خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د کاناډا رویال بانک د افغان سفارت بانکي اکانټ د تورو پیسو د سپينولو په تور وتاړه!

د ۲۰۱۹ م کال ۵ جون د کاناډا رویال بانک  Royal Bank of Canadaپه اوتاوا کي د افغان سفارت رسمي بانکي اکاونټ په سفارت کي د زیات مالي فساد او له همدې لاري د سفارت د کار کوونکو له خوا د تورو پیسو د سپینولو په خاطر بند کړ. یاد سفارت چي اوس بې سفیره او د الف څخه تر یا پوري ټوله د جمعیتانو په ولکه کي دئ، د افغانستان په ملي وقار سفارت کي هم پراخ فساد ته لاس اچولی دئ. افغان سفارت ته له مالیې وزارت څخه په ربعواره توګه د سفارت د مصارفو او کارکوونکو د تنخوا له پاره له کابل او بن څخه په مشخصه اندازه پیسې حواله کیږي، خو د سفارت لومړي سکرتر عبدالجبار رحیمي، دویم سکرتر تواب علمي او احمد سیر چي په (مالیه وزیر) مشهور او محلي کار کوونکی دئ، د سفارت رسمي اکاونټ ته له افغانستان څخه زیاتي شخصي پیسې په کاناډا کي د کورونو د رانیولو لپاره ټرانسفر کړي دي، چي همدې کار د کاناډا رویال بانک د سفارت د رسمي اکانټ بندولو ته مجور کړ. لومړی سکرتر رحیمي د هغو محلي او غیر محلي کارمندانو څخه چي نه غواړي خپلي پیسي د کاناډا حکومت ته د مالیې د ورکولو په خاطر ښکاره کړئ، له همدې رسمي اکانټ له لاري د یوې خاصي فیصدي په بدل کي نقدي پیسې کارمندانو ته ور کوي.

یاد کسان چي د وظیفې تر ختم وروسته بیرته افغانستان ته د تګ نیت نه لري، په داسي حال کي چي سفارت بې سفیره دئ، پر هیڅ ډول فساد لاس نه درېغوي. دوی د سفارت له ویبسایټ څخه پښتو ژبه په مطلق ډول ایستلې او هغه پښتانه محلي کارکوونکي چي د امتحان پر اساس په سفارت کي مقرر سوي ول، د سفیر تر تګ وروسته یو په بل پسې له سفارته وشړل په داسي حال کي، چي سرپرست سفیر د هیڅ مامور د لیري کولو او مقرر کولو صلاحیت نه لري. احمد سیر، چي له تیرو اتو کلونو راهیسي د سفارت محلي کار کوونکی و،چي د پخوانۍ سفیري له خوا د فساد په تور له دندي لیري کړل سو، خو د رحیمي له خوا بیرته په غیره قانوني توګه او له دې کبله چي د فساد تار یې سره بسته و مقرر کړل سو. همدا شان د یادو کسانو له خوا د سفارت په میاشتني مصارفو لکه د موټرونو تېل، د ډیپلوماتانو د کورنو په مصارفو او د سفارت په ترمیماتي چارو کي خورا زیات فساد موجود دئ.

د قونسلي په برخه کي فساد خو بیخي اخیري درجې ته رسیدلی دئ، چي د یوه غیر قانوني ډرایونکي لایسنس په بدل کي ۳۰۰ ډالره او بېله تذکرې د یوه پاسپورټ د جوړولو په بدل کي ۵۰۰ ډالره رشوت اخلي.

اوس د سفارت پښتانه کار کوونکي په عامه په سفارت کي تحقیر کیږي، د غرمې ډوډۍ ته ګډ دسترخوان ته نه پرېښودل کیږي، موټر ته یې د سفارت پارکینګ ته اجازه نه ورکول کیږي او ټوله رسمي وظایف ځني اخیستل سوي دي.

د ولسمشر دفتر، د ملي امنیت شورا دفتر او د بهرنیو چارو وزارت باید پدې اړه جدي برخورد وکړئ، او ددې لویې بدنامۍ مخنیوی وکړئ او پرېنږدي، چي د افغانستان نوم یوځل بیا ددې ستر غبن له کبله د نړیوالو مطبوعاتو د سرټکي وګرځي.

لیک: تورن امان الله خان