افغانستان داساسي قانون څېړنه اوتشریح: پنځمه برخه
:افغانستان داساسي قانون څېړنه اوتشریح
AfghanistanConstitution Law Explaination and Analysis
مؤلف
سیداحمدشاه انګار (ارغنداوی)
نهمه برخه
شپږم څپرکی
لویه جرګه
جرګه یوه دوديزه قبايلي غونډه ده،چي پښتانه قبايل يې د خپلو ستونزو، د هوارۍ لپاره جوړوي. دا چي د افغانستان د ټولنې سياسي ، او ټولنيز جوړښت په قبايلي لرغونو دودونو سمبال دی، نو د همدې لپاره له پېړيو پېړيو راهيسې، دغه دوديزه لويه جرګه په افغانستان کې د هر اړخيزو بنسټونو، لکه کورنۍ او ټولنې کې يو اړين رول ګرځېدلی .
لویه جرګه دافغانستان دخلکود غوښتنو او ارادو غوره ښکارندويي کوي، چي په لاندي توګه جوړیږي: دلویې جرګې غړي دخپلواکۍ، ملي حاکمیت، ملي یووالې او دهیواد لوړو ګټو په اړه پریکړي کوي . باید وویل سي،چي همدا لویه جرګه د اساسي قانون په موادو کې بدلون هم راولي. لویه جرګه په خپله لومړۍ غونډه کې خپل مشر ، مرستیال او دوه دارالانشاء ټاکي.
درایي په وخت کې باید د لویي جرګې زیاته برخه شتون ولري ،خو که له پنځمې برخې څخه یوه برخه ېې د سري بحث غوښتنه وکړي او دپاتې غړو له خوا تصویب سي، نو دا بحثونه به په سري توګه ترسره سي . د ولسي جرګې غړي ، د مشرانو جرګې غړي، همدا رنګه د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو مشران، دکابینې غړي ، د ستري محکمې مشر او غړي، همدا راز دلویي څارنوالۍ غړي کولای سي، په لویه جرګه کې برخه واخلي، خو د رایي ورکولو حق نلري. چي لاندي يې ماده په ماده تشریح کوو.
یو سلو لسمه ماده
لویه جرګه د افغانستان د خلکو د ارادې تر ټولو ستر مظهر دی.
۱. د ملي شوری له غړیو،
۲.د ولایتونواو ولسوالیو د جرګو له رئيسانو جوړیږي. وزیران، د ستري محکمې رئیس او غړي او لوی څارنوال کولای سي د لويي جرګې په غونډو کي بي له دې چي د رايي ورکولو حق ولري، ګډون وکړي.
تشریح او څیړنه:
لویه جرګه په افغانستان کې د تصمیم نیولو تر ټولو لوړترینه مرجع ده ،چي د ملي شوری له غړو د ولایتي شوری ګانو د رئیسانو د ولسوالیو دشوری ګانو له رئیسانو څخه جوړیږي. چي پکښی لوی څارنوال او د ستري محکمې رئیس او غړي او هم وزیران بیله دې چي رایه ورکړی ګډون کوي. نو د اساسي قانون د حکم مطابق د لویې جرګې د غړو ترکېب او تعداد په دې ډول دی. او ټوله د لویي جرګې غړي ۷۵۰ غړي دي.
- د ولسي جرګې ټول غړي ۲۵۰.
- د مشرانو جرګې ټول غړي ۱۰۲.
- د ولایتی شوری ګانو رئیسان ټول ۳۴ ولایته ۳۴ غړیي.
- د ولسوالۍ د شوری ګانو چي ۳۶۵ ولسوالۍ دي، په ټول هیواد کې ټول ۳۶۵ غړي.
یو سلو یوولسمه ماده
لویه جرګه په لاندینیو حالاتو کي دایریږي:
۱.د هیواد د خپلواکۍ، ملي حاکمیت، مځکنۍ بشپړتیا او سترو مصلحتونو پورې مربوطو چارو په باب تصمیم نیول؛
۲. ددې اساسي قانون د حکمونو تعدیل؛
۳. ددې اساسي قانون د (نهه شپېتمي)مادې له مخي د جمهور رئیس محاکمه کول .
تشریح او څیړنه:
لویه جرګه په دغو حالاتو کي دایریږي: د هیواد د خپلواکۍ، ملي حاکمیت، مځکنۍ بشپړتیا ، او سترومصلحتونو، په اړه تصمیم نیول او د دې اساسي قانون د حکمونوتعدیل، ددې اساسي قانون د نهه شپېتمي مادې پر اساس د ولسمشر محاکمه کول.
یوسلو دوولسمه ماده
لویه جرګه په لومړۍ غونډه کې د غړیو له منځه یو تن د رئیس، یو تن د مرستیال او دوه تنه د منشي او نایب په توګه ټاکي.
تشریح
لویه جرګه، باید په خپله لومړۍ غونډه کي خپل ځانته رئیس ، یو تن مرستیال، دوه تنه منشیان او یو نایب وټاکې چي وروسته کارونه پرمخ بوزي.
یو سلو دیارلسمه ماده
د لويې جرګې نصاب د رایی اخیستو په وخت کي د غړیو په اکثریت سره بشپړیږي. د لويي جرګې تصمیمونه، له هغو مواردو پرته چي په دې اساسي قانون کي صریحاً ذکر سوي، د ټولو غړیو د رایو په اکثریت، نیول کېږي.
تشریح او څیړنه:
د ټولو غړیو د رایو په اکثریت تصمیمونه نیول کېږي،پرته له هغو مواردو چي په دې اساسي قانون کي صریحاً ذکر سوي. خو که داسي وسي،چي د جرګې ټول غړي حاضر نه وي نو باید د ټولو غړو په اتفاق تصمیم و نیول سي او باید له ۷۵۰ نفرو څخه ۳۷۶ نفره حاضر وي او د تصمیم نیولو په صورت کې هم باید ۳۷۶ غړي پر یوه مشخصه موضوع مثبته یا منفي رایه ورکړي
یو سلو څوارلسمه ماده
د لويي جرګې بحثونه علني دي، مګر دا چي د غړیو څلورمه برخه یی د سریتوب غوښتنه وکړي او لویه جرګه دا غوښتنه ومني.
تشریح او څیړنه:
کوم وخت چي د لويي جرګې ۲۵٪ استازي د سریتوب غوښتنه وکړي، لویه جرګه یی مني او باید سرې دایره سي.
یو سلو پنځلسمه ماده
د لويي جرګې د جریان په وخت کي د دې اساسي قانون د (یو سلویومي) او (یو سلو دویمی) مادې مندرج احکام د هغې د غړیو په باب تطبیقیږي.
تشریح او څیړنه:
د لويې جرګې غړي هم د هغه ملي شوری د غړیو په رقم پارلماني مصؤنیت لري، او ۱۰۱ او ۱۰۲ مادو داحکامو د خوندیتوب امتیازات د لوي جرګې غړو ته هم ورکول سوي دي.
لسمه برخه
اووم فصل
قضاء
خدای (ج) و پیغمبر حضرت محمد (ص) ته د عدل په مورد کې هدایت ورکړی دی چي خلکو ته اعلان وکړه: (و أُمِرْتُ لِأَعْدِلَ بَيْنَكُمُ)د الشوری سوره/۱۵/مبارک ایات
یعنی ماته امر سوی دی چي ستاسو په منځ کې عدالت وکړم.
د عدالت د پرځای کېدو لپاره قضائيه قوه باید د نورو قواوو له نفوذ څخه خپلواکه وي چي قضائي قوه وکولای سي، قوانین او احکام د هري طبقې پر اشخاصو، که څه هم د عالی رتبو څښتنان یا د دولت رئیس وي تطبیق کړلای سي.
قضائیه قوه، د درې ګونو قواوو درېیم رکن دی، چي وظیفه يې د قانون تفسير او مطابقت دی، چي په ټولنه کې عدالت تامین سي.هر کله چي په ټولنه کي د اتباعو پر حقوقو تجاوز وسي، د دغو حقوقو اعاده کول د قانون د تطبیق له لاري د قضائیه قوې له لاري کېږي. د قانون د تطبیق هدف دادي چي حق ثابت کړي او عدالت په بهترین ډول تامین کړي. یا په بل عبارت قضائیه قوه او محاکم د عدالت ساتونکي او د حق او باطل تشخیصول په یو خاص سيسټم کي ده . د قوانینو تطبیق په ټولنه کې د نظم د راوستلو لپاره دي چي خلګ پر یوه سياسي سيسټم او دیموکراسي باور کوي.
قضاء په لغت کي له قضای څخه اخیستل سوی ده، چي معني يې رفع نزاع یا د اختلاف قطع کول دي. او په اصطلاح کي په دوو مفهومو کارول کېږي، له هغو اجرااتوڅخه عبارت ده چي د نزاع د له منځه وړلو لپاره کارول کېږي. او عبارت له هغو تشکېلاتو څخه ده ،چي دعوي حل فصل کوي.
- دعوا : د محکمي په مخ کي له بل څخه د حق غوښتل.
قضاء په ماهوي نظردوه ډوله کار کوي. اول د حقیقي او حکمي اشخاصو ترمنځ د اختلافاتو حل فصل. او بل د اساسي قانون سره تفسیر او مطابقت د قوانینو، نړیوال میثاقونو، بین دول معاهدو.
تفسیر درې ډوله دی.
- اول قانوني تفسیر: هغه دی چي د مقننه قوې له خوا ترسره کېږي.
- دوهم قضايي تفسیر: هغه تفسیر چي د قضائیه قوې واک وي.
- درېیم شخصي تفسیر: چي دحقوق پوهانو له خواکېږي، او الزامي نه دی.
د واک له لحاظه: واک دوه ډوله دی؛ حوز وي او موضوعي.
- حوزوي: چي محکمه کومه جغرافیه په بر کي نیسي او په کوم ځای پوري اړه لري. لکه د کندهار ښار محکمه.
- موضوعي واک: چي کوم موضوعات په نظر کي نیسي. لکه مدني دیوان، تجارتي دیوان یا هم جزايي دیوان.
د تشکېلاتو له لحاظه موږ په افغانستان کي درې ډوله محاکم لرو.
۱. خاص محاکم چي څلور ډوله دي.
- د ولسمشر محکمه کول.
- د ستري محکمي د اعلی شوری د غړو محکمه.
- د وزیرانو محکمه.
- عسکري محکمه.
۲. اختصاصي محاکم دي:چي په یوه شغل ،ټولنیز موقف پوري یا هم پر یوه موضوع باندي و موضوعي صلاحیت ته د محکمې داخلیږی.
۳. عادي محاکم دي : چي عامه احتیاجاتو ته په کتو سره د اداري واحدونو له خواتاسيسیږي.چي دا محاکم ۳ مرحله یی دي. خاص محاکم یو مرحله يي او نور درې مرحله یي دي.
- لومړني (ابتدایه ) محاکمه.
- مرافعه (استیناف) محاکمه.
- تمیز محاکمه.
قضاء کوم ارکان لري.
۱. حُکم: د محکمې تصمیم
۲حَکم: قاضي
۳.محکوم: چاته چي حکوم صادر سوی وي.
۴. محکوم علیه : هغه څوک چي حکم یي په ضرر صادر سوی وي.
۵.محکوم لهُ : څوک چي په نفع یي حکم سوی وي.
۶. محکوم بها: په کومه موضوع کي چي حکم صادر سوی وي.
۷.محاکمه: د محکمې جریان.
۸. محکمه: هغه محل چي قضات حکم پکښي کوي.
دد عوی ارکان
۱.مدعي: هغه څوک چي خپل حق غواړي.
۲. مدعي علیه: هغه څوک چي حق ځني غوښتل کېږي.
۳. مدعي بها: موضوع د دعوی.
یو سلو شپاړسمه ماده
قضائیه قوه، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت خپلواک رکن دی. قضائیه قوه له یوې ستري محکمې ، د استیناف له محکمو او ابتدائیه محکمو څخه جوړه ده،چي تشکېلات او واکونه یي د قانون له لياري تنظیمیږي. ستره محکمه د ستر قضايي ارګان په توګه د افغانستان د اسلامي جمهوريت دقضائیه قوې په سر کي ځای لري.
تشریح او څیړنه:
قضائیه قوه،د دولت درېیم رکن دی، چي ټولي قضايي چاري ددې قوې له لاري ترسره کېږي. او وظیفه يي د قانون ساتل او د اشخاصو ترمنځ قطع نزاع ده. قضائیه قوه د دوو نورو قواوو په بغل کې یوه خپلواکه قوه ده ، چي له محکمو څخه تشکېل سوې ده، او په هره محکمه کې مسلکي قاضيان د قانون د تطبیق او عدالت د تامین په موخه مسؤل دی.
- د قواوو د تفکېک د اصل پر اساس قضائیه قوه د دولت د درې رکنونو څخه یو رکن دی، چي د نورو قواوو پر برابر د تشکېلاتو او اجراآتوو په لحاظ د خاصو اختیاراتو لرونکې ده، چي په دې اساسي قانون کې توضیح سوې ده.
- قاضي په خپلو اجراآتو کې خپلواک دی او یوازی د اساسي قانون او نورو قوانینو تابع دی ، هیڅ مرجع یا مقام حق نلري چي قاضي د خپلو اوامرو او دساتیرو لاندي راولي او خپل اطاعت او پیروي ته یې مجبور کړي.
- د قانون د حاکمیت تحکېم ، د عدالت تامین او د قانون سم تطبیق دا ایجابوي، چي باید قاضي بیطرفه وي او مطروحه قضیی د بېطرفۍ پر اساس تر غور لاندي و نیسي او په خپلواک ډول عادلانه حکم صادر کړي.
- قاضي باید قضیه په یوې پایې کې و دروي او د قانون احکام ورباندي عملي کړي یعني هم د قانون د تساوي اصل د متداعیینو په وړاندی په نظر کي ولري او هم د طرفینو د مساوي اصل د محکمې په وړاندی په نظر کې ولري.
- نړیوالو موازینو او قواعدو د عدالت او د قانون د حاکمیت د تامین لپاره د قواوو د تفکېک اصل خاصتاً د خپلواکه قضائیه قوې پر موجودیت باندی تاکېد کړی دی ، زموږ هیواد د نړیوالي ټولني د فعال غړي په صفت د دې قواعدو په رعایت باندی مسؤل دی.
د قضائیه قوې د خپلواکۍ په اړه دوه اصله موجود دي: یو د جوړښت خپلواکي او بل د دندو خپلواکي.چي هر یو یی لاندی تشریح کوو.
۱. د جوړښت(ساختاری) خپلواکي
د قضاء دجوړښت د خپلواکۍ مفکوره د قواوو د تفکېک له اصل څخه سرچينه اخلي،چي په یوه سياسي نظام کې ځای پر ځای سوی چي د دولت د درې ګونو قواوو څخه یوه هم قضائیه قوه ده ، چي هره قوه خاصي دندي او واکونه لري، چي ورته په دې اساسي قانون کې ورکړل سوي دي. هیڅ قوه حق نلري چي د قانون خلاف د بلي قوې په چارو کې لاسوهنه وکړي او قضائیه یوازنی قوه ده،چي په هیواد کې و قضیو، شخړو او دعوو ته ځان رسوي . ټولي جزایي، حقوقي، مدني ، تجارتي او د عامه حقوقو دعوې او قضیې په هیواد کې د ستري محکمې په چوکاټ کې د محکمو له لاري حل کېږي. او هیڅ ارګان دا حق نلري چي یوه قضیه د سترې محکمې له واک څخه لیري او و یوې بلي مرجع ته یې وسپاري.
۲. وظیفوي خپلواکې
قاضي په خپلو اجراآتو کې ازاد او یوازي د قانون د احکامو تابع دی ، قضايي خپلواکي دا معنی لري چي قضات د لاندنیو محاکمو، لوړو محاکمو او اداری قضايي مسؤلینو د اوامرو او دساتیرو تابع نه دي. د اداري چارو د پای ته رسولو او پرمخ بېولو لپاره ځینی مراتب وجود لري، چي لاندي مقامات له دوی څخه د لوړو مقاماتو د اوامرو او لارښوونو تابع دي. په داسي حال کې، چي قاضي په خپل حکم او پرېکړي کې بیله قانون څخه د هیڅ مقام او مرجع د امر او لارښووني تابع نه دی.
د قضاء خپلواکي په دې معنی ده، چي قاضي باید بې پرې واوسي او بېله قانون څخه هیڅ بهرنۍ کړني د ده پر اعمالو نفوذ و نه لري. او هیڅ ډول مادي او معنوي امتیاز باید دی د عادلانه حکم له اصدار څخه وا نړوي. قضات باید نه یوازي له بهرني فشار څخه خوندي وي، بلکې په محکمه کې هم باید د مقاماتو له فشارونو څخه مصؤن وي.
یو بل ټکی چي د قضاء په خپلواکې کې د یادولو وړ دی هغه دا، چي د قضاتو په مقررۍکې باید قاضیان پر یوه ځای تر ډیره پاته سي او مقامات باید داسي و نه کړي چي هر وخت یی له یوه ځای څخه بل ته تبدیل کړي. ځکه دا ډول کړني پر قاضيانو فشار را ولي ، چي په یو نه یو ډول د لوړو مقاماتو تر فشار لاندي وي. که یو قاضي ښه سړی وي او د ښو خصلتونو خاوند وي د هغه د تبدیلۍ دلیل وجود نه لري او که قاضي ناسم سړی وي او کړنې یې سمه نتیجه نه ورکوي نو بیا هغه ته د عدالت د تامین لپاره د قاضي دنده ورکول ناسم کار دی او باید نور هیڅ د قاضي وظیفه پر ځای نه کړي.
د قاضيانو د ځان او دندي امنیت باید د مسؤلو مراجعو له خوا و نیول سي او قاضيانو ته باید بهتر امکانات برابر سي او ښه معاش او د اوسېدلو ځای چي هغوی دمادیاتو تر تاثیر لاندي رانه سي او دعدالت له تامین څخه منحرف نه سي. هر کله چي په یوه قضیه کې د قاضي لپاره ګټه وي یا هم د ده د خپلوانو په ګټه وي او یا هم له یو چا سره خصومت ولري، د عدالت د تامین لپاره باید په دې قضیه کې کار ونه کړي. قاضي حق نه لري چي د محکمې په جریان کې د دعوې له طرفینو څخه یو داسي تلقین کړي چي د بل په ضرر تمام سي، او همدا ډول د پوښتنو په وخت کې د شاهد د ستایني حق هم نه لري. دغو ټکو ته په کتو سره باید قاضي خپله دنده پر مخ بوزي.
په نړیوالو اسنادو کې د قضاء خپلواکي
د قضاء خپلواکي نه یوازی په داخلي مقرراتو او قوانینو کې ، بلکي په نړیوالو اسنادو کي هم په رسمیت پیژندل سوې ده.
د بشري حقوقو دنړیوالي اعلامیې په لسمه ماده کي داسي راغلي دي:هرڅوک حق لري چي ناپېيلې او خپلواکه محکمه يې بې توپيره حقوق او دندې وټاکي او جزايي تور یې ښکاره او نياومن و ارزوي.
د مدني او سياسي حقوقو میثاق په دې اړه داسي وايي: ټول د محکمې او قضایی دیوانونو په وړاندي مساوي دي ، هر څوک حق لري چي د دعوا په اړه په منصفانه او علني ډول د یوې صالح خپلواکې ، بی طرفه محکمې له خوا د قانون مطابق حکم وسي.
همدا ډول په نورو نړیوالو اسنادو کي، هم د قضاء د خپلواکۍ په اړه تاکېد سوی دی.
یو سلو اوولسمه ماده
ستره محکمه نهه تنه غړي لري،چي د جمهور رئیس له خوا د ولسي جرګې په تائید او ددې اساسي قانون د(پنځوسمي) مادې د وروستۍ فقرې او د (یو سلو اتلسمي) مادې د حکمونو په رعایت په پیل کي په دې ترتیب ټاکل کېږي. درې تنه د څلورو کلونو لپاره، درې تنه د اووکلونو لپاره او درې تنه د لسو کلونو لپاره. وروستۍ ټاکني د لسوکلونو لپاره دي. د غړیو ټاکل د دوهم ځل لپاره جواز نه لري. د ستري محکمې غړي ددې اساسي قانون په (یوسلو اووه ویشتمي) مادې کي له راغلي حالت پرته، د خدمت ددورې تر پایه له خپلو وظیفو څخه نه عزلیږي.
تشریح او څیړنه:
۱.ستره محکمه د رئیس په شمول نهه تنه غړي لري .
۲.دستري محکمې غړي د ولسمشر له خوا تعیین( وړاندیز) د ولسي جرګې له خوا تأییدېږي .
۳.د ستري محکمې د غړو د تعین او راي ورکولو په برخه کي د اساسي قانون د مندرجو احکامو د پنځوسمي مادې ،وروستۍ فقرې او د یوسلو اتلسمي مادې رعایت کول شرط ګڼل سوی دی.
۴. د سترې محکمې رئیس اوغړي په اول واري درې نفره د څلورو کلونو لپاره ،درې نفره د اوو کلونو لپاره او درې نفره د لسو کالو لپاره ټاکل کېږی.
۵.او په نورو مرحلوکې د سترې محکمې رئیس او نور غړي د لسو کالو لپاره ټاکل کېږي.
دا امر په دې خاطر په نظر کې نیول سوی دی،چي په یوه واري ټول غړی عوض نه سي ، چي د دوی له تجربو څخه استفاده وسي او بل د هر ولسمشر او پارلمان په راتګ سره دوی تعویض نه سي ، چي د دوی وظیفوي خپلواکي ساتل سوې وي.
۶.هغه اشخاص،چي د ستري محکمې د غړو په صفت ټاکل کېږي ، د دوی ټاکل یوازي د یوې دورې لپاره جواز لري اود دوهم واري لپاره یی ټاکل جواز نه لري.
۷.هغه وخت چي ولسمشر د ستري محکمې له غړو څخه یو یې، د رئیس په توګه ټاکي اول د ستري محکمې غړیتوب تر لاسه کوي او دولسي جرګې له خوا تائیدیږي او بیا د ستري محکمې رئیس ټاکل کېږي.
۸.هر وخت چي واجد شرایط شخص د ستري محکمې د غړي په توګه و ټاکل سو . د کار د دورې تر ختم پوري پر خپل مقام پاتېږي او له دندي څخه نه عزل کېږي، خو که د هغو شرایطو لاندي راسي چي په اساسي قانون کې ذکر سوي دي. بیا کېدای سي چي عزل سي.
یوسلو اتلسمه ماده
د ستري محکمې غړی باید لاندینی شرايط ولري:
۱.د ټاکلو په وخت کي د رئيس او غړو عمر تر څلویښتو کلو لږ نه وي؛
۲.د افغانستان تبعه وي؛
۳. په حقوقي یا فقهي علومو کي لوړي زده کړي او دافغانستان په قضايي نظام کي تخصص او کافي تجربه ولري؛
۴.د ښه سيرت او نیک شهرت لرونکي وي.
۵.د محکمي له خوا د بشري ضد جرمونو او جنایت په ارتکاب او یا له مدني حقوقو څخه په محرومۍ محکوم شوي نه وي؛
۶.د وظیفې د تصدۍ په وخت کي په هیڅ سياسي ګوند کي غړیتوب و نه لري.
تشریح او څیړنه:
د ستري محکمې غړي باید د لاندي اوصافو لرونکي وي .
- د اهلیت او ښېګڼو لرونکی وي.
- تبعیض او تعصب باید ونه لري.
- د قانون احکام باید رعایت کړي.
- عمر یی بایدتر څلویښتو کالو کم نه وي.
- د افغانستان تابعیت ولري.
- په حقوقو او فقه کې لوړي زده کړي ولري.
- په قضاءکي کافی تجربه ولري.
- د افغانستان په قضایی نظام کې تخصص ولري.
- د ښه سيرت او نیک شهرت لرونکي وي.
- په نیکۍ باندې مشهوره وي.
- په بشری ضد جرایمو یا په جنایت باندی نه وي محکوم سوي.
- د محکمې له خواد مدني حقوقو څخه په محرومیت باندي نه وي محکوم سوي.
- د وظیفې په جریان کې د کوم سياسي ګوند غړیتوب و نه لري.
یوسلو نولسمه ماده
د ستري محکمې غړي د وظیفې تر پیل مخکي، د جمهور رئیس په وړاندي دا لوړه کوي:
بسم الله الرحمن الرحیم
«د لوی خدای (ج) په نامه لوړه کوم ، چي د اسلام د سپېڅلي دین له احکامو، په دې اساسي قانون او نورو قوانینو کي له راغلو نصوصو سره سم حق او عدالت تامین او د قضاء وظیفه په بشپړ امانت، صداقت او بي طرفۍ اجراء کوم.
تشریح او څیړنه:
د ستري محکمې غړي، د ولسمشر په وړاندي دغه پورته لوړه تر سره کوي.
یو سلو شلمه ماده
د قضائيه قوې په صلاحیت کي پر ټولو هغو دعوو غور شامل دی ، چي د دولت په شمول د حقیقي یا حکمي اشخاصو له خوا د مدعي یا مدعي علیه په حیث د قانون له حکمونو سره سم د محکمې په وړاندي اقامه سي.
تشریح او څیړنه:
د قضائيه قوې له خوا پر ټولو دعوو باندي غور کېږي، که ددولت له خوا وي او که د نورو حقیقی او حکمي اشخاصوله خوا، دا په دې خاطر، چي په دعوی کې شفافیت موجود او بې ګناه شخص ته جزا ورنه کړل سي. او په دعوه کي د فساد مخه ونیول سي. په دې اساسي قانون کې د اتباعو د حقوقو او ازادیو د خوندیتوب لپاره په دوهم فصل کې تشریح سوې ده، او د خلکو او دولت د حقوقو د تامین یوازنی ارګان هم قضائیه قوه ده، یوازنۍ قوه، چي د عدالت د تامین وظیفه پر غاړه لري، هغه قضائیه قوه ده ، هر کله چي د خلکو پر ازادۍ، ناموس، مال او ځان باندي تعرض وسي، د شکایت کولو یوازنۍ مرجع محکمه ده.
همدا رنګه د دې اساسي قانون مطابق د قضاء اصلی وظیفه و ټولو دعوو او شخړو ته رسېدل دي،چي د حکمي یا حقیقي اشخاصو تر منځ رامنځته کېږي ، او ټول اتباع حق لري، چي د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره محکمې ته مراجعه وکړي.
یو سلو یو ویشتمه ماده
له اساسي قانون سره د قوانینو، تقنیني فرمانونو ، بین الدول معاهدو او بین المللي میثاقونو دمطابقت څېړل د حکومت یا محاکمو په غوښتنه او د هغو تفسير د قانون د حکمونو سره سم د ستري محکمي صلاحیت دی.
تشریح او څیړنه:
دا د ستري محکمي واک دی،چي قوانین، تقنیني فرمانونه، بین الدول معاهدو او بین المللي میثاقونو تفسير وکړي. ستره محکمه د دې مادې پر اساس دا صلاحیت لري،چي قوانین، تقنینی فرمانونه ، بین الدول معاهدې او نړیوال میثاقونه له دې اساسي قانون سره د مطابقت په درلودلو سره تفسير کړي او هیڅ قانون ته تر دې اساسي قانون ترجيح نه ورکول کېږي . ټول مواد تراساسي قانون لاندي راځي.
یو سلو دوه ویشتمه ماده
هیڅ قانون نسي کولای، په هیڅ حال کي، کومه قضیه یا ساحه په څه ډول چي په دې فصل کي تحدید شوې، د قضائیه قوې له صلاحیت څخه وباسي او بل مقام ته يي وسپاري. دا حکم د هغو خاصو محکمو چي ددې اساسي قانون په (نهه شپېتمي) مادو کي راغلي او په مربوطو قضیو کي د نظامي محکمو د تشکېل مانع نه ګرځي. ددې ډول محکمو تشکېل او صلاحیت د قانون له لياري تنظیمیږي.
تشریح او څیړنه:
هر کله چي یوه قضيه د ستري محکمې کار ته داخله سي، هیڅ مرجع دا حق نلري،چي هغه قضيه دستري محکمې له کار څخه وباسي، حتي ولسمشر هم صلاحیت نه لري،چي دغه قضیه ددوی له کار څخه وباسي، په هغه صورت کي چي محکمه يي خپله وغواړي. لکه د وزیرانو محکمه کول، د ستري محکمې د عالی شوری درئیس او غړو محکمه ، او همدارنګه عسکري محکمې .
یو سلو درویشتمه ماده
ددې اساسي قانون د حکمونو په رعایت د محکمو په تشکېل، صلاحیت او اجراآتو پوري مربوط قواعد او په قاضيانو پوري مربوطي چاري د قانون له لياري تنظیمیږي.
تشریح او څیړنه:
د محکمو ، قاضیانو د تشکېل، صلاحیت او اجراآتو پوري مربوط قواعد د قانون له لاري تنظیمیږي. چي د محاکمو د تشکېلاتو او صلاحیتونو د قانون په نامه یادیږي او په کال ۱۳۸۴ کې د یوه تقنیني فرمان له خوا توشیح سوی دی. پدې قانون کې د قضائیه قوې د تشکېل، د ستري محکمې د دندو دتنظیم او صلاحیتونو، د استیناف او ابتدائیه محکمو او د قاضيانو د مربوطه چارو په اړه معلومات ورکول سوي دي . چي دا قانون په اوو فصلونو او ۷۷ مادو کې تنظیم سوی دی او په کال ۱۳۸۷د یوه تقنیني فرمان په واسطه نافذ سوی دی .
یو سلو څلیرویشتمه ماده
د قضائيه قوې د مامورینو او نورو اداري کار کوونکېو په برخه کي، د دولت د مامورینو او نورو اداري کار کوونکو د مربوطو قوانینو حکمونه نافذ دي خو تقرر، انفکاک، ترفیع، تقاعد، مجازات او مکافات یي د ستري محکمې له خوا له قانون سره سم تر سره کېږي.
تشریح او څیړنه:
قضائیه قوه دوه ډوله کارکوونکي لري، یو يې مسلکي کارمندان دي، چي قضايي مصؤنیت لري لکه قاضيان؛ بل ډول يي اداري کارمندان دي، لکه محرر چي قضايي مصؤنیت نه لري.
یو سلو پنځه ویشتمه ماده
د قضائيه قوې بودجه د حکومت په مشوره د سترې محکمې له خوا ترتیبیږي اود دولت د بودجې د یوې برخي په توګه د حکومت له خوا ملي شوری ته وړاندي کېږي. دقضائیه قوې د بودجې تطبیق د ستري محکمې صلاحیت دی.
تشریح او څیړنه:
د دې مادې د حکم پر اساس، ستره محکمه خپله کلنۍ بودجه د حکومت په مشوره ترتیبوي، په دې معنی چي د خپلو تشکېلاتو ، کدرونو، ضروري مصارفو په نظر کې نیولو سره خپله د ضرورت وړ بودجه د مالیې وزارت په مشوره پخپله ترتیبوي ، دغه بودجه د دولت د بودجې برخه ګڼل کېږي ، دبودجې د قانوني مراحلو سره سم بودجه له منظورۍ وروسته، د قانون مطابق د ستري محکمې له خوا تطبیق او مصرفیږي.
یو سلو شپږویشتمه ماده
د ستري محکمې غړي، د خدمت د دورې تر پای ته رسېدو وروسته، دپاتي ژوند په موده کي د خدمت دورې له مالي حقوقو څخه برخمن کېږي، په دې شرط چي په دولتي او سياسي چارو بوخت نشي.
تشریح او څیړنه:
د ستري محکمي د غړو د کار له پای ته رسېدو سره د عمر ترپايه د هماغو حقوقو څخه برخورداره وي چي د کار په جریان کي یي درلودل، په دې شرط چي په بله دولتي وظیفه کي کار ونه کړي. دا د ستري محکمې د غړو لپاره یو تضمین دی،چي دوی خپله وظیفه په صداقت او ایماندارۍ سره ترسره کړي او د خپلي ایندې لپاره تشویش و نه لري.
یو سلو اووه ویشتمه ماده
که چيري د ولسي جرګې تر درېیمې برخي زیات غړي، د ستري محکمې د رئیس یا غړیو محاکمه د وظیفوي جرم یا د جنایت د ارتکاب د اتهام پر اساس وغواړي او ولسي جرګه دا غوښتنه د ټولو غړیو له دریو برخو څخه د دوو برخو په اکثریت تصویب کړي، متهم له وظیفې څخه عزل او موضوع خاصي محکمې ته سپارل کېږي. د محکمې تشکېل او د محاکمې طرزالعمل د قانون په وسيله تنظیمیږي.
تشریح او څیړنه:
د ستري محکمې غړي په یوه ځل له منځه نه ځي، او هر کله چي هرغړی، د جنایت په جرم مرتکب سي، ولسي جرګه دا غوښتنه د ټولو غړیو له دریو برخو څخه د دوو برخو په اکثریت تصویب کړي، متهم له وظیفي څخه عزل اوموضوع خاصي محکمې ته سپارل کېږي.
یو سلو اته ویشتمه ماده
د افغانستان په محکمو کي محاکمه په علني ډول دایریږي او هر څوک کولای سي د قانون له حکمونو سره سم په هغې کي ګډون وکړي. محکمه کولای سي، په داسي حالاتو کي چي په قانون کي څرګند سوي یا د محاکمې سری توب ضروري و ګڼل سي، سري غونډي دایري کړي، خو د حکم اعلان باید علني وي.
تشریح او څیړنه:
محکمه باید علني وي او هر څوک کولای سي په کښي ګډون وکړي. کوچنیان نه سي کولای په کښی برخه واخلي، محکمه په څو حالاتو کي سري وي، لکه د کوچنیانو محکمه، کورنۍ محکمه، د تاوترخوالي محکمه او هغه محاکم چي عامه امنیت اخلالوي.
ولی باید اعدام علني نه وي.
۱. انسان په هر حالت کي کرامت لري نو د هغه کرامت تر پښو لاندي کېږي.
۲. د نورو خلکو پر حقوقو تجاوز دی.
۳. په روحي لحاظ پر کوچنیانو او ښځو باندي منفي اغیزه لري.
۴. په هره ټولنه کي ناروغان موجود دي، چي په غیر مستقیم ډول دې کار ته تشویقېږي.
۵. هرکله چي انسان اعدام سي، روح يي د څو دقیقو لپاره وي،چي دا د انسان لپاره بې حرمتي ده.
یو سلو نهه ویشتمه ماده
محکمه مکلفه ده د خپل صادر کړي حکم اسباب په فیصله کي ذکر کړي. دمحکمو د ټولو قطعي فیصلو عملي کول واجب دي، خو دشخص د مرګ د حکم په حالت کي د جمهور ريس منظوري شرط ده.
تشریح او څیړنه:
کوم وخت چي محکمه حکم صادر وي، حکم یي څو بخشه لري:
۱.سریزه: دقضیی د عوی د طرفینو شهرت.
۲. د موضوع طرحه.
۳.استدلال: چي په کوم دلیل مجرم ملامت دی او په کوم نه دی.
۴.د نص د حکم متن: مختصر دی او نتیجه ګیري ده.
۵. حکم باید په قلم نوشته سوی وي.
نو محکمه باید خپل ټول اسباب په حکم کي ذکر کړي،چي د کومو اسبابو له مخي یی حکم وکړي او قانون کومي مادې او په کوم دلایلو باندي. او دحکم معني باید مشخص کړي، په حکم کي باید یو څوک بری الذمه کړی وي او مجازات يي هم ذکر کړي وي او په پای کي د فقط د کلیمې معني ده چي نور څه نه لرو.
- محکم علیه.
- اسباب حکم.
- مجازات.
- محکم بها.
- اسناد قانوني.
مثلاً: ته، احمد ،په لاسته راغلو اسنادو ،د قتل په جرم مرتکب يې، د افغانستان د جزا د قانون ۱۹۵مادې د حکم پر اساس ،ته ،د اعدام په جزا محکوم يي. فقط.
هغه علم چي د د عوې مسایل را ټولوي او د محکمې صلاحیتونه پرمخ بیايي د محکمو د اصولو په نامه یادیږي.
چي دا اصول درې ډوله دي
- اول.د جزايي محکمو اصول.
- دوهم. د مدني محکمو اصول.
- درېیم . د تجارتي محکمو اصول.
او دعوی هم درې ډوله ده
- جزايي دعوی.
- مدني دعوی.
- تجارتي دعوی.
دجزايي حکم اسباب
- اقرار
- اسناد
- شهود
- قراین
- نظریات اهل خبره.
د مدني حکم اسباب
- اقرار
- شهود
- قراین
- یمن
- نکول.
د تجارتي حکم اسباب
- اقرار
- اسناد
- شهود
- قراین
محکمه باید د حکم اسباب مشخص کړي،چي په څه يي حکم کړی، په قراینو، په اقرار، په شهود په څه او دا حکم باید عملي سي.
یو سلو دېرشمه ماده
محکمه تر غور لاندي قضایاوو کي ددې اساسي قانون او نورو قوانینو حکمونه تطبیقوي. که د غور لاندي قضایاوو له جملې څخه د کومي قضيې لپاره په اساسي قانون او نورو قوانینو کي حکم موجود نه وي، محکمه د حنیفي فقهي د احکامو له مخي او په هغو حدودو کي د ننه چي دې اساسي قانون ټاکلي، قضيه په داسي ډول حل او فصل کوي چي عدالت په ډیره ښه توګه تامین کړي.
تشریح او څیړنه:
محکمه تر غور لاندي قضایاوو کي ددې اساسي قانون حکمونه تطبیقوي خو که په قانون کي د یوې قضيې لپاره حکم موجود نه وي نو حنیفي فقهي ته مراجمعه کوي او هغه حکم تطبیقوي.
یو سلو یو دېرشمه ماده
محکمه د اهل تشیع لپاره په شخصیه احوالو پوري مربوطو قضایاوو کې د تشیع د مذهب حکمونه د قانون د احکامو سره سم تطبیقوي.
په نورو دعوو کې هم که په دي اساسي قانون یا نورو قوانینو کې حکم موجود نه وي ، محکمه قضیه د دې مذهب له حکمونو سره سم حل او فصل کوي.
تشریح او څیړنه:
په مدني او تجارتي دعوو کې قاضي مکلف دی چي د ستونزي د پای ته رسولو لپاره حتماً حکم صادر کړي نو په داسي حالت کې قاضي ته صلاحیت ور کول سوی دی،چي د اهل تشیع مذهب ته مراجعه وکړي او دهغوی د فقهي مطابق حکم صادر کړي، په هغه صورت کې چي د افغانستان په قوانینوکې ورته حکم نه وي.
یو سلو دو دېرشمه ماده
قاضيان د سترې محکمې په پیشنهاد او د جمهور رئیس په منظورۍ ټاکل کېږي. د قاضيانو مقرري ، تبدیلي ، ترفیع، مواخذ او د تقاعد پیشنهاد ،د قانون له حکمونو سره سم د ستري محکمې صلاحیت دی. ستره محکمه د اجرايي او قضايي چارو د ښه تنظیم او دلازمو اصلاحاتو د تامین لپاره، د قضائیه قوې، عمومي اداري آمریت تاسيسوي.
تشریح او څیړنه:
قاضي له کښته ترینې رتبې څخه، د ولسمشر په واسطه ټاکل کېږي او ترفیع يې د ستري محکمې صلاحیت دی تقاعد يې هم د ولسمشر صلاحیت دی.
یو سلو دري دېرشمه ماده
که قاضي د جنایت په ارتکاب متهم سي، ستره محکمه د قانون له حکمونو سره سم د قاضي پر حالت غور کوي، که ستره محکمه دده د دفاع تر اورېدو وروسته اتهام وارد و بولي، جمهور رئیس ته يي د عزل پیشنهاد کوي. د جمهور رئیس له منظورۍ وروسته متهم قاضي له وظیفې څخه عزل او د قانون له حکمونو سره سم جزا ورکول کېږي.
تشریح او څیړنه:
د قاضي انسلاک د ولسمشرله خواکېږي. خو که کوم قاضي د یو جرم مرتکب سي ، ستره محکمه د هغه په خلاف موارد راجع کوي او د هغه دفاع اوري که د منلو وړ نه وه اتهام وارد بولي او د هغه د عزل پیشنهاد رئیس جمهور ته کوي او د هغه له عزل څخه وروسته د ستري محکمې عالي شوری د محکمې قضاء جوړیږي او محکمه کېږي او محکمه يي یو مرحله يي ده.
یو سلو څلور دېرشمه ماده
د جرمونو کشف د پولیس په وسيله او د جرمونو تحقیق او محکمه کي پر متهم باندي دعوی اقامه د څارنوالۍ له خوا، د قانون له احکامو سره سم کېږي. څارنوالي د اجرائیه قوې برخه ده او په خپلو اجراآتو کي استقلال لري. د څارنوالۍ تشکېل، صلاحیت او د اجراآتو څرنګوالی د قانون له لیاري تنظیمیږي. د وسله والو ځواکونو، پولیسو او دملي امنیت کار کوونکېو د وظیفوي جرمونو کشف او تحقیق د خاص قانون له لیاري تنظیمیږي.
تشریح او څیړنه:
د جرم کشف د جرمي واقعیت پیدا کول دي،چي د کشفي ارګانونو له خواکېږي او د جرم تحقیق او د دعوی اقامه کول پر شخص باندي د څارنوال له خواکېږي.
تحقیق دوه ډوله دی، یو استنطاق او بهرنۍ پروسه د تحقیق.
- استنطاق: له هغو اظهاراتو څخه عبارت دی چي د تورن یا مظنون څخه اخیستل کېږي.
- د تحقیق بهرنۍ پروسه: هغه اظهارات چي تورن یا منظنون کړي، هغه باید څارنوال په بهر کي ثابت کړي.
د محکمې پروسه
- اول استنطاق.
- دوهم بهرنۍ پروسه .
- درېیم عدلي تعقیب.
- څلورم د محکمې له خوا صورت دعوی ترتیبېږي. او اخر محکمه صورت نیسي.
په ابتدائیه محکمه کي دواړي غاړي کولای سي مرافعه طلب سي او په مرافعه کي هم دواړي غاړي کولای سي تمیز طلب سي.د پولیسو د سوال جواب لپاره د استجواب کلیمه راځي او د څارنوال د سوال جواب لپاره استنطاق کلیمه راځي.
په چپ رژیمونو کې څارنوالي یوه خپلواکه اداره وه،چي د وسيع صلاحیتونو لرونکې وه او د طالبانو په رژیم کې د عدلیې وزارت یوه برخه سوه او په دې اساسي قانون کي د اجرائیه قوې برخه سوه او په خپلو اجرااتو کې خپلواکه ده.
یو سلو پنځه دېرشمه ماده
که د دعوی لوری په هغه ژبه چي محاکمه پرې کېږي ونه پوهیږي. د قضیي پر موادو او اسنادو د اطلاع او په محکمه کي په خپله مورنۍ ژبه د خبرو کولو حق د ترجمان په وسيله ورته تامنیږي.
تشریح او څیړنه:
که محکمه د چا په مورنۍ ژبه نه وي او د د عوی لوری د محکمې په ژبه نه پوهیږي، دولت هغه ته ژباړن نیسي،چي د محکمې په جریان کي باید ټولی پوښتني او اسناد ورته وژباړي . او د واړو لورو ته حق ورکول کېږي چي دخپل ځان دفاع په محکمه کې په خپله مورنۍ ژبه وکړي.