پردي مزدوران، ملي اصطلاحات له بیخه کاږي
محمدابراهیم سپېڅلی، کندهار
هر هیواد خپل ځان ته ملي مشر، یواساسي قانون، ملي نخښه، ملی بیرغ، ملي سرود، ملي کلتور،ملي ټرمینالوژي او یوشمیري نوري ملي نخښي لري، چي دغه نښانونه په نوره نړۍ کي د هغه هیواد د اتباعو ښکاره پيژندنه ده.
داسمه ده، چي په هر هیواد کي د بیلا بیلو ملیتونو اود بیلا بیلو ژبو ویونکي اوسي، خو تردغه هیواد دباندي ټول په یوه واحده جغرافیه کي میشت میلتونه د هغه هیواد، چي دوی يې تذکره لري یو ملت یادیږي.
د یو هیواد په ټاکل سوې جغرافیه کي ژوند کوونکي ولسونه د ملي یووالي د ټینګښت په سبب د خپلو ژبو ترڅنګ یوه ګډه ژبنۍ ملي ترمینالوژی هم لري.
دغه ملي ژبنۍ ترمینالوژي لکه د ملي بیرغ، ملی سرود، اساسي قانون او نورو ملي نخښو په ډول ټولو میشتو هیوادوالو ته درنښت او ارزښت لري اود هیواد لوستي کسان اړ دي، چي د رسمي دفترونو ترڅنګ په مطبوعاتو او لیکوالۍ کي هم د ملي اصطلاحاتو له کارولو څخه سر ونه غړوي، ځکه داسرغړونه ملي خیانت اودا مانا لري، چي یاد سرغړونکي د خپل هیواد اساسي قانون او ملي بیرغ هم بابیز ګڼي.
که ښه فکر وسي، ملي ترمینالوژي یا ملي اصطلاحات خاص په یوه ژبه پوري نه دي تړلي، بلکي دا د ملت مال دی او ملت ترهرچا ښه په پوهیږي، خو له بده مرغه اوسمهال یو شمیر سیاسیون د خپلو شومو اهدافو لپاره د نفاق اورته لمن وهي اودغسي ملي نخښي په یو ملیت یا یوه ژبه پوري تړي او د نورو ملیتونو خلک پاروي، چي په وړاندي يې ږغ پورته کړي، ترڅو له دې غولیدل سوي ږغ څخه سیاسي مداریان ډېره ګټه واخلي.
همدا رنګه زموږ په هیواد کي یوشمیر پردي پالي رسنۍ د « بیان ازادۍ» له نامه څخه ناوړه ګټه اخلي ،د پردیو په فرمایش د ولس ترمنځ عام فهمه ملي ترمینالوژي ( اصطلاحات) پردي کوي، چي دانه یوازي د ټولني او قانون خلاف کار دی، ترڅنګ يې د ژورنالیزم اصول هم دغه له سرې کرښي پښې اړولو ته په سمه سترګه نه ګوري.
د ژورنالیزم استادان تل ټینګار کوي، چي مطبوعات باید په هغه ژبه وي، چی ولس په پوهیږي.
د استادانو په خبره، ولس هغه مطبوعات تعقیبوي، چي دوی ځان او د ټولني حالات په عام فهمه ژبه پکښي وویني.
د دې ټولو خبرو سره سره یوشمیر داسي هیواد میشتي رسنۍ لرو، چی په لوی لاس پردې او داسي نابلده چټیات په وچه سپين سترګۍ زموږ د ملي اصطلاحاتو پرځای کاروي، چي هیڅ اصول او قانون يې نه مني.
دا موږ منو، چي ( جرګه او ولس ) د پښتو ژبي سوچه لغتونه نه دي، مګر اوس په افغانانو کي داسي منل سوي دي، چي هیڅوک يې پردي نه بولي، مګر سپین سترګي او پردي پالي رسنۍ د ( ولسي جرګې) د پيژندل سوي اصطلاح لپاره ( مجلس نمایندګان) د ( ستري محکمې) لپاره (دادګاه عالي) د ( ښاروالۍ ) لپاره ( شهرداري) پوهنتون ته ( دانشګاه) پوهنځي ته ( دانشکده) او ښاروال ته ( شهردار) وايي.
مزدوري رسنۍ په لوی لاس روغتیا یا صحت په ( بهداشتي) راباندي تیروي، پوستې ته ( پاسګاه) د ډاکټر د عام لغت پرځای ( پزشک) او د سرمنشي ته ( دبیرکل) وايي، چي دانه یوازی زموږ له ملي ترمینالوژۍ سره سخت ټکر لري، بلکي د ولس لپاره هم نااشنا اصطلاحات دي، داسي نابلدتیا په مطبوعاتو کي ځای نه لري.
همدارنګه که چیري تاسي دغو پردي پالو رسنیو ته غوږ سي، نو له ورایه به واروی، چي سوداګري یا تجارت ته ( بازرګاني) محصل ته ( دانشجو) زده کوونکي یا متعلم ته ( دانش اموز) وسله وال پوځ ته ( ارتش کشور) ، مصرف یا لګښت ته ( هزینه) اود امنیه قومندان لپاره ( فرمانده پولیس ) هغه پردۍ ترمینالوژي ده، چي په لوی لاس د خپلو بادرانو په امر خپریږي او په دې ډول غواړي، چي افغان ولس په دې اور کي هم وسوځوي،مګر اصلي افغانان د مکار دښمن په دې چم ترهرچا ښه پوهیږي او هیڅ وخت به د پردیو رسنیو دغه په غوړولي جال کي راګیر نه سي.
ځیني پردي پال د پردیو اصطلاحاتو په وړاندی ږغ پورته کوونکي تعصبګر ګڼي، مګر د پردیو ژبو مزدوران باید په دې وپوهیږي، چی ملي اصطلاحات د ټول ملت ګډه ژبه ده او ټول ملت ښه اسانۍ په پوهیږي.
دا تعصب نه بلکي زموږ ملي حق دی، ځکه تعصب هغه ؤ، چي موږ یوازي د ( ښوونځي، ښوونکي، سرښوونکي، ورځپاڼي، واټ، څلور لاری، هټۍ او نورو لغتونوویلو او لیکلو باندي ټینګار کولای، په داسي حال کي، چي د ښار میشتو پښتنو ترڅنګ په لیری پرتو سیمو کي لا کلیوال د( مکتب، معلم، سرمعلم، اخبار، سیب، درختي) اوداسي نورو… لغتونو په مانا يې تر کره پښتو لغتونو ښه سرپه خلاصیږي اوددې ترڅنګ تراوسه کندهاریان د سرغوړیدو لوشن ته ( روغن) وايي، ( دستشویی، چکیده، اینه مصحف، چوب خط، نان وایی، کله پزي، اشپز یا اشپزي، ملاقه یا ملاغه، اتشګیر، کفګیر، کلکین، دوکان او ډیر نور … ) لغتونه ، که څه هم یو لا پښتو نه دی، خو پښتانه اوپه ځانګړي ډول ټول کندهاریان يې په همدغه مانا او تلفظ کاروي.
درنو دوستانو !
دانو دغه یوڅو پورته یاد اصطلاحات نه دي، چي دلته موږ یاد کړل، ددې ترڅنګ خورا ډېري نوري پردۍ اصطلاحوي هم سته، چي که يې د مسؤلو کسانو لخوا پر وخت په مطبوعاتو کي مخ ونه نیول سي، نودابه زموږ د ملي ترمینالوژۍ او ملي نخښو سره ستره جفا وي.
په پرمختللو هیوادونو کي ددغسي مزدور مطبوعاتو په وړاندي د دولتي رسنیو ترڅنګ خپلواکي رسنۍ هم د خپل ملي مسؤلیت پر بنسټ د خلکو اذهان روښانوي، ترڅو ( ولس، مطبوعات او دولت) په ګډه یوه معقوله لار ورته ولټوي.
۲۰ – ۰۶ – ۲۰۱۹
دغه لیکنه په کندهارکي د (پښتو ژبي د نړيوالي ورځي) لپاره په جوړه سوې غونډه کي هم ولوستل سوه.