آیا عمران خان ریشتیا هم روحي ناروغ دی؟
د پاکستان پخواني صدراعظم شاهد خاقان عباسي، چي د مسلم لیګ نوازګوند له مشرانو څخه دی، د يوه داسي کمیسیون د جوړېدلو غوښتنه کړې ده چی د پاکسان د لومړي وزير عمران خان د دماغي حالت کتنه وکړي. نوموړي دا غوښتنه له هغه وروسته وکړه کله چي عمران خان په نیمه شپه د پاکستان د دولتي تلویزیون، پي ټي وي، پر پردې را څرګند سو.
اپوزیسیون عمران خان د پاکستان د اوسني اقتصادي کړکېچ مسوول ګني خو عمران خان بیا د دې بحران پړه د پيپلز پارټۍ او مسلم لیګ ن ګوند پر پخوانیو حکومتونو ور اچوي. د هغه په وینا د دغو ګوندنو رهبرانو په ځانګړي ډول آصف علي زرداري او نواز شریف د هیواد شتمنۍ لوټلي دي چي یو يې په دې تورپه محبس کي بندي دی او بل ئې (زرداري) د پاکستان د ملي احتساب ادارې په توقیف کي دی. عمران خان و اولس ته په خپل وینا کي د دې او نورو خبرو تر څنګ دا هوډ هم وکړ چی دی به ټوله هغه «غله» نیسي چي پاکستان ئې د درنو پورونو له ستونزو سره مخامخ کړی دی.
خو پوښتنه دا ده چي و اولس ته د وینا لپاره د عمران خان د روان کال د جون پر ۱۲ نېټه د شپې پر دوولسو بجو په ژوندۍ بڼه راتلل عادي عمل دی ؟ د شپې ناڅاپه پر تلویزیون را ښکاره کېدل چي خاقان عباسي هم اشاره ورته کړې ده و ملت ته د خطاب لپاره یو مناسب وخت نه وي ځکه چي اکثره خلګ پر دا وخت په خواږه خوب بيده وي، نو د خبري چا ته کولې ؟ بیده ملت ته ؟
تر هغه یوه ورځ وروسته، په ۱۳ جون، په کرغيستان کي د شانګهای د همکاریو سازمان په ناسته کې ده دیپلوماتیک پروتوکول په ډېر یې غورۍ مات کړ. په ناسته کی کله چي د برخه اخیستونکو هېوادونو معززو مشرانو نومان اخیستل کېدل او نور په احترام ورته ولاړ وه تر څو ټوله پرخپلو ځایونو کښېني عمران خان یوازینی شخص وو چی آرام خپل پر چوکۍ بې پروا ناست وو. دی د څو ثانیو لپاره همداسي ودرېدی بیرته ژر کښېنستی چي دا کړنه ئې د پاکستان د خلګو لپاره د شرمندګۍ باعث سوه. عجیبه خو دا ده چي د ده د ګوند غړو او د ده پلویانو په ټولنیزو رسنیو کې دا آوازه خپره کړه چي ګواکی عمران خان د اسرائیل د هیواد و مشر په احترام کي و نه دریدی چي ډېرو پاکستانانو ئې د دې قدم ستاینه وکړه مګر که د هغې ناستې وېډیو پر انټرنيټ وکتل سي نو دا واضح ښکاري چي ده د درناوي مراسم هیڅ چا ته پر ځای نه کړه آن دا چی داسي ښکارېدل چي په فکري لحاظ هغه په غونډه کې پر هغه مهال غیر حاضر وو
په ۱۹ جون هغه يو داسی ټویټ وکړ چي ټوله ئي بیا حیرانه کړل. هغه د هند د رابندر ناتھ ټيګور یو قول د لبنان و خليل جبران ته منصوب او خپل د ټويټر پر پاڼه ئې خپور کړ کوم چي دی د ټويټر د کاروونکو د ريشخند سره مخامخ سوی دی. عام خلګو توصيه ورته کړې ده چي د داسي شیانو له خپرولو تر مخه باید ځان په منبع ښه باوري کړي بیا ئې له نورو سره شریک کړي.
د روان کال د اپریل پر ۲۱ تاریخ په ایران کي هغه په يوه غونډه کي یو ځل بیا خپل ذهانت هغه وخت ښکاره کړ کله چي ئې په خپل تقریر کي جاپان او جرمني هم سرحده هيوادونه ياد کړل او وې ویل چي دغو دوو ملکونو په دوهمه نړيواله جګړه کې یو د بل په میلیونهاوو وګړي ووژل خو وروسته تر جګړې ئې په خپلو خپلو سرحدي سیمو کې مشترک صنعتونه را منځ ته کړل چي له دې وجي اوس د دوی د جنګ کولو هيڅ امکان نه دی پاته.
دې ته ورته داسي نوري ډيري تېروتني له ده څخه سوي دي چي انسان و دغه فکراو سوال کولو ته مجبور کړي چي؛ آیا واقعاً هم د ده عصبي حالت نورمال دی؟