خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

څڅېدلي اوښکي

لیک : امان پرهر

چي د باغ صبري یې پستي تر قامت دي
پښتنې په قامت ستری نه دي څه دي
اوښکه…………؟؟؟ یو داسي لفظ چي شونډو د راتلو سره سم د سړي پر زړه باندي غم راخور سي,سوالیه نښانونه مي ځکه ورکړل چي د اوښکو څڅېدلو سره ډېر سوالونه د سړي ذهن ته راسي لکه اوښکي ولي توئ س؟سبب او علت يې څه دی؟ اخر ولي یو انسان اوښکو تویولو ته مجبور سي ؟او داسي نور زما په اند اوښکه د درد, بې وسۍ او ناامیدۍ انتها ده کله چي یو انسان د درد, بې وسۍ او ناامیدۍ و انتها ته ورسیږي نور زغم او برداشت ورپکي ختم سي نو د اوښکو تویولو ته مجبور سي دا خبره به سل فیصده سمه وي چي په اوښکو تویولو د سړي زړه سپکیږی , خو یو وخت داسي هم راسي چي څڅیدل تم سي او د سړي زړه و بغاوت ته اماده سي او د بدل اخستلو جذبه ورپکي پیدا سي …
د بغاوت به ډېر ډوولونه وي خو یو ډوول یې د قلم د لاري هم دی لکه شفا خور چي دغه پښتنو خوندو او مندو و زیندۍ سوو چغو ته اواز ورکړی دی کوم چی ددې ټولني نارینوو په زور او زبردستي زیندۍ کړي دي او نه غواړي چی ښځي دي هم خپل اواز پورته کړي… او دا ناول و دې بې وسي ښځیني ټولني ته دا همت ورکوي چي دوئ هم کولی سي چي د دې بې رحمانه ټولني څخه خپل واک واخلي او د خپل حق لپاره اواز پورته کړي لکه څنګه چي باچا هم اشاره ورته کړې ده…
,,څڅېدلي اوښکي د بې رحمانه او مصنوعي ټولني په هغه ناوړو او ناخوالو یوه کلکه او زهرجنه خندا ده,زهرجنه په دې معنا چی پرهر ملهم سرجري غواړي او د دې سرجرۍ لپاره نشتربازي اړینه ده او دا نشتر د اغلي شفا قلم دی…
٫٫همېش به مي باچا ته ویل چي موږ باید یوه داسي خور هم ولرو څوک چي زموږ سره څنګ په څنګ په پښتو ادب کي کار وکړي ولي چي موږ په سهېلي پښتونخوا کي داسي خور نه لرو چي کار دې د ویاړ او معیار وړ وي او نن ډېر خوشحاله سوم چي دا ارمان مي په څڅېدلو اوښکو پوره سو هغه ځکه چي شفا خور ددې ټولني داسي بې رحمانه حقایق پکي لیکلي دي چي سړی په اوښکو تویولو مجبور کړي …
شفا خور هم ددې ټولني یوه برخه ده چي یې ددې ټولني هر حرکت په زور او زیر لیدلی هم یې کتلی دی او بیا یې په داسي ښایسته انداز په ناول کي ځای پر ځای کړی دی چي سړی ګوته په غاښ ورته پاته سي …
دا ناول (څڅېدلي اوښکي) یو بشپړه او له هره اړخه (Angle) څخه سل په سله پوره او یو کامیابه ناول دی او یو بل داسي څه مي هم ما پکي ولیدل کوم چي ما د سهېلی پښتونخوا د دوو نارینوو لیکوالانو (پروفیسر راز محمد راز او ډاکټر تابان) په ناولونو کي لیدلي دي هغه دا چي لوستونکي تر پایه ارام ته نه پرېږدي…
د یوه لیکوال کمال هم دا وي چي لوستونکي تر پایه د ځانه سره بوزي او ویاړم چي د شفا خور قلم هم ددې صفته برخمن دی او په پای کي و شفا خور ته پر دې کامیابه ناول مبارکي وایم .