خلګ باور لري چي ټرمپ غواړي له افغانستان چټک راووزي، او همدا مسله بل کال د خپل ځان د بیا انتخابېدو لپاره وکاروي. ایا ټرمپ او خارجه وزارت تاسو ته کوم معین تاریخ یا ضرب الاجل ټاکي دي؟
ښاغلی خلیلزاد صاحب. خارجه وزارت غواړي چي د کابل په سفارت کي خپل مامورین ۵۰ ٪ را کم کړي. البته که چیري زه طالب وای، ما به لدې اقدام څخه داسي انګېرلي وای چي امریکا په هر صورت وزي. تاسي پوهېږئ چي مذاکرات د زیګنالونو او اشارو هنر دی. خو پدې وخت کي داسي زیګنال ور کول واقعا یو حیرانونکی کار دی.
سفیر خلیلزاد صاحب. زه ستا موفقیت غواړم. ستا بری د امریکا کامیابي ده. زه پوهېږم چي ستاسي وظیفه ډېره مغلقه او ګرانه ده. خو زه اندېښمن یم چي جمهورریس ټرمپ تاسی ته لازم او په کافي اندازه وخت نه دی در کړی چي یوه دومداره سوله ترلاسه کړئ. څرنګه چي ته د وخت په قلت اخته يې، او د وخت په تنګنا کي واقع يې، زه هیلمن یم چي تاسي پدې غونډه کي وکړای سئ چي زموږ همدا اندېښنې رارفع کړئ.