خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

واشنګټن پوسټ: غني هغه جمهورریس دی چي ارګ نه خوشي کوي

واحد فقیري

د امریکا معتبر اخبار واشنګټن پوسټ د مې پر ۲۶ لیکي که څه هم د ۷۰ کلن اشرف غني کاري موده تېره هفته ختمه سوه، خو هغه اوس هم په ارګ کي ناست دی، او د کابل د بوین او کثیف سیند د پاکولو نقشې د کاغذ پر مخ جوړوي. په داسي حال چي ستري محکمې د غني موده تر سپټمبر پوري وغزوله، خو د غني سیاسي حریفان وايي چي هغه په داسي ‌وخت کي «انارشي او هرج و مرج» ته لمن وهي چي د مخالفانو حملې زیاتوي سوي دي، او په وطن کي سیاسي اختلافاتو او قومي نفاق زور اخیستی دی.

واشنګټن پوسټ لیکي غني په مزمنو او دوامداره امراضو اخته دی، خو د هغه پلویان وايي چي غني هڅه کوي چي حکومتوالي ښه کاندي، اداري فساد راکم کړي، او سوله قایمه کړي. د هرج و مرج مخه ونیسي، او د قومي اخ و ډب ممانعت وکړي.

واشنګټن پوسټ کاږي چي غني په ۲۰۱۴ کي د یوې کرغېړني سیاسي مصالحې پر اساس په ارګ ننوت. د قدرت دا وېش د امریکا لخوا هله تایید سو چي انتخابات رسوايي ته کش سول، او د انتخاباتو نتایج نامعلوم ول.

د جمهوري ریاست کاندیدان وايي چي غني هڅه کوي چي بیا د خپل واک مشکوک مشروعیت د څه نور وخت لپاره وغزوي. هغوی له غني څخه غواړي چي استعفاء وکړي، او قدرت یوه سرپرست حکومت ته خوشي کړي. په بل صورت کي، هغوی د مدني اعتراضونو د کولو تهدید کوي.

اخبار لیکي که څه هم غني د افغانستان لپاره د یوه نوي ویژن دعوه کوله، خو پدې تېرو څو کلونو کي‌ يې خپل زیات محبوبیت له لاسه ورکړی دی. ځکه اقتصاد په ټپه ولاړ دی، او جنګونه لا زیات سوي دي. بلخوا، امریکایانو او طالبانو د سولي د خبرو له پروسې څخه حذف کړی دی، او طالبان يې د «امریکا ګوډاګی» او مزدور ګڼي. دغه راز، د غني او واشنګټن روابط هم په زیاتیدونکې توګه خراب سوي دي.

واشنګټن پوسټ لیکي عادي افغانان د غني د حکومت په اړه سره وېشلي دي. اکثره کابلیان د غني له حکومته نارضایت اظهاروي، او زیاتره وايي غني غواړي چي خپله دوره تر نامعلوم وخته پوري وغزوي. د کابل اوسېدونکی سید امین عارف وايي،«د هغه ریاست د قانون خلاف دی. غني هیڅ لاسته راوړنه نه لري، او په خلګو کي یې نفاق ښندلی دی. دا د ده قصور دی چي انتخابات پر وخت دایر نه سول. هغه باید ژر تر ژره قدرت خوشي کړي.» خو د کابل د پوهنتون ۲۴ کلن محصل، عبدالله احمدي، وايي موږ پرته له غني څخه بل «آپشن نه لرو.» ځکه مخالفان پر مذهبي او قومي لیکو باندي وېشل سوي دي.

په عین زمان کي، امریکايي او د ملګرو ملتونو مامورین ټینګار کوي چي انتخابات باید په سپټمبر کي وسي، ځکه که چیري انتخابات بیا وځنډول سي، ژمي راځي، او د جمهوري ریاست مقام لا بې اعتباره کېږي. خو ځیني مبصرین د انتخاباتو د شفافیت او اعتبار په اړه شکمن دي. ځکه د انتخاباتو کمیسیون پر لانجو اوښتی دی، او د پارلماني انتخاباتو نتایج لا اوس هم ځیني کاندیدان نه مني.

د جمهوري ریاست لپاره کاندید رحمت الله نیبل وايي،«نن سبا، طالبان تر پخوا ډېر قوي دي، او په ملک کي تر پخوا قومي درزونه لا زیات سوي دي. دغه راز د امریکا حمایت تر پخوا کم سوی دی، او سیمه ایزه خواخوږي هم لږ سوې ده. که چیري موږ اوسنی بحران مخکي له مخکي سټاپ نه کړو، د جمهوري ریاست نتایج به خامخا چلنج سي. او دا ځل به هیڅوک بل جان کیري ته غوږ و نه نیسي.»