کښېنئ پېشلمی دی
ژباړه او زیاتونه: احمدشاه پاڅون
چي کله په دوهم هجري کال روژه فرض سوه، نو اړتیا احساس سوه، چي داسي کومه طریقه باندي فکر وسي، چي د پېشلمي لپاره مدینه وال را ویښ کړي.
که له تاریخي کتابونو دوړي و څنډل سي، نو معلومیږي، چي سیدنا بلال بن رحاح (رض) لومړی هغه کس و، چي د مدینې په کوڅو کي به یې ږغونه کول او خلک به یې پېشلمي ته راپورته کول.
د حضرت بلال بن رباح (رض) دا سنت پر ځای پاته سو، د وخت په تیریدو سره نورو صحابه وو هم دا چاره تر سره کړې ده.
پېشلمي ته بیداروونکو سره به ماشومانو هم په ډیره خوښۍ ملتیا کوله او د پېشلمي مهال به یو خوندور منظر را منځ ته کړ.
هغه کس، چي پېشلمي ته خلک را ویښوی، عربي کي ورته ((میسا حراتي) وايي.
تر مدینې را وروسته، د عربو په نورو ښارونو کي هم پېشلمي ته د خلکو راویښوونکو رواج را منځ ته سو او بیا دا کیسه تر ټولي اسلامي نړۍ ورسیده.
(میسا حراتي) به دا کار په فی سبیل الله ډول تر سره کوی، مګر د هغوی له خدمت څخه مستفد سوو کسانو به مایوسه نه پریښودل، د روژې په وروستۍ ورځ به یې هغوۍ ته ډالۍ او یا د اختر مبارکي ورکول.
له دې پرته به د مسجدونو امامانو د مسجد پر چت او یا منارونو څراغونه بلول او په لوړ ږغ به یې خلک پېشلمي ته را بلل.
په راوروسته وختونو کي چي وګړي زیات او ښارونه ګڼ سوه، خلکو به د ښار په کوڅو کي ډولونه وهل او په دې ډول به یې خلک پېشلمي ته راپورته کول. ځینو به بیا په کوڅو کي نعتونه او روحاني کلامونه ویل.
په دې ډول چي بیا کله لاوډسپیکران او ګویاوي را منځ ته سوې، ملایانو، طالبانو او یا په کلي کي به کوم غوږ اوازه کس پېشلمي کي اصلاتونه ویل. (اصلاة و سلام علیک یا رسول الله، اصلاة و سلام علیک یا د بي بي فاطمې پلاره)
خبره چي تر دې هم ماډرنایزیشن ته ولاړه، نو (کوکي) ساعتان راغله، موږ هم دا ساعت درلودی، شین رنګ یې لاره، پر سر یې دواړو خواوو ته د باسکله د ارنګ په ډول غوټیاني وې او په منځ کي یې یو سټک ولاړ وو، د پېشلمي پر ټاکلي وخت به د دواړو غوټیو منځ کي سټک له ګیره ووت او د دواړو غوټیو سره جنګېدلو به یې زنګ را منځ ته کړ او زنګ به موږ را ویښ کړو.
بیا وروسته د مسجد په ډول جوړ سوي زنګي ساعتان راغله، قلمي بېترۍ یې خوړلې، په ټاکلي وخت به یې د حرم شریف د اذان په ډول یو اذان ناري کړ.
تر دې وروسته نو ټلیفونان را پیدا سوه، هر سړي به خپل ټلیفون پر وخت سم کړ او سر ته به یې کښېښود، چا به تلاوت پر ثبت کړی وو، چا عربي نعت او چابه د کمپنۍ کوم ناوړه زنګ.
مګر دې حالت مزه نه کول، د پېشلمي پر وخت به د مسجدونو د ګویاوو شور نه وو خوند به یې نه کوی، نو هغه وو چي د مسجد مایک ته ایم پي تري کي ثبت سوي کمپوټري نعتونه او کلامونه چالانده سوه او حضرات به خپله په پېشلي پسي ووتل.
دې کار یو څو وخت پخوانۍ فضا تمثیل کړه، مګر وروسته و غمیدی، ځکه دې کار ماشومان، نارغان او… په عذابول. چا له وهمه شکایت هم نسو کولای، څنګه شکایت وکړي، یاني د الله او رسول نوم بد درباندي لګیږي؟
اوس دا چاره لږ پیکه سوې، فکر کوم یو چا نه یو چا دا جرات کړی، چي دا کار نور و غمېدی.
اوس څنګه دي؟
اوس نو هیڅ شي ته اړتیا نسته، ځکه سپینږري او سپینسري خوب نه لري، ماشومان اړتیا نه لري چي ویښ سي، ځوانان تر پېشلمي بانډارونه کوي او ښځي بیچاره ګاني هسي هم هره شپه څو ځله په خوب ویني، چي وخت تیر سوی او سپکه را و غورځي، چي و ګوري لا وختي وي.