خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

المان ږغ: ولي د افغان د سولي پروسه تر خبرو ها خوا ته نه تېرېږي؟

واحد فقیري

المان ږغ د جون پر ۲۸ لیکي واشنګټن او طالبان به ډېر ژر په قطر کي د خبرو اووم راونډ شروع کړي، خو د هغوی خبرو تر اوسه پوري کومه محسوسه نتیجه نه ورکړې. د امریکا خارجه وزیر مایک پامپیو په کابل کي وویل هیلمن دی چي د سپټمبر تر اولي مخکي د طالبانو سره د سولي موافقې ته ورسېږي. المان ږغ لیکي تر اوسه پوري طالبانو او امریکایانو پر یوه شي موافقه کړې ده: او هغه دا چي امریکايي قواوي به له افغانستانه وزي. مګر دا چي د امریکايي عسکرو تر وتلو راوروسته به د افغان حکومت برخلیک څرنګه وي؟ پر دې حیاتي مسلې باندي تر اوسه پوري کوم پرمختګ نه دی سوی.

د افغانستان د چارو امریکايي مبصر، مایکل کوګلمېن، وايي،«که چیري موږ پرمختګ د عسکرو ایستل وبولو، د داسي پرمختګ تمه کېږي.» هغه علاوه کوي خو دا راز پرمختګ به یوازي د طالبانو لپاره برُد وي، نه امریکا او یا هم د افغان حکومت لپاره.

المان ږغ لیکي طالبانو په زغرده ویلي دي چي د اشرف غني د «ګوډاګي» رژیم سره به هیڅکله خبري و نه کړي. په عین زمان کي اشرف غني د موقتي حکومت له مفکورې سره کلک مخالفت کوي، او غواړي چي د جمهوري ریاست انتخابات د سپټمبر پر ۲۲ وسي. سیاسي ماهران وايي دا به د غني حکومت د څو کالو لپاره وغزوي، او طالبان به مجبوره سي چي د غني د حکومت سره یوه معامله وکړي. المان ږغ کاږي د خارجي عسکرو وتل به د طالبانو موقف لا غښتلی کړي، ځکه همدااوس هغوی تر ۵۰٪ زیاته خاوري باندي کنټرول لري.

د افغانستان لپاره د جرمني خاص استازي ښاغلي مارکوس پوتسل د مې په میاشت کي دوه کرته د طالب مشرانو سره په قطر کي ملاقاتونه وکړ. هغه تېره میاشت وویل،«د یو سوله ایز افغانستان لپاره دا موجوده چانس باید ضایع نه سي. د جرمني په شمول د افغانستان نور دوستان باید پدې برخه کي مرسته وکړي.»

المان ږغ لیکي که څه هم ټول هغه ملکونه، چي پدې تېرو میاشتو کي يې د طالبانو سره تماسونه او ملاقاتونه کړي دي، غواړي چي د افغانستان جنګ ختم سي، خو د هغوی په هلو ځلو کي همږغي نسته، او د همږغۍ همدې فقدان د هغوی کوښښونه غیر موثر کړي دي.

المان ږغ لیکي اشرف غني د مسکو غوندي مجلسونو په اړه خورا اندېښمن دی، ځکه هلته طالب استازو د نورو افغان سیاستوالو سره وکتل، خو د افغان حکومت يې له مجلس څخه حذف کړ.

مایکل کوګلمېن وايي،«د مسکو مجلسونه هم برکت او هم لعنت ول. له یوې خوا، هلته د بین الافغاني ډایالوګ ابتدا او تهداب کښېښودل سو. خو له بلي خوا، پدې مجلسونو کي د افغان حکومت حذف سوي وو. او دې مسلې د افغان خپلمینځي سیاسي شقاق او دزر لا پراخ کړ.»

المان ږغ لیکي تر اوسه پوري ټولي دغه موازي هڅي پدې و نه توانېدلې چي په طالبانو اور بند ومني،‌ او یا يې دېته اړ باسي چي د کابل د حکومت سره خبرو ته کښېني.‌