خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

محمد اکبر کرګر ته د عطایي ملا لیک

محمد اکبر کرګر ته د عطایي ملا لیک
ــــــــــــــــ
سلام و احترام به صد شوق تمام
اما بعد:
زړه مي غواړي یو چا ته څه خط ولیکم، مینه ورسره وکړم، د زړه خبره ورته وکړم او سر ورسره خلاص کړم؛ خو نه پوهېږم چې څنګه او په څه نامه يې مخاطب کړم. له نامې سره يې د ګران مختاړی او د جان وروستاړی ولګوم او که د محترم او صیب مختاړی او وروستاړی. همدغه مخمصه مې ځوروي او دا ځکه چې د پښتو په دود فکر کوم، دا به ښه وي، چې دواړه غاړې وپيایم؛ نو ګران اکبر خانه! عالیقدره کرګر صیب! زما ګران او کشر او محترم مشره!

ته د فلسفي پوهې او عرفاني لید لوړ او برکتي ځوان او زه؟ زه د ذوق و احساس نیم نیمګړی حیران او سرګردان، بې زوره سرزوره سولیدلی بنیادم، نړېدلی دېوال یم. خدای وکړه چې زما په اوتو بوتو دې قیمتي وخت زیانمن نه کړم. خیر کوچي پښتانه وايي، چې احمدزي (سلیمانخیل) څه ستانه شانتې هم دي؛ نو زه به مخکې له مخکې د زیان جبیره په دې قلندري دعا درته پرداخت کړم: «خدای دې ډېر کړه، رب دې وچلوه!»

زړګیه! زه نن همدا نن د یوې اوونۍ هسپتالیز کړاو وروسته تر خپلې هوجرې راورسېدم او دغه دی چې تلم او کاغذ ته مې لاسرسی شوې دي، جسمي حال مې کنډو کنډو او ذهني تسلسل مې درهم برهم دی؛ خو دیني او د مينې او غمرازۍ په وجه مجبور یم، چې څه درته ولیکم! مجبوري خو دا ده، چې زه حالاتو ګونګی کړی یم او ته د اشارو په ژبه پوهېږې چې هسې د خدای په کرم راته راپېښ شوې.
هفته مخکې ستا یو لنډونکی یادښت او د کتابونو دروند پنډ راورسېد، غرونه غرونه مننه، کور ودان!

ستاسو پنځه واړه لیکنې مې مخته پرتې دي، سخت يې مصروف کړی یم، مصروف څه چې د خپل بېکاره روزګاره یې تښتولی یم. ورځني معمولات (چرتونه او سوداوې) يې راګډوډ کړي دي او دا دی په هکله يې درسره غږېږم.

۱ــ ستاسو په تخلیقي اثر «د غوايي هډوکي» مې ډېر شخوند وواهه. خو چېرې دا زما زاړه مېږي پڅ غاښونه او چېرته ستا د غوايي دا سخت او کلک هډوکي؟ هم خوند راکوي او هم يې ژورو ته نه شم رسېدای. دومره پوه شوم چې دا ناول د اروايي او ټولنیز کړکېچ او اړپېچ یوه فلسفي ادبي سمبولیکه طراحي ده، خوندوره هنري انساني لیکنه ده؛ خو زه يې لا ژورو ته نه یم رسېدلی. اوس هډوکي لا راته سخت دي، کتاب مې خوا کې کېښود چې د غوايي هډوکي لږ نور دم وکاږي، لږ پاسته شي راته بیا که خیر و، بل ځل پېښه پر وکړم.

۲ــ د بهادر د کلي د زبرګ زموږ ټولو پښتنو رحمان بابا متعلق دې ښه او مدلل بحث شوی دی او له یوې نوې زاويې څخه ژور او خوندور لیدلوری دی. زه له تاسو سره سلو کې یو سل او یو موافق یم، هغوی چې د پېښور د زبرګ هسک اخلاقي مبلغ او زاهد شاعر ملا عبدالرحمن بابا تمام عیار صوفیانه او عارفانه کلام تشخیصوي، اصلاً د عرفان د نازکو لارو د پولو او پنډلو سره ګمان کوم نابلدوي، د تشریعي سلوک او عرفاني معرفت ترمنځ لوی واټن دی. یو د مځکې د سر خبرې دي او بل د اسمانونو له هاخوا د کیفاتو او الاهیاتو بیان دی. د انساني اروا او فلسفي عقلاني محسوساتو، تجرباتو، او ادراکاتو اشراق او د رڼا تودوخه ستا په دې لیکنې کې ما د خپل مافي الضمير قضاوت ((۲مخ له اخر نه دریمه کرښه))) لپاره مدلل توجه وموندله ، خیر یوسې خو دا چې مقلدین جهانیان به یې راسره مني او که نه، دې ته لا ډېره لیاره پاته ده؛ خو زما په اند ته لومړنی قلمدار يې چې دا خبره دې رااوچته کړه او هغه هم په ښه خوند او ښه سلیقه، بیا هم ماشا‌ءالله.

۳ــ «د شعر درناوی» ټولګه دې بدبختانه او یا خوشبختانه ما د جهاني صایب نه راپیل کړه او هغه هم په دې نیت چې ګوندې د هغه د شاعرۍ و خوښي ته مي وهڅوي. خو متاسفانه بیا هم هغه آش او هغه کاسه… پيوند مي ډېر ویادیدی هغه زما د ځوانۍ د مستیو ملګری پاته شوی دی. هغه خوږ او بااحساسه دردېدلی بنیادم و، ستاسې د توجیه په حکم به د کاوون شاعري وروسته په غور او دقت وګورم. خو د شعر په هکله زه څه معذور شانتې یم. اول خو دا چې زه د شعر د کیفیت او اصالت په اړه له تا نه هم ډېر دقیق یا مشکل پسند یم. دوهم دا چې دغه مست خان لېونی فلسفي غني خان او ښويېدلي ملا زما او ستا ګران او راته منلی شاعر لایق صاحب زما د ذوق پر ذهن دومره مسلط شوي دي، چې هډو بلې خوا ته مې پام نه اوړي او دریم دا چې زه د شعر د الهام آمد ګڼم، یو ملکوتي الهام یو عاطفي سوځنده اظهار او د یوه ژور فلسفي اروايي او عرفاني حقیقت افاده ده . د اسمان او انسان یو متعهد تړاو. (عفوه وکړه ما خو مخکې خپل عذر درته پېش کړی چې زه ګونګی ژبور یم، د زړه خبره تر خوله پوره نه شم راایستلای.) هغه دپښتو غزل د باچا ماته ګران خیال محمد له زبانه «څه چې مې په زړه تېرېږي کوم يو تن ته پته ده – یا مې زړه خبر دی یا زما بدن ته پته ده». که نصیب و کله چې د ژمي په واورینه شپه د ژرګو لمبې ته د شین چای او کابلي بادامي نقلو پر مېله سره برابر شو، بیا به دا غورې سره اوروو. رب دې وکړي رحم.
۴ــ د «غني پېژندنه» د دوه ټوکه په یوه جلد کې کتاب خو مې د ټیکسټ بوک په حیث بار بار راسره ګورم. ذهناً او ذوقاً مې مستفید او مستفیض کوي. هر ځلې نوي نوي څه پکې پيدا کوم او په کندهارۍ لهجه ښه مې سات ورسره تېر دی. خوندور او ژور متن دی، زما په اند لیکوال له غني سره په اخلاص او انصاف برخورد کړی دی او هغه هم په ډېر نوي انداز. خو دا کار لا بلکل پوره او تمام نه ګڼم، لا باید ډېر او ډېر څه پر وویل شي. غني خان د پښتو ادب آیات الله دی، آیات الله څه چې آیات الله العظمی دی. زما که په وسه وای، ته مې له بل هر کاره راګرځولې، د کنړ د مست سیند پر غاړه مې د خاشو جونګړه درته جوړوله او فرمان مې چلولو چې هان ګرګره! دا ناتمامه ځمکه د دې لېوني سیند په مستو خوږو اوبو راته کره! کره! خو های بېوسي کور دې وران شه.

زه دې ته ورته احساس زما او ستا د نابغه استاد شهید مجروح په هکله هم لرم. پاته شوه.
د لاجواب او بې مثال هنرمن لایق په هکله به څه ووایم، هغه خو د شعر په نړۍ کي زما محسن او مقتدا امام یادیږي او ستا د سیاست په اوتو بوتو کې مشر ملګری پاته شوی دی. ای کاش او کاش لایق لا هغه شپېته اویا کاله مخکې لا د «چونغر» له غره څخه نه وای راښکته شوی او دا بې اسرې قام او بې کسه ژبې ته يې د خپلو ترانو د غاړکۍ لاړو نه یو په بل پسې پيودلای او راپيودلای او راپيودلای. باچا خانعلیه رحمه یو وخت د مست مدهوش خراب خراب نشه غني سر پر خپل زنګانه ايښی و، په څڼو کې يې لاس ورته واهه او ویل يې: «غني خه هلک و، خو پيرنګي خراب کړو.» لایق ستره هستي وه، ګوره چا چا خراب کړ …

۵ــ پنځم کتاب خو په حقه د استاد ګرګر تحقیقي مثال دی. د روښاني فکري بهیر د سرلاري عارف میرزاخان انصاري په اړه. زه بې له دې چې لیکوال يې وغټوم او مبالغه وکړم، د تحقیق او تصنیف د یوه نوي اپروچ ډېره دقیقه، خوږه او ژوره افاده ده، په انصاف وایم چې په دې اویا کلنۍ کې دې زما تنده د روښاني تفکر او اشراق سرچینه راخړوبه خړوبه کړه او زه د لیکوال د فکر د سایې، ذهني نورانیت، ذوق او عقل ودې معجون بنګاو ته خپل نصیب ورپېښ کړم. جزاکم الله – رب دې اجر درکړي.

او بیا هم اکبر خانه! راته ګرانه کشره او قدرمن مشره!
رښتیانو، نور ستړی شوم، د لیکلو زور مې تمام شو، ګمان کړم چې د نوي لمریز کال په دې لومړۍ عشره کې مې د ټول کال د قلم ذکات پېشکي تادیه کړو.
په آخر کې بیا د هغه وزیرستاني بوډا ګربت اکا په ژبه هغه دعا درته ډالۍ کوم: «فیر ساب وچلېږې – رب دې ډېر که!»

په مينه او درنښت
هـ. عطايي ملا
۲۰۱۹، د مارچ ۲۶
USA, D.C